جمعه, اپریل 26, 2024
Home+بدخشان تر سترګو لاندې / بصيرالحق عادل

بدخشان تر سترګو لاندې / بصيرالحق عادل

 لومړۍ برخه

شمال ته د تګ پلان مو نزدې دوه اوونۍ وړاندې هغه مهال ونيو چې زه، د هېواد پوهنتون رئيس استاد ذبيح الله فضلي او د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي رئيس استاد ابوبکر اصولي د لوړو زده کړو وزارت ته روان و.

بيا ډېرو ملګرو لېوالتيا وښوده چې موږ سره سفر وکړي. ما سملاسي د وټساپ ګروپ جوړ کړ او نوم مې ورته ورکړ (د کندوز مېله وال) ټول هغه ملګري چې غوښتل يې د شمال د ښکلو ولايتونو ننداره وکړي ما دې ګروپ ته اډ کړل. له سفر يوه ورځ مخکې مو له هر ملګري ۲۰۰۰ افغانۍ وغوښتلې ترڅو پرې د لارې لګښتونه وکړو. د هېواد پوهنتون رئيس استاد ذبيح الله فضلي، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي رئيس استاد ابوبکر اصولي (چې دا مو د سفر موټر چلوونکی هم و) د کمپيوټر ساينس پوهنځي د مالوماتي ټکنالوژۍ امر استاد سبحان الله خاکسار، زموږ ښه ملګری اقبال خان او زه د ۱۴۰۱ کال د وري په لسمه نېټه د غرمې ۱:۳۰ دقيقې کابل کې د هېواد پوهنتون څخه د کندوز پر لور روان شولو. ځان سره مو کېمره، مايک، کالي او يو تر موز چای واخيستل.

لومړی کابل کې هوټل پروان ته ورغلو، هوټل پروان کې د درملو شرکتونه دي، ابوبکر اصولي صيب ويل زه مې مور ته دوا را اخلم، د استاد ابوبکر اصولي کور کندوز کې دی، مور او پلار يې هلته دي، دی دلته کابل کې  اوسېږي. هوټل پروان کې مو درمل واخيستل. تقريباً نيم ساعت وځنډېدو، بيا مو مخ پر شمال حرکت وکړ. د سفر امر مو استاد ذبيح الله فضلي او د مالي برخې مسؤل مو استاد سبحان الله خاکسار مخکې له مخکې ټاکلي وو.

ما خاکسار صيب ته وويل، زه د ډېرو مېلو او سفرونو تجربه لرم، د سفر خوند او رنګ همدغه دی چې ته بايد د لارې په اوږدو کې پر موږ مصارف وکړې، خوړن توکي او د څښاک لپاره يو څه راته راواخلې. په دغه ورځ ما د غرمۍ ډوډۍ په بېړه دوې ګولې وکړې، اصولي صيب هم ډوډۍ نه وه خوړلې، خاکسار صيب وويل، مخکې لاره کې يو بازارګوټی دی، ښې سمبوسې او شلومبې پکې وي هغه به درته راواخلم.

په خبرو خبرو کې هماغه بازارګوټي ته ورسېدو، سمبوسې نه وې، خو بولاني او شلومبې مو واخيستې، خوند يې وکړ. دغلته مو اوبه، چپس او انرژيانې هم واخيستې ترڅو يې د لارې په اوږدو کې وخورو.

په ګپ شپ مو مزال کاوه، شاوخوا مو د ګل وطن له طبعي منظرو خوند اخيسته، څلور بجې وې چې پروان ولايت ته ورسېدو، د ګل غونډۍ ننداره مو له ليرې وکړه، جبل السراج مو تر پښو لاندې کړ او مخ په سالنګ مو موټر سيخ کړ.

بله برخه ډېر ژر. . .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب