Homeخبرونهد م.م. د بشري حقونو شورا د افغانستان لپاره ځانګړی راپورتر وګوماره

د م.م. د بشري حقونو شورا د افغانستان لپاره ځانګړی راپورتر وګوماره

تاند(شنبه، د حمل ۱۳) د ملګروملتو تجربه کار دیبلومات ریچارد بینت د افغانستان لپاره د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپورتر وګومارل شو.

له دوو لسیزو وروسته دا د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا له لوري لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره ځانګړی استازی ټاکي.

دې شورا د ښاغلي بینت د ګومارلو هدف په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د سندونو ټولول او پر سرغړونو څارنه ښوولې ده.

ښاغلي بینت په یوه ټویټ کې تایید کړې چې په افغانستان کې د بشري حقونو د شورا استازی ګومارل شوی دی.

نوموړی د ملګروملتو د بشري حقونو په چارو کې یو تجربه کار راپورتر دی او په بېلابېلو هیوادونو کې همدا دنده اجرا کړې ده.

ده پخوا ویلي و چې د سوله غوښتونکو عملیاتو لپاره د بشري سرغړونو څارنه مهمه ده او باوري دی چې بشري حقونو ته پاملرنه د انسانانو په خټه کې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...