Homeخبرونهپه هرات او هلمند کې ۱۷ تنه وژل شوي

په هرات او هلمند کې ۱۷ تنه وژل شوي

تاند(شنبه، د حمل ۱۱) په هرات ولایت کې پرون (جمعه) په یوه چاودنه کې لږترلږه ۱۲ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې دې کسانو ته د لوبو په یوه میدان کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپورونه وايي چې چاودېدونکي مواد د سپورتي لوبو په یوه میدان کې تر خاورو لاندې اېښودل شوي وو او له کبله یې تنکي ځوانان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

له دې سره په یو وخت پرون (جمعه) په هلمند ولایت کې ۵ ماشومان هغه مهال په چاودنه کې ووژل شول چې د هاوان له یوې ګولۍ سره یې لوبې کولې.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس عبدالباري راشد وویل، دا پېښه په مارجې ولسوالۍ کې هغه مهال وشوه چې ماشومانود هاوان له ګولۍ سره لوبې کولې.

ده د وژل شویو ماشومانو عمرونه د ۳ او ۱۲ کلونو ترمنځ وبلل. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...