چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد او باجوه د افغانستان او سیمې پر امنیت خبرې وکړې

خلیلزاد او باجوه د افغانستان او سیمې پر امنیت خبرې وکړې

تاند(شنبه، د حمل ۱۳ مه) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد پرون په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره وکتل.

د پاکستاني ورځپاڼې (دي نېشن) له راپور سره سم، خلیلزاد د پاکستان د پوځ په مرکزي دفتر کې له جنرال باجوه سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې.

خلیلزاد په اسلام اباد کې د سولې ملاتړ په نوم کنفرانس کې د ځانګړي مېلمه په توګه د ګډون لپاره پاکستان ته تللی دی.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې جنرال باجوه له خیلزاد څخه مننه وکړه چې د اسلام اباد په کنفرانس کې یې ګډون کړی دی.

سره له دې چې ښاغلی خلیلزاد اوس په امریکا کې هیڅ دولتي دنده نه لري، د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې همداراز ویلي شوي:«باجوه او خلیلزاد د دوو خواو د دلچسبۍ پر موضوعاتو، د افغانستان په شمول د سیمې د امنیتي وضعیت او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.»

2 COMMENTS

  1. دغه خنزيزاد حرامي لا تر اوسه د افغان ولس په وينو نه ده موړ سوی. دغه رڼډۍ فاحشه نور څه غواړي افغانستان خو يې پنځمې پيړۍ ته بوتلل ؟?

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب