یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهسعودي شنبه د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړه

سعودي شنبه د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړه

تاند(شنبه، د حمل ۱۳) د سعودي عربستان ستره محکمه وايي چې د روژې میاشت یې د جمعې په ماښام لیدلې او سر له نن (شنبې) څخه د روژې مبارکه میاشت پیلېږي.

روژه یا رمضان د قمري کال نهمه میاشت ده.

د خلیج د سیمې څلور نورو هیوادونو لکه بحرین، کویت ، قطر او متحده عربي اماراتو هم اعلان کړی چې د شنبې ورځ د روژې لومړۍ ورځ ده خو عمان ویلي چې ښايي یکشنبه په دغه هیواد کې د روژې لومړۍ ورځ وي.

افغانستان له ډېرو کلونو راهیسې د سعودي عربستان په تقلید روژه پیلوله او پای ته رسوله خو سږ کال چې طالبان واکمن دي، د پاکستان او یو شمېر نورو اسلامي هیوادونو په تقلید فکر کوي چې د هر هیواد افق توپیر لري او باید د سعودي عربستان پیروي ونه شي.

د طالبانو د ادارې یو شمېر ملایانو تېر ماښام د میاشتې د لیدلو لپاره دوربینونه اسمان ته نیولي وو خو د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې څرګنده نه شوه چې میاشت یې ولیده او که ونه لیده.

The month has been observed, tomorrow is the first fast

1 COMMENT

  1. ROZHAH DEE DE AFGHANANO MUBARAK WEE.
    EVERY ONE HOW MUCH CAN HELP WITH POORS.
    IN POVERY HOW POOR CAN KEEP RAMAZAN AND WHAT SHOULD EAT FOR EFTAAR.
    AL LAH IS MERCIFUL.I HOPE AL LAH HELP WITH AFGHANS.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب