Homeخبرونهټام ویسټ: افغانان په جګړه نه، په خبرو د ناورين حل غواړي

ټام ویسټ: افغانان په جګړه نه، په خبرو د ناورين حل غواړي

تاند: ( شنبه، د حمل ۲۶ مه) د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ویسټ یو ځل بیا د خبرو له لارې د افغانستان د روان ناورين د حل غوښتنه کړې ده.

نوموړي د قطر په پلازمېنه دوحه کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال ټینګار وکړ، چې افغانان د جګړې پر ځای د خبرو له لارې د افغانستان روان ناورين پای ته رسول غواړي.

نوموړي د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې په دې اړه د طالبانو رژيم، نورې خواوې او نړيوال لوري بايد وپوهوي.

ټام ویسټ په قطر کې د دغه هېواد له صدراعظم سره هم ليدلي او په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو او د ښځو د کار په اړه د طالبانو د بندیزونو د پای ته رسولو په اړه ېې خبرې ورسره کړي دي.

په پام کې ده، چې نوموړی له يو شمېر افغان سياسي څېرو، خبریالانو او مدني فعالانو سره د خبرو لپاره ترکیې ته هم لاړ شي.

د طالبانو منتقدین ادعا کوي، چې د سولې خبرو یوازینی خنډ د طالبانو رژيم دی.

طالبانو تر اوسه مخالفو لوریو سره خبرو ته چمتووالی نه دی ښودلی.

4 COMMENTS

  1. جنګ خو چه تاسو بګیل شوۍ میدان مو پریخود
    بس خلاص شوو.

    خبرې له چا سره وکړو او د څه په خاطر؟؟؟

    • مسلمان خو جاهلو ته لاره ښه یې او هیبتو ته وایې : اولس ته خبرې وکړه مخ د لوڅ که ! کوم دشرم کار خو به دې نه وي کړی !!

  2. مرتدان،منافقان او لوپر د زما نظر نلولی.
    ریښتیا احمق خو د پلار وو که چیرې ته حرامی نه یې چه ستا په شان مرتد یې لوې کړۍ دۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...