پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله ۴۳ نوي چارواکي ټاکلي

ملا هبت الله ۴۳ نوي چارواکي ټاکلي

تاند:( یکشنبه ، د حمل ۲۷ ) راپورونه وایي، چې د طالبانو نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله اخند زاده د خپل رژیم لپاره ۴۳ نوي ځایي چارواکي ټاکلي.

ځینو خبري سرچینو د دغو ګومارنو خبر ورکړی، خو د طالبانو ویاندویانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا راپور شوې ګومارنې په دې توګه ښودل شوي:

 1دهرات مخکنی امنیه قمندان حاجی یاسر دفاریاب ولایت دوالی په توګه  2

 دهرات ولایت دریاست فواېد رﺉيس ملامحمد ادریس دفاریاب ولایت دامنیه قمندان په توګه

 3دبادغیس ولایت مخکنی والی جاوید دفاریاب ولایت دلمړی پلی لوا دقمندان په توګه

4دفاریاب دلوا مخکنی قمندان مولوی غوث الدین رهبر دبادغیس ولایت دوالی په توګه

5دفار یاب دلوا مخکنی رﺉيس ارکان مولوی شکر الله صداقت

دفراه ولایت دامنیه قمندان په توګه6 دفراه مخکنی والی مولوی روحانی ص دجوزجان ولایت دوالی په توګه

7دنمروز ولایت مخکنی والی مولوی نجیب الدین رفیع دفراه ولایت والی په توګه

8 دهرات ولایت مخکنی مرستیال والی مولوی عبدالقیوم

  روحانی دنمروز ولایت دوالی په توګه

9 مولوی عبدالعزیز انصاری بلوچ دنمروز ولایت دامنیه قمندان په توګه

10 دروزګان ولایت مخکنی امنیه قمندان حاجی بشیر دهرات ولایت دامنیه قمندان په توګه

11 دنمروز ولایت مخکنی امنیه قمندان حاجی سردارایوبی دبغلان ولایت دامنیه قمندان

 12 دهلمند ولایت مخکنی والی او دعمری استشهادی کنډک مشر طالب مولوی ص دبلخ ولایت دوالی په توګه

13 دکندهار ولایت مخکنی والی حاجی محمد یوسف وفا دهرات ولایت والی په توګه

14 دهرات ولایت مخکنی والی شیخ مولوی نور احمد اسلام جار دکندهار ولایت والی په توګه

15 ملا عبدالقیوم ذاکر دپنجشیر اواندرابونو مخکنی مسؤل دشمال زون نظامی مسؤل

16 دبغلان ولایت دلوامخکنی قمندان نافظ  دسمنګان ولایت دوالی په توګه

17 دسمنګان ولایت مخکنی والی ملا عبدالاحد فضلی  دپنجشیر ولایت دامنیه قمندان په توګه

18 دکندهار ولایت دالبدر قولواردو مخکنی مرستال مولوی رحیم الله محمود دننګرهار ولایت دامنیه قمندان په توګه

19 دننګرهار ولایت مخکنی والی  ملامحمد نعیم حاجی ګل محمد

دختیځ زون نظامی مسؤل

20 دهلمند دالعزم قولواردو مخکنی مرستیال مولوی عبدالصمد ص دننګرهار ولایت والی په توګه

21 دکندهار ولایت مخکنی دسرحداتو مسؤل زبیر ص دلغمان ولایت والی په توګه

22 دلغمان ولایت مخکنی والی قاری زین العابدین  دلوګر ولایت والی په توګه

23 دکابل ولایت امنیه قمندان ملاولی جان همزه دنورستان ولایت دوالی په توګه

24 دهرات دقولو اردو مخکنی مرستیال ملاعبدالشکور بریالی

دبدخشان ولایت امنیه قمندان په توګه

25 دبلخ ولایت قولو اردو مخکنی مرستیال مولوی عبدالوکیل ناظم دبدخشان ولایت دوالی په توګه

26 قاری اسماعیل ترکمن  دسرپل ولایت دوالی په توګه

 27 دسرپل ولایت مخکنی والی عبدالرحمن اکا دتخار ولایت دوالی په توګه

28 مولوی جمال الدین وهاج دبلخ ولایت مخکنی قمندان شهرا  دبامیان ولایت دامنیه قمندان په توګه

29 دبلخ ولایت مخکنی مرستیال والی ابو ادریس دپنجشیر ولایت مرستیال والی

30 دهرات ولایت مخکنی داستخبارات مولوی عبدالکریم ص دبلخ ولایت داستخبارات مسؤل

32دبلخ ولایت مخکنی استخبارات قاری عبدالظاهر دبغلان ولایت استخبارت مسؤل

33 دننګرهار ولایت مخکنی استخبارات ډاکټر بشیر دکابل ولایت استخبارات مسؤل

34 دهلمند ولایت مخکنی استخبارات طیب مولوی دهرات ولایت داستخبارات مسؤل

35 دهرات زون داستخباراتو

ملاعبدالغنی مبارز دزابل ولایت داستخبازاتو مسؤل

36 دارګ ګارنیزون قمندان جابر کندهاری دکابل امنیه قمندان په توګه

37 غور ولایت مخکنی والی دین دوست دبامیانو ولایت دوالی په توګه

38دغور ولایت دلواقمندان حاجی معصوم فراهی دغور ولایت دامنیه قمندان په توګه

39  دبدخشان ولایت مخکنی والی مولوی امان الدین منصور دغور ولایت دوالی په توګه

40 دباد غیس ولایت مخکنی امنیه قمندان حاجی اسد اخنذاده دکنړ ولایت امنیه قمندان په توګه

41 دروزګان ولایت مخکنی والی ملامحمدزی اخند دکنړ ولایت دوالی په توګه

42  کورنیو چارو وزارت  لمړی معین مولوی محمدنبی عمری دهلمند ولایت دوالی په توګه

43  دجوجان ولایت مخکنی دکلی  بیا رغونی او پرختیا رئس الحاج مولوی اسدالله حمزه دسرپل ولایت امنیه قمندان په توګه

20 COMMENTS

  1. شهاب
    دي ته وایی اطاعت او د آمر د خبري منل/ 34 کسه تبدیل شوی څوګ والیان شوي قوماندانان شوي دي. هیڅوک هم نه جنجال کوي نه داسې وايي چې زه یی نه منم. کرزي چې عطانور مقرر کړ د خپل حکومت تر پایه ونه توانیده چې بدل یی کړي. د تخار والی تبدیلی اشرف غنی ته د معدې مرض ور پیدا کړ. بی سواده صلاح الدین ربانی ولسي جرګې خلع صلاحیت کړ ده ویل زه وزیر یم. څلور کاله وزیر و. د سمنګان والی هم یوه بنۍ واوره خوړله / قیصاری هم د یوه سخندور لری خوړ، یو قاتل د ریس حبیب په نوم اعدام شو. ۵۰۰۰۰ غله يي ورپسي روان وو. او دا ټولې چارې له بګرامه وي. یا له عبدالله یا له کرزی

    • قضاوت د غلط دی داسې کارونه د یوو نا معلوم کس له خوا یوه دیکتاتوري ده ! بله خبره د کرزي په وخت کې مختلف قامونه او مختلفې ایدیالوګې وي ، دلته خو یوه مذهبي دیکتاتوري د مذهبي لېونیانو له خوا څخه عملی کیږي !

    • انډیواله ددې سړي ملا هیبتو مخ د سړي نده داسې مالومیږي لکه یو ظالم جنایتکاره انسان !

  2. عینا لکه شل کاله جمهوریت محدود نازولی ترجمانان او دریم بریدمنان
    د اړیکو پر اساس پر اشغالی کرسیو کښته او پورته کیږی نور ملت او اهلیت څه مفهوم نلری دا پلید روش ازمایل شوی نتیجه یی سقوط او تباهی ده .

  3. تحليل اونقد په موږافغانانو کى داسى دى که زما په ذوق اوزما شخصى علايقو ولاړ اقدمات وسوه نو ډيراعلى که نه زه يى منم هم نه اوباوجود دمختلفو ډګريانو دښکنځلو ډکشنرى هم پرراخلاصووم ،الله ج دى موږته هدايت وکړى

    • نه ګرانه دومره بې وجدانه هم نه یم ، زه له نورو څخه خپله عقیده نه غواړم ، خو دانساني حقوقو تلف او تېری په هیڅ مذهب او دین کې جواز نلري او زه یې هم زغملی نشم ! دین د د ټولنې د انکښاف تابع دی ، نه برخلاف او معکوس ! د ښځو تحصیل او طبعي علوم زما سره کرښه ده !!!

  4. د ترهګرو او اشرارو پلیت حامیان دې دا تبصره نه لولي:
    وایې یو وخت یوه ګیدړه ونۍ ته پورته سوي وو او چیغې یې وهلي او هرې چیغي سره به یې تیزونه هم اچول.چا پوښتنه ترې کړي وو چې دا چیغي د څه لپاره وهي؟ ګیدړۍ ورته ویلې وو چې خلک پرې ډاروم. او دا تیزونه؟ ګیدړۍ ورته ویلې چې دا خو زه په خپله ډاریږم. نو په هیبتي ځناورو او دهغوې په دا جاهلو پلویانو هم همدا کانه سوي. د پنجاب یو شین خر په کندهار کې ناست دی ، او د چارو د سمبالولو لپاره یې ٤٣ نور خره په دندو ونازول. خره خوشحال ولس خوابدي.

  5. داسې ښکاري چې دا مجهول الهویه د آی اېس آی اجنټ د وزاتونو ټول سرپرستان يې سلب صلاحیت کړي او غواړي ورځ تر بلی د هېواد ټولې چارې خپله د خپل مرکز (لاهور) په خوښه اداره کړي اوخلکو ته خدمت چی د یوی ادارې لمړنۍ دنده ده ورته قدری هم ارزښت نلري . د قول اردو د منسوبینو بدلول د دفاع وزارت دنده ده د والیانو تبدیلی د کورنيو چارود وزارت دنده ، د استخباراتو د منسوبینو تبدیلی د استخباراتو د سرپرست دنده ده ، نه قندهار کی ناست د یو مجهول الهویه مشکوک سړي چې حاضر نده خپل مخ چاته ښکاره کړي .
    ټاسو د دی تبدیلی دوه بیلګی ته ځير شۍ

    ۲- دهرات ولایت دریاست فواېد عامې رئيس ملامحمد ادریس دفاریاب ولایت دامنیه قمندان په توګه
    ۴۳ – دجوجان ولایت مخکنی دکلی بیا رغونی او پرختیا رئس الحاج مولوی اسدالله حمزه دسرپل ولایت امنیه قمندان په توګه

    د فواید عامی وزارت اود کلیود بېا روغونی او پراختیا کارونه چېرې او د امنيه قوماندانی کارونه چېری ، له بلی خواه دا کسان چې اوس د دی فرمان پر اساس نوو دندو ته ګمارل شوي ډېرې یی همدا دوه دری میاشتی مخکی پدی دندو ګمارل شوي اود چا خبره تر اوسه لا خپل کاري محیط سره بلد شوي هم نه وو د بیلګی په توګه د بلخ او څو نورو ولایتونو واليان . لدی څرګندیږي چی د دی ټاکنو موخه د چارو سمون نه بلکه په ټولو چارو قبضه ده، د یوه چارواکي تیرفعالیتونه اوکړه وړه خپل اړونده وزارت ته څرګند وي او هماغه اړونده وزارت د دی صلاحیت لري چی د خپل کارکونکې کړو وړو ته په کتو بل چېری وګماري نه دا چی په پټو سترګو فقط د خپل واک او قدرت د ښودلو پخاطریو دلته وګماره او بل هلته .
    عجیبه دلته د داسی خپل سري او د هیواد او خلکو ضد کړنو مقابل کی د هغو طالب مشرانو خاموشي ده چی ولس ته د خدمت لافی وهي، نه پوهیږم چی هغوۍ به خپل د دی چوپتیا ځواب لوی خدای او تاريخ ته څه ووائي ، دا ورځې به تیری شي د نړۍ هېڅ کوم دیکتاتور تر آخره نده پاتی.

  6. د ترهګرو او اشرارو پلیت حامیان دې دا تبصره نه لولي:
    وایې یو وخت یوه ګیدړه ونۍ ته پورته سوي وو او چیغې یې وهلي او هرې چیغي سره به یې تیزونه هم اچول.چا پوښتنه ترې کړي وو چې دا چیغي د څه لپاره وهي؟ ګیدړۍ ورته ویلې وو چې خلک پرې ډاروم. او دا تیزونه؟ ګیدړۍ ورته ویلې چې دا خو زه په خپله ډاریږم. نو په هیبتي ځناورو او دهغوې په دا جاهلو پلویانو هم همدا کانه سوي. د پنجاب یو شین خر په کندهار کې ناست دی ، او د چارو د سمبالولو لپاره یې ٤٣ نور خره په دندو ونازول. خره خوشحال ولس خوابدي.

  7. دطالبانو خاموشه تبدیلی او دهغوی منل ددنیا دخلکو لپاره نوی درسونه وړاندی کوی. هغو ته چی غربیانو دخوب ګولی ورکړی هغه به درک نکړی. طالبان چی داسلام په نامه او اوس ملت او دین ته دتعهد په نامه خپلی دندی ترسره کوی هیڅکله دشخصی خواهشاتو په لټه کی ندی. په یوه واسکټ او څادر به له یوه ولایت نه بل ته نقلیږی او دا سلسله به روانه وی. دجمبوری په خلاف به دولتی شتمنی نه لوټوی او خپل قایمقام ته به خالی اطاقونه نه پریږدی. نن والی سبا قوماندان او بله به وزیر وی. همداسی به وزیران په ټیټه چوکی کی کار کوی. هغوی خدمت ته راغلی قدرت او غلا ته ندی راغلی. که دا خبره دخلکو فهم ته راسی نو اپلتی به بندی کړی.
    که څه هم زه دداسی اداری له زیاته وخته راپدیخوا طرفدار نه یم ځګه تجربه باید په یوه برخه کی زیاته سی چی ترقی راسی. خو دا چی طالبان هم قدرت لری او هم دتربیی دوره لری کیدای سی بیل خلک په بیله وظیفه کی وځلیږی اوبیا یی په هغه کار کی وساتی. هغه دکابل دشاروال په توګه.
    پورته افغان غربیانو ته او دغربیانو مستعمره ماغزو ته زما نصیحت دادی: تاسو مالخولیا مرض نیولی یاست. ستاسو خبری نوری بوینی دی. یو سالم عقل ستاسو خبرو ته نه ګوری. ملت احساس لری او ورځنی له تالبانو سره مخامخ دی. هغه خلک چی له اسلامه مرتد وی او یا ملحد هغه صرف په کابل کی توقع لری چی داخلاقی فساد غوښتونکی به یی خبرو ته غوږ سی. مګر کابل په بدلیدو دی. خلک اوس یوه بجه دشپی تفریح کوی هغوی بیا دا دخدای نعمت دملحدو او مرتدو په درواغو نه خرڅوی. هغه کسان چی دبل دولت تذکره یی نه ده اخیستی او دهغی توقع نلری هغوی باید پوه سی چی افغانستان نور سولی او امنیت او ترقی ته ضرورت لری اوکه لا نور جنګو ته. کوشش وکړی خپل ژوند وکړی او دنورو څو کسانو ژوند درسره سم کړی. هر افغان باید چوکی ونغواړی او نه په دی هیڅ وخت ملت پرمخ تللی دی. که پوه یی نو دچوکی خوب پریږده او دیو بل کار په کولو دځان او ملت لياره دخیر کار وکړه.
    کوشش وکړی چی دهمدا کسانو په ډول پورته ټیټی پیتی اپلتی ونه وایاست. دا ستاسو شخصیت ته تاوان درکوی. خلک به تاسو ته دهغو قهرجنو بګیل سویو عسکرو په توګه وګوری چی نور یی دقتل او غلا موقع له لاسه ورکړی او یا دخپلو پلرو په بګیلتوب خواشینی سوی دی.

  8. هغه څوک چی نور افغان ملت ته مستعمره مازغه وایی او باید خپل په ګریوان کښی فکر وکړی چی خپله چیری ده او ناموس چا په ګرو نیولی ده دا دملا لوطی تبدیلیان هڅه نمایشی دې دغه کسان چی تغیر او تبدیل شوی دی دوی ټولو ناموس لاهور که ګرو دی که دوی خوله وخوزوی هلته پنجابی پری سپریږی که دا ملا لوطی واقعآ افغان وی نو ملت ته دی ځان ور معلوم کړی دا بی ولسه ډمانی هسی دا بوینی خولی خوزوی

  9. د ترهګرو او اشرارو پلویان دي دا نه لولي:
    د پنجاب ملیشې غړي هغه که پخواني تنظیمونه وو او که د ترلیبانو په نامه هیبتې ځناور واقعآ چې تعهد لري خو له افغان ملت سره نه بلکې د خپل ناجایزه پلار پنجابي سره او داخبره ډاګیزه او ښکاره دي. یو څوک چې غلام سي نو خپل ماهیت له لاسه ورکوي. هیبتې ځناورو د خپل ماهیت، ننګ، او وجدان تر څنګ خپل منطق هم له لاسه ورکړي. ښکاره نمونه یې د دغو ځناورو د پلویانو ړندي او له واقعیت څخه لرې اوتي بوتي دي. پوهان وایې چې منطق د فلسفي الفبا دي او پرته له منطق څخه د فلسفه زده کول ناشوني دي. دا لوى نعمت الله ج په دا پرکټیو ندي پیرزو کړي. زه هیبتې ځناور له دغو بې ماهیته پلویانو پوښتنې لرم:
    ١- رسول ص او اصحاب الکرام الله ج ته نیږدي وو او که نا لیدلي هیبتي؟ که چیرته ځواب دا وي چې رسول ص او اصحاب الکرام، نو پوښتنه دا راپورته کیږي چې رسول ص او اصحابو له مسلمانانو په هیڅ وخت او هیڅ حالت کې ندي پټ سوي، نو دا هیبتې ولي له ولس نه خزو په څیر مخ پټوي؟ د هیبتې په ټنده خو به د المسیح الدجال په څیر څه نه لیکل سوي چې خان پټوي؟
    ٢- د افغانستان د نیم نفوس پر مخ د ښوونځیو دروازې چا تړلي؟ د هیبتې ځناورو ټول يابو ګان د ښځو پر مخ د ښوونځیو د دروازو له بندیدو سره مخالف دي، نو داسې ښکاري چې دا صلاحیت دوې نلري؟ نو دا واک او صلاحیت له چا سره دي؟ که دا واک له هیبتې ځناورو سره وي نو دوې خو د ښخو د تعلیم مخالف ندي نو د ښوونځیو دروازي لا تر اوسه ولي تړلي پاتي دي؟
    دا ځکه چې په لاهور پنډي کې جي ایچ کیو او ای آیس اي نه غواړي افغانان د تعلیم په نور روښانه شي. هغوې هڅه کوي علمي او مسلکي کدرونه د هیواد پریښودو ته مجبوره سي، تر څو هیواد کې د ملا حسن، برادر ، حقانیان او نورو جاهلانو په څیر خلک پاتې او د دوې برنامي عملي او افغانستان په غیر مستقیم ډول د ٥ صوبې په څیر استعمال کړي. همدا اوس د پنجاب په هدایت د افغانستان معدنونه په ډیرې بیرحمي سره اخراجیږي او د بوسو په بیه پلورل کیږي.
    د ملت اصیل بچې باید خپل اصالت ادا او د ملت په راویښولو کې باید هڅي وکړي. د قوم لوط په مرض اخته دا مفعولان باید څپ وهل سي، او دا ګران کار ندي. په مجازي دنیا کې نه کیږي دا کار ابتکار دي عمل غواړي. لوى لښکر ته اړتیا یوازې افغانستان ګټو ته متحد کسانو یووالي ته اړتیا دي او بس!

  10. مرتدان، منافقان او هسې لوپران د په څنګ تیر شی.

    هر چا ته چه خپل ناموس ګرو ښکاری، که بیناموسه نوی نو د خپل ناموس پوښتنه خو به په خپل وطن کښې وکړی؟؟
    ګنی هغه ۵۲ د مور میلمانه خو په تیخته خلاص شول او په نیږدې راتلونکی کې ورته مه په تمه کیږۍ.

    • ای جاهلو کرزیانو، غنی خیلو، پنجیانو، قلابیانو او طالبانو ! سړی خو انسانته ورځي نه جاهل ، رشوتخورو او زیړ داړي طالبانو ته ! چې اولو هیواد چور او دوهمو یې انساني ازاد ي غصب کړې د علم او حقیقت په معنی نه پوهیږي د خپل قدرت لپاره انساني حقوق خوري !!

      • گومان کوم د طالب چارواکو د بدلیدو علت دا وی چی په پنجابی بادار په لمن کی ئی سخته بیره خپره ده او داسی ښکاری ( باید همداسی وی ) چی د خپل متحجرانه حاکمیت د پائښت او دوام اطمنان او ډاډ ئی د ذوب په حال کی دی.

  11. انسانی حقوق دملحدو دینداری ده. نوم یی ښه ده خو دا دیرش کاله کیږی چی ملحدو حرامیانو ددی نوم نه په استفاده ملیونونه انسانان ووژل. هغه بیعقلان چی دتفکر او مطالعی لیاقت نلری په همدی نوم خطا سوی او خپل پاک اسلامی ایمان یی بایللی ده. که څوک دتفکر جوګه وی نو خپل پلارنی دین دی زده کړی. البة له ملحدو او کافرو دی نه زده کوی. خپله دی آزاده مطالعه وکړی او که چیری مشکل ولری له مسلمان عالم نه دی پوښتنه وکړی.
    اسلام عبادت او عدالت د ټولو قوانینو محور بولی. کوم دسوچ کس سته چی همدا دی تنقید او یا روښانه کړی؟

  12. ډیرې تبصرې لیکل شوي مګر حقیقت دادی چې د ارټ د منګوټو غوندې بدلول را بدلول دي. یو ملا هغه خوا بل ملا دیخوا میاشت وروسته بیا همدا حال وي. خو حقیت ندی معلوم چې دا بدلول څوک کوي، ځکه ددوی شی خو چا تراوسه ندی لیدلی.

  13. افغانان نه پنجاب منئ او نه یې هم د قوم لوط په ناروغي اخته مفعولان. ترهګر هیبتې ځناور ، مطالعه او تفکر په اسلام له ملنډو وهلو پرته بله معنی نلري. د ځناورو پلویانو يه مجازې دنیا کې د اسلام د تفکر په هکله ښه ډېر سیاسي، دیني او ادبي جک یې پکې وهلي دي. دلته د علماو یادونه سي، لنډه پوښتنه دا ده چې د ملا عمر کومه خبره، کوم کردار، کوم فکر د عالم و؟ هغه خو یو مرکب جاهل، کلیوال اخوند او حتی ملا هم نه و. چې ډېر مراعات یې وشي نو یو څوک به دا ووایي چې مخلص سړی و، خو د علم یې پلویان هم دعوه نشي کولای. تر ملا محمد عمر را دېخوا تا سو د دوې په کابینه کې، په وزیرانو کې او په تنظیمه رئیسانو او قوماندانانو کې څو تنه ریښتینې جامع علماء و؟ خو ټول یا د منصور د ډلې متعصب اخوندان و، یا بیا لکه ملا دادالله، ملا فاضل، ملا بورجان، ملا مشر، ملا صدراعظم او ملا راکیټي غوندې نیمه لوستي او نالوستي وګړي و. او همدا قصه اوس هم روانه دي البته که یو څه د افغانستان په اصطلاح عالمان موجود هم ول، د هغوی خبرې هر وخت دوهمي حیثیت درلود او اصلي واک د متعصبو، متزمتو، خشک ذهنه، نیمه لوستو کلیوالو اخوندانو و. او د هغوې د غاړې پړي د پنجاب په لاس کې دي.
    بله دا چې دا جاهلان ادعا کوۍ چې ټول کارونه د شریعت مطابق فیصله کېږي. دا خبره دروغ ده. نن ورځ شریعت یواځې د عوامو او غیر طالبي وګړیو لپاره دي. همدا اوس بچه بازي عامه ده، او رشوت په وروستیو کې عادي دفتري مراوده دي، او د شهزاده سرای څو څو ځله لوټ شو، او غله یې د ملایانو په چپنو کې پټ ساتل کیږي.
    هغه د قرار خبره ؛ باید ووایم چې د طالب د فتحې او سوبې خوبونه هم د مجاهدینو د فتحې او سوبې تر خوب ډېر متفاوت نه دي چې د همدوی په ذلت، رسوایۍ، بدنامۍ، او تاریخي نابودۍ به تمامېږي. همداسې لکه نن چې پخواني ټوپکیان ذلیل دي، طالب به د سولې له ارمانه په انکار تر دوی لس برخې زیات ذلیل کېږي. هو، یوه خبره دا هم ده چې د ذلیل به څه ذلیل او د مردار به څه مردار وي؛.

    • پا چا صیب که څه هم لیکلنې دې زما له لیکلو څخه توندې دي خو۹۰ فیصده په واقعت ولاړې دي !
      زه پر دې عقیده یم چې حکومت له مذهب څخه بیل، ترښې حکومتولي،اقتصاد او سیاست پورې وتړل شي .
      مذهب زړه پدیده او تړلې قواعد دي چې اوس په در نخوري ، نه په سیاست نه په ملي اقتصاد او نه په تجارت کې رقابت کولی شي !
      مذهب د یخي یوه منجمده کتله ده چې په افغانستان کې تړلې پاتې شوې او هرې سیاسی ډلې خپله ګټه ترې اخیستې ده او اخلي یې!
      هلته چې ښوونځی نه وي ، پوهنتون نه وي طبعي علوم ، استرو فزیک ….نه وي نو مذهبی لېونیان خپلې چړچې کوي !
      د ښځو حقوق خوړل یو بشري جنایت او یو وحشی عمل دی چې مذهبی لېونیان یې نن په پلمو او وعدو سره منجمد ساتی !
      مذهب هلته ځای لري چې مکتبي علم او طبعي علوم نه وي.
      د مذهب اساس او اوا ءيل یې په حقائقو ندی ولاړ !
      د طالب په ځای یې باید مذهب هم ورټل شي چې له غمه یې خلاص شو ، دیموکراسی ، ازادي او خپله اراده د انسان اساسی
      حقوق دي خو مذهب یې په پلمو، چل او چلبازي مخه نیسي اود غا ړې پړی او کړۍ یې تنګه وي !

      • اسلام پوره او کامل اسماني دین دي. په اسلام کې افراط او تفریط نسته. بلکې اسلام د انسانې ژوند په هغو ارزښتونو او کرامت باندې ولاړ دي چې سارې یې بشریت تر اوسه ندي لیدلي. اصلآ ستونزه او مشکل د ما په ګډون د نن ورځي په مسلمانانو کې دي، او دا جرعت باید ولرو چې دا خبره ومنو. د مونږ تاسې ټولنه نه په دین پوهیږي او نه هم بل ته غوږ نیسو. نتیجه دا چې اصلې د کرامت، مرحمت، شفقت او داسلام په پنځو اوصولو بنا دین را نه پاتې او مونږ په خرافاتو عقیده پیدا کړي. د الله ج ته د سوچه سجده په ځاې قبرونو او فاسدو پیرانو ته مو مخه کړي. کله چې کوم پیر یا ملا په مدرسو کې له معصومو ماشومانو سره د لواطت د فعل اجرا کې ونیول سي نو مونږ سمدستې اسلام ته ګوته ونیسو. دا غلته دي ، ځکه اسلام حدود ټاکلي او ناقضین دي حدودو ملامت دي نه اسلام.
        اسلام هیڅ کله هم د عصري علومو سره مخالفت ندي کړي. اصلآ که انسان ځیر سي مسلمانان په ساینس، ریاضي او الجبر او فزیک کې مخکښ وو. دا چې مونږ ولې د پرمختګ له کاروان څخه وروسته پاتې سو دا یو لوي بحث دي. استعمار او استثمار د حقانیه او بغدادیه مدرسې د ملا په خوله ما او تا له تعلیم څخه محروموي. که د مونږ ټولنه اسلامي، سیاسي، او علمې نبوغ ته رسیدلي واى نو زمونږ حالت به داسې نه وو چې هیبتې ځناورو او خونخورو ته د نجات د فرشتو لقب ور کړل سي.
        دوستانه مشوره:
        افغانستان سنتي ټولنه دي او دلته د دین او مذهب په نامه دا ٤٥ کاله کیږي چې د وینو سیلابونه بهیږي. له اسلام سره مخالفت په افغانستان کې د نا چله سکه ارزښت لري. هڅه وکړه چې له اسلام سره په ټکر کې مواجه نسې. په غیر اسلامي اعمالو انتقاد او نیوکه او هغه هم په علمې بڼه ستا مسلم حق دى، خو دین ته سپکې سپوري له ټولنې څخه د تجرید پرته بل څه نسې کیدالاي.
        زه هم انتقاد کوم او غلیظ الفاظ استعمالوم تر څو مقابل لوري د موضوع په کراهیت پوه کړم. خو په هیڅ صورت کې( نعوذ بالله) دین ته سپکاوي د ګستاخي اجازه ځان ته نه ورکوم.
        دا زما دوستانه مشوره وو، نور ستا خو ښه!
        بریالي اوسئ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب