یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهبلخ کې د خبریالانو په نوم څلور لاری پرانیستل شو

بلخ کې د خبریالانو په نوم څلور لاری پرانیستل شو

تاند:( یکشنبه ، د حمل ۲۷ )  په بلخ کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د خبریالانو په نوم یو څلورلاری له جوړیدو وروسته پرانیستل شو.

د مزارشریف لپاره د طالبانو د رژیم ښاروال وايي د یاد  څلورلاري د  جوړېدو چارې څو کاله وړاندې د جمهوري نظام پر مهال پیل شوې وې.

نوموړي ویلي، د دې څلورلارې د جوړولو چارې درې میاشتې مخکې پیل او د شنبې په ورځ بشپړې شوې.

یو شمېر ځایي خبریالانو بیا ویلي، چې دوی د خبریالانو په نوم د څلور لاري د نومولو پرځای د بیان ازادۍ او نورو حقونو تامین ته یې ډېره اړتیا ویني.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې د بیان ازادۍ د شدید نقض راپورونه ورکړل شوي او د ملامتۍ ګوته طالبانو ته نیول شوې، خو دوی دا ادعاوې رد کړي دي.

4 COMMENTS

  1. په دغو پیسو دې خلکو ته څلورلارې نه ډیزاین کوي، بلکې ولس ته دې پرې کاري فرصتونه او کوچني د عاید سرچینې او پروژې پیل کړي. همدغه ډیزاین چوک زه کولای شم په همدغه نقشه او ډیزاین د بشپړ کار سره د یو میلیون نه په لږو افغانیو جوړوم. لطفا لږ شفافیت او صداقت رامنځ ته کړئ. مننه

  2. درنو لوستونګو او ښاغلی عام ولسی وګړی ته عرض وشی چی
    دغه څلور لاری، دهغی ډیزاین او د کار اکمالول تیر رژیم کی شوی و، پيسې یی هم قراردادیانو ته رسیدلی وی، خو فکر کیږی چی دغه د دروازو بڼه او ارتفاع کی یی یوڅه توپیر راغلی لطفاً یی د مزارشریف ښاروالی یا د هغه وخت د بلخ د خبریالانو اومدنی ټولنو ددفتر اود اGIZ د ارشیف کی وګورئ، هغه وخت یی افتتاح ته یو څو میاشتی پاتی وی چی اسلامی شوه اوس دا دی اسلامی دور کی پرانیستل شوه، یعنی ډیزاین، نقشه او ډیر دروند او اساسی کار یی لکه دقوشتیپه او نور و پروژو په شان لا مخکی شوی و، دادی دوام او افتتاح یی اسلامی امارت وکړه خدای دی غریب ملت ته په خیر تمام کړی اوس طالبان په بیړه هغو کاروکی بوخت دی چی پخوا تکمیل شوی خو صرف افتتاح او اعلانول یی پاتی و، څو ورځې مخکی د زراعت پوهنځی کی په کش وفش یو لابراتوار چی ډیر قیمتی وسایل یی لرل پرانیستل شو هلکانو خوشحالی کوله چی تر امریکا هم قوی لابراتوار طالبانو راوړ، کله چی خبر معلومه شوه دا سامان لا دوه کاله مخکی موجود و، ساتل شوی و ، خو اوس د اسلامی امارت ورته فکر شو نو ژر یی د خلکو پرمخ خلاص کړ حال داچی په استفاده او فایده یی هیڅوک نه پوهیږی، متخصص تکنیشن یی له وطنه وتلی دزراعت استادان او ډاکتر خ. م.احمدزی وایی دا خپل سیستم لری، دوی تنها اسبابونه له کارتن راوکښل استعمالولای نشی ، نوی کار لا تر اوسه درک نلری.
    هغه مهم کار چی خلک ورته په تمه دی هغه د تعلیم شروع کیدل او د هدفی قتلونو پای ته رسول دی خدای دی هغه ورځ راورسوی چی نور د چا د ځوان زوی او ورور جنازه د کور مخی ته ورته رانه وړی او نه هم څوک بیګناه بندی شی. بس ده مسلمانان ډیر وځورول شول. اول قتلونه او بندی کول ودروئ بیا افتتاحات وکړئ.

  3. لا دوه کاله مخکې موجود وو، ساتل شوی وو..
    هغو پخوانو ورته ضرورت نه درلود او دا اوسنی یې په چل نپوهیږی؟؟؟

  4. خبریالانو څه داسې توره کړی ده چه څلورلاری یی په نامه نومول کیږی؟
    ګران هیواد او ملت خو همدغو خبریالانو په تورو تیارو کی ساتلی دی.
    کوم یو یی کومه ورځ کومه ریښتیا خبره کړی ده؟؟
    ټول بدعتونه،مردارۍ ،چټلۍ د همدغو خبریالانو برکت وو.
    ځما خو که په وس وی له ټولو نه به ژبې پرې کړم.(دا کوم چه تر اوسه ما لیدلی دی).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب