یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د سیاسي نفوذ نمایش؛ ایران د قدس ورځې په پلمه...

افغانستان کې د سیاسي نفوذ نمایش؛ ایران د قدس ورځې په پلمه بېلابېلې غونډې وکړې

تاند:( یکشنبه ، د حمل ۲۷ ) په افغانستان کې د ایران دیپلوماتیکو نمایندګیو د قدس ورځې په پلمه، په افغانستان کې له بېلابېلو غونډو ترسره کولو سره خپل سیاسي نفوذ ښودلی.

دغه هېواد په کابل، مزار شریف او کندهار ولایتونو کې په دغه پلمه د غونډو له ترسره کولو سره ښودلې، چې په افغانستان او ځانګړي ډول حاکم رژیم کې یې د پام وړ نفوذ لري.

د طالبانو ځینو منتقدانو ویلي، چې طالبان د یوازیني بشپړ اسلامي نظام د حاکمولو له ادعا سره، ولې ایران ته په افغانستان کې د مذهب په نوم د سیاسي نمایش ښودلو موقع ورکوي.

ایران د روژې آخره جمعې ورځ د قدس ورځې په نوم نمانځي او ادعا کوي، چې په دې ډول د اسراییلو پر وړاندې فلسطین سره د مسلمانانو یووالی څرګندوي.

دغه ورځ د نړۍ په نورو اسلامي هېوادونو کې په دغه ډول نه نمانځل کیږي او باور دی، چې ایران یې په دې پلمه خپلو مخالفانو ته ښيي، چې نورو اسلامي هېوادونو کې اغېز لري.

2 COMMENTS

  1. د ایران،روس او چین نفوذ په افغانستان کی داخلی جنګ تشدیدوی او اسباب د سقوط تقویه کوی او دا لوبه مثبتی پایلی نلری ۰

  2. ولاکه سړی څه ووائی؟
    لکه څنګه چی په متمدنه او قانونمنده ټولنه کی د استوګنی د ” ادرس ” شتون اړین او مهم دی همداسی د ” ژئو پولیټیک ” په بستر کی د ” فکر او عقیدی” د ادرس شتون هم مهم دی.
    انسان او مسلمان باید لږ غوندی بصیرت ولری، د اسلام د منلو څخه ډډه به د هر چا حق وی خو د انسانیت د احساس او رسالت څخه تیښته د منلو وړ نه ده.
    فلسطین د ” انسانیت ” او ” توحش ” سرحد دی، مهمه نه چی کوم شخص یا کوم ګوند یا کومه ټولنه یا کوم هیواد د فلسطین د ارمان ملاتړی دی ( مهمه هم نه ده چی ددی ارمان بیان یا تبلیغ په کومه انګیزه یا نیت تر سره کیږی بلکه مهمه دا ده چی ومنل سی دا یوه نیکه کړنه ده ) .
    د جنوبی امریکی ټول چپی ګوندونه ( په انسانی انګیزه ) د فلسطین د مسئلی د حل ملاتړی او د یهودو د سیاستونو مخالف دی خو زموږ ځینی روشنفکران ” غرب او لیبرالیزم ” ته د وفاداری له مخی د فلسطین د ارمانانو په وړاندی نه یوازی خاموش دی بلکه په بی شرمی او بی حیائی د فلسطین د امحاء او نابودی ارمان پخپلو رنځورو زړونو کی روزی.
    نو
    خبره می دا ده چی:
    د لسیزو لسیزو په اوږدو کی زموږ ټولنه خصوصاً ځوانان د ډول ډول سیمه ایزو او نړیوالو افکارو او عقائدو د لابراتوار په نلونو کی څرخیدلی او نڅیدلی او څڅیدلی دی نو پریږدی چی دا د فلسطین د قِصی یا کیسی اذان ئی هم په غوږوږنو کی زمزمه سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب