یو کال مې له تهرانه تبریز ته په اورګاډي کې سفر کاوه. چیرته چې زه ناست وم، هلته له یو بل سړي پرته چې ما ته مخامخ ناست و، نور څوک نه و. دغه سړی په اوله کې غلی و، تر سترګو لاندې یې راکتل او داسې معلومېده لکه څوک چې غواړي له چا سره خبرې شروع کړي خو وار ته ګوري.
د سفر په شروع کې چې اورګاډي د تهران دننه مزل کاوه ، ما له شیشې د مني د مازدیګرني لمر په رڼا کې د خلکو، کوڅو او کورونو ننداره کوله. د بس یا اورګاډي له شیشو هر هر شي ته یو ځغلنده نظر اچول او ځنې تېرېدل داسې مشغولا ده چې زه ځنې په اسانه نه شم تېرېدلی. دا مشغولا مې د سفر په پیل کې چې لا سترګې ستړې نه وي، لا ښه اېسي.
ساعت نیم پس اورګاډی له ښاره ووت او په سپېره صحرا کې یې مزل پیل کړ. ورو ورو تیاره خپره شوه. نور نو څه نه لیدل کېدل. ما له شیشې مخ واړاوه او چې څنګه مې سترګې په ناست سړي ولګېدې،هغه راسره خبرې شروع کړې. ده له ما نه زما د شخصي ژوند او کاروبار په باب سوالونه وکړل. د خبرو غاړه یې یو څه ځیږه او شډله وه. اواز یې جګ و. پوښتنې یې ژر ژر کولې. اکثره وخت به یې زما ځواب ته تر پایه غوږ نه نیوه، تا به ویل چې یو معلم له شاګرده امتحان اخلي او د شاګرد د خبرو تر تمامېدو له مخه لا پوهېږي چې هغه به نور څه وایي او ځکه خو بله پوښتنه ځنې کوي.
زما پخپله طبیعت داسې دی چې که یو شناخته یا نیم شناخته سړی د خصوصي ژوندانه په باب پوښتنې رانه وکړي، زړه مې ورته تنګېږي خو د نااشنا سړي پوښتنې مې نه پعذابوي،ځکه زما له خصوصي ژونده که خبر شي نو څه؟ دغه راز که وغواړم هره خبره په اسانۍ ورنه پټولی شم؛ او د دې سړي پوښتنو ته خو په دې هم نه وم خپه چې وروسته بیا زما پوښتنو ته لاره جوړېده. زه نه پوهېږم چې ولې د بل چا له خصوصي ژوندانه خبرېدا راته په زړه پورې ښکاري. ایا دا تنده ځکه لرم چې د کیسو لیکوال یم او که برعکس، همدې تندې د کیسو لیکوال کړی یم؟ په هر حال، د سړي پوښتنو ته مې ځوابونه ورکول او بیړه مې وه چې بیا زه هم ډیرې پوښتنې ورنه وکړم. خو ده ناڅاپه له جېبه یوه پلاستیکي کڅوړه راوایستله. په کڅوړه کې دوې دانې پخې کړې هګۍ،وچه ډوډۍ او یو څه مالګه وه.
ده راته کړه:زما دا عادت دی چې سهار،غرمه اوماښام ډوډۍ ژر خورم. ورته سودا مې وي چې ژر ځنې ځان بې غمه کړم. زه له ځنډېدو ډارېږم ځکه یو نیم وخت که یو کار وځنډېږي او شیطان پکې تو کړي، بیا سړی بېخي ډیر ځوروي.
ده ماته د ډوډې ست وکړ. ما ورته وویل: نوش جان ، زه یې په رستورانت کې خورم. ده بیا هم ست وکړ او ما ښه وګڼله چې د اورګاډي رستورانت ته لاړ شم او سړی پرېږدم چې ډوډۍ یوازې وخوري.
په رستورانت کې مې د دغه سړي په باب فکر کاوه. دی به په عمر شاید څلویښتو ته نژدې و. د سر مخکیني ویښته یې د غوږونو شاته له یو څه ویښتو پرته نور ټول توی شوي وو خو په مقابل کې یې شقیقې ترمعمولي حد پلنې او برېتونه یې ډبل وو. سترګې یې د دوو زېړو مردکیو په څېر ګردې او زېړ بخونې وې. د پوزې سر یې نسبتا جګ و، مګر د پوزې هډوکي یې د سترګو په منځ کې داسې ننوتي وو چې تا به ویل له دغه ځایه یې چا غوښه او هډوکي توږلي دي. سړی جدي، قاطع، سپین خو په عین حال کې مضطرب معلومېده. په سترګو کې یې د عصبي خلکو مخصوصه ځلا او ناکراري نه پټېده. په ذهن کې راتېره شوه چې شاید د دې سړي په باب به یوه کیسه ولیکلای شم. ما ته تجربې ښودلې ده چې ځینې کسان په اسانۍ سره د کیسو دنیا ته داخلېدلای شي او یا په بله وینا ځینې کسان داسې ځانګړنې لري چې سړی کیسه لیکنې ته هڅوي.
ډوډۍ مې وخوړه او سمدستي په ده پسې ورغلم خو متاسفانه ویده و. بد خرهار یې و. ما د سعدي ګلستان چې د سفر په وسایلو کې معمولا را سره وي، یو څه ولوست او بیا خوب یوړم. څو ځله ویښ او ویده شوم. زما همسفر په درانه خوب ویده و. وروستی ځل سهار لمانځه مهال راویښ شوم. زموږ اورګاډي په یوه اباده سیمه کې مزل کاوه. د شیشو له شا مې د نابلدو سیمو ننداره کوله. کورونو، پټو، ویالو، تیږو، مرغانو، بزګرانو، د کورونو په منځ کې راویښو شویو مېرمنو او داسې هر هر څه ته مې کتل. د یوه کور په حویلۍ کې پر یوه پړي باندې پروت وینځل شوی شین کمیس باد رپاوه. د بریښنا پر یوې ستن د دوو مرغیو جنګ و. په یوه ویاله کې یوه پاڼه اوبو وړه. یوه میرمن د یوه کور په منځ کې روانه وه، شاید پخلنځي ته به تله. هر شي ته د سترګو په رپ کې یو نظر کول د فنا او نیستي په باب مخصوص احساس راکاوه. په ذهن کې راتېرېدل چې ما اوس په یوه نابلده سیمه کې زرګونو څیزونو ته د لومړي او وروستي ځل لپاره یو نظر کتلي او تصویرونه یې سمدستي زما په حافظه کې محوه شوي دي. همدا رنګه موږ هم د زمانې په حافظه کې یوه شېبه ښکاره او بیا د تل په مخه محوه شو. سخ د هغو چې د سعدي په څېر د خپل ژوند د سفر ځینې شیبې تلپاته او په خپل ژوند خپله مړینه کوزګورې کړي.
دغسې فکرونه او احساسات چې زما پر ذهن لوبې شروع کړي، بیا مې بې قلم او کاغذه طاقت نه کېږي او ټول وجود مې له دې ارزو مالامال شي چې د خپل ژوند یوه برخه باید خامخا له پناه کېدو او هېرېدو وژغورم. البته دا بیا بېل سوال دی چې دا ارزو مې کله هم تر سره شوې نه ده. په هر حال، دغه وخت مې قلم او کاغذ ته لاس کړل او بې ارادې مې د موضوع پیدا کولو په تمه خپل ویده همسفر ته وکتل. دی که څه هم ویده و خو د کیسه لیکنې مخصوص ځېل راته ویل چې دی باید د یوې موضوع د پیداکولو سبب شي. څو دقیقې وروسته راویښ شو، راویې کتل، ویې ویل: څه لیکې؟
ما ورته وویل: غواړم کیسه ولیکم.
دی په خپله چوکۍ کې نېغ کېناست، ویې ویل: ما ډیر ځله د کیسو لوستل شروع کړي دي یوه کیسه مې هم تر پایه نه د ه لوستې.
ما وپوښت: ولې؟
ده راته وویل: ستا په اجازه زه به مخ و لاس ووینځم بیا به ستا ځواب درکړم.
دی چې راستون شو، راته ویې ویل: نه پوهېږم شاید ما په خپله طبعه برابره کیسه نه وي پیدا کړې او یا شاید زه بې حوصلې یم. اوس ته راته خپله لیکنه ولوله، چې تا څه لیکلي دي؟
ما ورته وویل: تر اوسه مې څه نه دي لیکلي، په موضوع پسې ګرځم چې کیسه ځنې جوړه کړم.
ده وپوښتلم: موضوع یعنې څه؟ څنګه؟
ما ځواب ورکړ: مثلا یو څوک له یوه مشکل سره مخ دی. دی هڅه کوي چې حل یې کړي او اخر خبره یوې خوا ته شي، دې ته وایي موضوع.
ده راته وویل: موضوع به زه درکړم. ولیکه، یو سړی دی، مثلا اووه دیرش کلن دی. اولس، اتلس کاله یې ډیر زحمت ایستلی او یو څه پیسې یې ټولې کړې دي.اوس نه پوهېږي چې اول واده وکړي ، که کور واخلي. که کور اخلي ، بیا خو لږ تر لږه درې کاله نور واده نه شي کولی او بل یې عمر دومره لږ نه دی چې واده تر نامعلوم وخته پورې وځنډوي ، خو که واده وکړي بیا د کور اخیستلو پیسې ور کمېږي. مجبور به وي چې په کرایي کور کې واوسي. کرایي کورونه تا ته هم معلوم دي چې څومره ګران دي. له واده سره به یې د کور خرڅ یو په دوه شي او د کور کرایه به هم ورپسې وي او چې هر څو د کور اخیستل ځنډوي هغومره کورونه ګرانېږي. ته چې اوس د داسې سړي کیسه لیکې، کیسه به یې کومې خوا ته بیایې؟ مشکل به یې څنګه ور اواروې؟
ما ورته وویل: لکه څنګه چې په رشتوني ژوندانه کې د یوه مشکل د اواري لپاره ممکن ډیرې لارې پیدا شي، دغسې په یوه کیسه کې هم د یوه مشکل د حل ګڼې لارې پیدا کېدای شي.
د ده اواز لا جګ شو، ویې ویل: نه، نه ، دا دې نه منم.ته اوس راته ووایه چې دی به کومه لاره خوښوي؟ یوه لاره وروښیه!
ما ورته وویل: مثلا ده ته به خپلوان او دوستان ووایي چې واده وکړه ځکه کور ګوندې بیا هم پیدا کړې خو ځواني نه راستنېږي. دی به په دې خبره غور وکړي او معقوله به ورښکاره شي.
ده وویل: دا به ومنو چې ده ته خپلوانو او دوستانو همدا خبره وکړه چې کومه ته کوې خو که دغه سړی دوی ته ووایي چې که واده وکړم، نو طبعا د اولاد څښتن کېږم او د یوه بې کوره او بې وسه سړي اولاد به طبعا د پیدایښت له لومړۍ ورځې مشکلات لري، نو ایا دغو ماشومانو به څه ګناه کړې وي چې زما د هوس او ځوانۍ په خاطر تریخ ژوند ولري؟ ګوره ته باید دا خبره هېره نه کړې چې دغه سړی غریب دی خو احمق نه دی . دی هم د فکر خاوند دی، دی هم د حساس زړه څښتن دی. په هسې یوه خبره خو یې څوک نه شي قانع کولای!
ما ورته وویل: لارې ډېرې دي. مثلا په کیسه کې به یوه ښکلې نجلۍ پیدا کړم او دغه سړی به ورباندې میین کړم. چې سړی میین شو بیا دا نورو خبرو ته نه وزګارېږي.
ده وویل: دا مې هم زړه نه مني. یو سړی چې تر اووه دیرش کلنۍ پورې نه وي میین شوی، بیا به څنګه میینېږي؟ او بله دا چې که یې زړه میین هم شي، دی نه میین کېږي! بې غمه اوسه! دی عقل لري. نه پوهېږم ما درته ویلي دي او کنه چې دی ډیر بدرنګی هم دی. په دې ښه پوهېږي چې د ښکلو نجونو فکرونه باید له سره وباسي. او ګوره، داسې به وګڼو چې دغه سړی په تبریز کې اوسي. د تبریز د نجونو د ښایست خبرې خو به دې اورېدلې وي، خو باور ولره دا هسې هوایي خبرې دي. ما ټول عمر په دې ښار کې تېر کړی دی. که یو سړی عقل ولري او غریب هم وي ولاکه یې میین کړې! ما چې دا کیسې او شعرونه نه خوښېږي یوه وجه یې دا هم ده چې په عشق او حسن کې مبالغه کوي. هسې بې ځایه به بلبل په ګل میین کړي او ګل په خپل ځان.
ما ورته وویل: داسې به وګڼو چې په ښکلې نه بلکې بدرنګې نجلۍ باندې میین شو، تا نه دي اورېدلې چې لیلا توره وه ، ښایسته نه وه؟
ده وویل: دا خبره نه منم. یوه سړي دې اوولس، اتلس کاله صرف د دې لپاره چې خوشحاله ژوند وکړي، زحمت ایستلی وي او بیا دې په یوې بدرنګې نجلۍ میین شي! ته دا ومنه چې یو چا دومره زحمتونه ایستلي وي او د یوې ښې آیندې لپاره یې په کلونو کلونو فکرونه کړي وي ، د هغه زړه باید بې کاره او هر ځایی نه وي! دا چې ده اووه دیرش کاله صبر کړی دی، دی طبعا د ښه ذوق خاوند دی، ته باید دا راسره ومنې!
ما ورته وویل: زه به یې یوه هوښیار سړي ته ولېږم چې مشوره ورکړي. هوښیار سړی به ورته ووایی: ګراني ورځ په ورځ ډیرېږي. هغه کور چې سږ کال په یو میلیون دی ، کال ته به ان په پنځلس لکه نه پیدا کېږي. له بلې خوا ژوند نه تم کیږي، تېرېږي، بیا نه راګرځي. نو تر دې چې هیڅ پریکړه نه کوې که هره فیصله وکړې هغه دې په ګټه ده. ستا اصلي تاوان دا نه دی چې یوه خوا انتخاب کړې، ستا اصلي تاوان دا دی چې یوه خوا هم انتخاب نه کړې.
دا ځل سړی یو څه په فکر کې شو او داسې رامعلومه شوه چې د کیسې د هوښیار سړي په خبره غور کوي. خو وروسته یې سترګې راهسکې کړې، ویې ویل: د هوښیار سړي خبره پخه ده مګر هغه بل به ورته ووایي چې څه ته وایې دې باندې زه هم پوهېږم. زه تا ته په دې خاطر راغلی یم چې په دغو دوو لارو کې مې یوې خوا ته مخ واړوه! زه د ژوند په دوه لاره کې ولاړ یم. په دې پوهېږم چې درېدا مې ټوله په ضرر ده مګر داسې یو څه باید وشي چې ما له دغو دوو لارو په یوې باندې سم کړي.
ما ورته وویل: هوښیار سړی به ورته ووایي چې ته د بې اراده ګۍ ښکار شوی یې، اراده وکړه او سمدستي یې وکړه چې نور وخت نه لرې!
د هغه زېړې ګردۍ سترګې له قهره وځلېدې، ویې ویل: ګوره سړی به ورته ووایي چې که ما پخپله د دې مسالې په باب اراده کولای شوی تا ته به نه راتلم. ته ولې په خبره نه پوهېږې؟
سړی وار په وار جدي کېده. د ده جدیت زه هم جدي کړم خو لاره مې نه شوای جوړولی، مګر ناامیده نه وم. د کیسو د دنیا او د هغې دنیا چې موږ ته رشتیانۍ ښکاري، یو لوی فرق دا دی چې په لومړۍ کې که څوک اراده وکړي خامخا مشکل حل کولای شي. ما هم اخر یوه لاره ومونده او همسفر ته مې وویل: هوښیارسړی به ورته ووایي: ته پخپله اراده مه کوه، ته پچه واچوه او وګوره چې د نصیب اراده دې څه ده ؟
دی له خندا شین شو او له جیبه یې قلم او کاغذ راوایستل، ما ته یې راکړل، راته وېې ویل: په یوه ټوټه کاغذ کور ولیکه، په بله ټوټه واده، هر یو په یوه موټ کې ونیسه، زه به یو انتخاب کړم ، وګوره چې د کیسې د سړي نصیب څه دی.
ما همداسې وکړل. ده زما کیڼ موټ غوره کړ. د واده کاغذ ورته راووت. ډېر یې وخندل او عذرونه یې وغوښتل چې په عذاب کړی یې یم.
نور نو تبریز ته رسېدلي وو. د لمر پلوشو ته یې کپره بریښېدله. خوله یې له خندا نه ورټولېده. چې اورګاډی خپل وروستي تم ځای ته نژدې کېده، په خوند خوند یې د مولانا بیت زمزه کاوه:
بار بګشای ساربانا ز اشتران
شهر تبریز است و کوی دلبران
ما خپل بکس د څوکۍ له لاندې راوایست، ده هم خپل بکس ورواخیست، څو پورې چې اورګاډی درېده، موږ د خپلې ډبې دروازې ته رسېدلي وو. د خدای پاماني په وخت یي زما د تبریز ادرس را څخه واخیست.
په سبا نه بل ماښام زما د استوګنې هوټل ته راپسې راغی. یو ډبلی شیریني ورسره وه. د تېر ځل غوندې په لوړ اواز بې مقدمې لګیا شو: نن سهار مې نجلۍ وغوښته، خبره مو وشوه، ما ځکه بیړه وکړه چې یو خو باید د کیسې په سړي نور وخت نه وای تېر او بل خدای شته ویل مې کیسه لیکونکی تهران ته ستون نه شي.
۱۳۷۴، تهران
ډيره عالي او ښکلی کیسه وه
په دغه سټایل کیسې لیکل به ډير ځوانان د کیسې لیکلو هنر ته ورمات کړي
پر کیسه یې د طنز اړخ غالب دی مګر خوندوره ضرور ده