دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې یو امریکايي او یو امریکايي ګرین کارد لرونکی خوشي...

په افغانستان کې یو امریکايي او یو امریکايي ګرین کارد لرونکی خوشي شول

تاند(جمعه، د حمل۱۲ مه) یو امریکايي او یو بل تن، چې د امریکا دایمي اقامت یا ګرین کارد لري او په دسمبر میاشت کې طالبانو نیولي وو، خوشي شوي او قطر ته رسېدلي دي.

۲۷ کلن صفي روف، چې افغان الاصله امریکايي دی او د هغه ورور انیس خلیل، چې ګرین کارد لري، د دسمبر په اتلسمه د طالبانو له لوري ونیول شول. دوی څه باندې سل ورځې د طالبانو په توقیف کې ول خو په عین وخت کې د دوی په اړه د امریکا د حکومت او نیوونکو ترمنځ خبرې روانې وې.

د سي این این د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن (جمعه) اعلان وکړ چې هغوی خوشي شوي دي.

د امریکا د باندنیو چارو وزرات ویندوی تید پرایس وویل:«موږ تاییدولی شو چې صفي الله روف او انیس خلیل چې یو د امریکا تابعیت او دوهم دایمي اقامت لري، په افغانستان کې په غیرعادلانه ډول له نیول کېدو وروسته خوشي شوي دي. دوی اوس مخکې تر دې چې خپل کور ته راشي، په قطر کې دي.»

له دې جلا د یوه بل امریکايي، چې مارک فریچس نومېږي او په افغانستان کې د طالبانو له لوري نیول شوی دی، ویډیو خپره شوه.

په دې لنډه ویدیو کې، چې نیویارکر مجلې ترلاسه کړې، فریچس د خلاصون غوښتنه کوي.

نوموړی څه باندې دوه کاله پخوا، د ۲۰۲۰ د جنورۍ په ۳۱ په کابل کې یرغمل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب