سه شنبه, مې 7, 2024
Home+درې ډوله طالب / ملاله لیلا 

درې ډوله طالب / ملاله لیلا 

طالب که وغواړي هم د ای.اس.ای له ټاپې ځان نه شي خلاصولی. خو، سوال دا دی چې ایا ټول طالبان له الفه تر ی، د پاکستان ګوډاګي دي؟ دې ته په پام سره چې په تیرو شلو کلنو کې پاکستان د طالبانو مدرسو او د دوی کورنیو ته خوندي جنت و او لا دی، روښانه خبره ده چې ای.اس.ای په طالبانو کې نفوذ لري.

خو، زه طالبان په درې ډوله ویشم. مخکې تر دې چې په دې هکله توضیح ورکړم غواړم ووایم چې ولې دا سوال مهم دی، او ولې باید لکه قرار خیلو غوندې دوی ټول له الفه تر ی،  په یوه کتګورۍ کې حساب نه کړو؟

طالب په څو ډوله ویشل، طالب په ښه او بد ویشل نه دي بلکې په بد او بدتر ویشل دي. په درې دلایلو دا د بد او بدتر تفکیک پکار دی:  

۱.  د جهاد مفکوره یوه واقعي پدیده ده. په تیرو شلو کلونو کې واقعا داسې خلک ول چې فکر یې کاوه جهاد فرض دی. دا چې اوس دا مفکوره له اسلام سره عشق بولئ، که افراطیت او که هسې بې عقلي هغه نو تاسو پوی شه او ګور و ایمان مو! 

۲. ای.اس.ای هسې خوسې چټي،  زموږ د خلکو په ذهنتونو کې غټ شوی دی دومره قدرت او ظرفیت نه لري  طالب غوندې پیچلی او لیونی تحریک له الفه تر ی رهبري کړي او یا دې هم د دوی پر ټولو مشرانو نفوذ ولري. په ای.اس.ای کې که دومره قدرت وای اوس به یې عمران خان د پاکستاني ډرامو د نجونو په ټویټونو نه ساته. (دا څو وخته کېږي د پاکستاني ډرامو اداکاران د ای.اس.ای په خوښه د عمران خان په ګټه تویټونه کوي.) 

۳. د افغانستان په هر مسله کې حق و ناحق پاکستان یادول له وطن سره جفا او له ای.اس.ای سره مفته همکاري ده. که د افغانستان هر څه پرته له موجه دلیله د پاکستان له لاسه بولو دا خو په لوی لاس د ولس په اذهانو کې پاکستان لویو، او د پاکستان دې مفکورې ته تبلیغ کوو چې، ګواګې ای.اس.ای زموږ په وطن کې دومره زورور دی چې پرته د دوی له اجازې پشه هم پر نشي وهلی. 

د یونان ارسطو څو زره کاله پخوا د خدای مخلوقات طبقه بندي کړل زه به اوس کوښښ وکړم چې طالبان طبقه بندي کړم خو خدای او سپنتا دواړه  شاهدان دی چې د ارسطو تر طبقه بندي د طالبانو طبقه بندي سخته ده. دا بیخي بل رقم مخلوقات دي ها بله ورځ مې یو چیرته ولوستل چې په کوڼر کې  یوه طالب ویلي چې له کاعذ تشنابه استفاده حرامه ده. 

په هر حال درې نوع طالبان: 

۱. سخت دریځې طالبان، دا ډله چې نن سبا په کش کې ښکاري نهایت وچ فکره دي. د دوی زاړه مشران لکه رییس الوزا اخوند او ځینې نور په دې ډله کې شامل دي. دا طبقه په دوو ډولو ویشلی شو: 

الف:  په عمر پاخه‌ طالبان چې د نوی عصر د تقاضاو درک ورته سخته دی او له خپل وچ زاړه فکره نه تیریږي. دا ډله د ماشومو نجونو د ښوونځیو تړل په خپلو افتخاراتو کې حسابوي. د طالبانو تحریک نهایت د کشر و مشر تحریک دی. له مشرانو سره مخالفت اسانه نه دی. مخصوصا چې بیا لکه رییس الوزرا محمد حسن اخوند غوندې یو مشر وي چې هم په عمر پوخ دی او هم په تحریک کې له قدیمه لا نفوذ لري. دې ته په پام سره چې د طالبانو تحریک نهایت ډلې ډلې دی د عمر پخو مشرانو تقاعدول ناممکنه خبره نه ده خو یو څه وخت به غواړي. 

ب: ټیټ رتبه چړیان دا هغه ډله ده چې شل کاله د طالب د مشرانو له خوا ورته د افراطیت تبلیغ شوی دی. دوی د تحریک لپاره له خپل ځان او ماله تیر شوي دي اوس چې قدرت د طالب دی نو نهایت له عقدو ډک کارونه کوي او نهایت سخت دریځې دي. دوی ته په کوڅه کې د ماشومې نجلۍ ګرځیدل حرام ښکاري. لکه څرنګه چې مې مخکې وویل طالب نهایت د کشر و مشر تحریک دی که یې سخت دریځې مشران اصلاح شي پر دوی هم اثر کوي. خټکی له خټکي رنګ اخلي.

۲. لکه څرنګه چې مې د لیکنې په پیل کې وویل ناممکنه ده د طالب پر یوې ډلې ای.اس.اي نفوذ و نلري‌. د طالبانو په مشرانو او نیمچه مشرانو کې یوه طبقه شته چې غلامه ده. د دې طبقې جنګي قوه هم په تیر شل کلن جنګ کې فعاله وه. خصوصا د تیرو شلو کلنو په لومړیو او ورستیو کلنو کې، د دې ډلې د جنګي قوې نه دري زده وه نه پښتو، مخونه به یې په تورو څادرونو کې پوښلې ول او یوازینۍ وظیفه یې قتل او تخریب وه. دغې ډلې پر افغانانو نهایت ظلم وکړ او اصلي وظیفه یې د ډار او افراطیت خپرول وه او لا ده. واس د دې ډلې وظیفه د افغانستان د ایندې وژل دي. مثلا، د نجونو د ښوونځیو بندولو ته دوی پکی واهه. یا مثلا، د دې لپاره چې وطن دوستي ختمه کړي هر وطني او افغاني‌ شي لکه بیرغ سره دوی مخالفت کوي. دا طبقه ډېره زوروره نه ده،  څه شي چې د دې طبقې د ارمانونو پوره کیدو سره مرسته کړې ده، سخت دریځي طالبان دي چې پرته له دې چې په ځان خبر وي استفاده ترې کېږي او دې ته تشویق کېږي چې هر شي ته د اسلام و کفر نوم ورکړي.  

۳. دریمه ډله طالبان چې اکثره یې د دوی ځوان مشران دي هم افغانان دي او هم په خپل خیروشر پوهېږي. دا همهغه ډله ده چې د نجونو د ښوونځیو تر وروستۍ شیبې یې هم کوښښ کاوه چې ښوونځي خلاص شي او اوس هم لګیا دي غواړي سخت دریځي قانع کړي. د دې ډلې عیب دا دی چې لا تر اوسه ډېر سست روان دي او کومه د پام وړ لاسته راوړنه نه لري. امتیاز یې دا دی چې  که ځینې کارونه لکه د نجونو د ښوونځیو خلاصیدل وکولی شي نو ممکن د ولس ملاټر تر لاسه کړي. دا ډله په دې پوهېږي چې که طالبان ځان اصلاح نه کړي زوال یې حتمي دی. 

نرم او سخت دریځې، افغانان او غلامان،  طالبان په یوې ډلې کې حسابول د وطن ستونزې نه حلوي برعکس ډېروي یې. 

سږ کال چې طالبانو د ولس زړه له اسلامه تور کړی دی نه پوهېږم ځوانان به د روژې په هکله څه فکرونه لري؟ روژه مو مبارک، الله تعالی دې موږ ټولو ته او مخصوصا هغو ته هدایت وکړي چې هوش او فکر یې په ښځو کې بند دی او  شپه ورځ په دې چرت کې دي چې د ښځو کوم کارونه حلال دي کوم حرام.. 

10 COMMENTS

  1. آغلی لیلا زه د سپنتا په معنی پوه نشوم؟
    ( طالبان طبقه بندي کړم خو خدای او سپنتا دواړه شاهدان دی)

  2. که څه هم هغه خرک او درک دی خو ښه ده یو څه ملی فکر ته توجه سوی.
    دافغانستان ښځینه چه نه دلالانی دی، نه کرا سوی دی او نه خیرات خوری دی باید خپل هوش او حواس بیرته خپل کړی. شل کلن استعماری او داشغال دلاسپوڅو له ځولنو نه دی ځان خلاص کړی.
    هغه چی مسلمانی دی باید دکفر لغات ونه کاروی. هغوی باید پوه سی چی طالبان اسلام غواړی او دطالب سپکاوی داسلام سپکاوی دی. نو که څوک وایی چی طالبان بد وبدتر دی هغه دی یو واری بیا کلمه ووایی. څګه هغه څه چی طالبان یی دکفر په مغزو کی بدکړی ول هغه دطالبانو له کفر سره دهیڅ لیبرالی فکر سره نه توافق وو. لیکونکی باید متوچه اوسی چی دا دکفری استعمار تیری خبری په خپلو خبرو باندی بدلی نکړی. دوی باید داستعمار دکورسو خبری هیری کړی او خپل اوریجنل فکر دی خلکو ته بیان کړی.
    دکفر لغات لکه وچمغزه، تحجر، افراطی او نور چی دکرایه سوی کلیوفاتراګانو لخوا استعمالیدل نه فایده لری او نه نور په افغانستان کی مارکیت لری. زما ګمان کیږی چی داسلام دښمنی به دهغو متعصبو نیم مسلمانه او بی دینه کسانو یو ارمان وی چی دپردو په چوپرځایو کی به دایرانیانو په ډول به یی مغری مریضان کړی.
    امریکا شل کاله وروسته طالبان لیږ وپیژندل. هغه کسان چی دامریکایی له کورسو فارغ سوی دی دهغوی تقسیمبندی بیا هم کمزوره ده. دا کسان به دشل کالو وروسته وپوهیږی چی طالبان څوک دی.

  3. دیوی مسلمانی لپاره دسپینتا لفظ ښه نه ایسی. پښتانه الله ته خدای وایی او زردشتیان ورته کله ناکله سپینتا وایی.

  4. مننه وروره ما داسی فکر کاوه چه د کرزی د دوری د خارجه چارو وزیر (رنگین دادفر سپنتا) چه خلکو به ورته پیپسی کولا ویلو .

    که داسی لیکل شوی وای غوره به وای (طالبان طبقه بندي کړم چه الله ج او خدای شاهدان دی.) نه دواړه ځکه الله ج یو دی.

  5. جنرال حميد گل او جنرال طلعت مسعود او ان د پاکستان اسلامپاله گوندونو خو يو حل مخکی په دوو دلو ويشلي وو چی يوى ته به يى سه او بلى ته يى بد ويل.
    مور مجاهدين خو يى په اوو دلو ويشلي وو. بيا يى اووه واره په دوو دلو كى ويشلي وو چی يوى ته سختدريح او بلى ته منحلاري ويل او ايران په اتو دلو ويشلي وو.
    نصيرالله بابر خو مور ته په يو دند كى د (په يو دند كى د چندسو) کليمه كارولى او د كرنيل امام په کتاب کی هم شته.
    قاضي حسين احمد د امريكا سفير ته ويلي وو : ((زه خو ستاسى ملگری يم او ،،،،))
    مور خو پر هاغه واعتصموا بحبل الله جميعا ولاتفرقوا سه عمل وكر. د خداى په کور کی مو حه وويل او حه مو وكرل؟
    ايا د امريكا، پاکستان، سعودي او نورى نرى همدا پيزندنه مو بس نه دى چی تر ننه د اسلام او مسلمان په نوم سره يو نه شو؟

  6. سید جاته ستا خبری زما دځوانی خبری دی جی بالا دیرش کاله وسول مګر بیا هم خبری دی او هغه خرک او درک دی.
    افغانان له طالبانو نیولی تر ټولو هغو چی دپاکستان، تاچکستان، ازبکستان، ایران، عربو، انګلیس او امریکا په پړونو کی افغانستان ته راوړل سوی او بیا زورور سوی ول ټول مشکل لری او ټول داصلاح کورسونه باید ووایی.
    دافغانستان کافر او مسلمان داسلام چیغی وهی مګر ډیر کم په اسلام پوهیږی او څینی خو حتی مسلمانان به نوی. اوس ګورو چی آنی کمونستان او لیبرالان اسلامی منطق ته مخ کړی. دکفر خیری په اسلام سپینوی او یا اسلام داسی تعبیروی چه دهغه اخلاقی ارزشتونه منفی کړی او دهغه په عوض غربی بداخلاقی معرفی کړی.
    افغانی درونی انقلاب ته ضرورت لری او یوازی همدا به افغانستان یو آرام، متحد او پیاوړی کړی. دا پردی لغاتو او ارزشتو افغانستان په سیالانو بی سیاله کړی.

  7. ثابت سب وايي:
    هغوی باید پوه سی چی طالبان اسلام غواړی او دطالب سپکاوی داسلام سپکاوی دی. نو که څوک وایی چی طالبان بد وبدتر دی هغه دی یو واری بیا کلمه ووایی.
    ثابت سب طالبان خو لواطط کوي نو د لواططيانو سپکاوی د د اسلام سپکاوی ده. ثابت سب خپله توبه وباسه او کليمه ووايه. ته څنګه داسي جمله کاوري په عوض دد چي طالب له لواططه راورګرزوي ته هغه ته مشروعيت ورکوي او که ته په خپله په لواطط کي ډوب يي.
    .

  8. لټون خانه یو واری په خپله خبره فکر وکړه. یوه دنظام خبره ده بله داشخاصو او به هغوی دقانون عملی کول او یا نه کول. په اشخاصو نظام نسی ملامتیدای مګر هغوی دګناه په صورت کی مجازات نسی.
    طالبانو دلواطت د جواز امر کړی؟ هغوی دشریعت دنفاذ امر ندی کړی؟ مونږ ددوی دنظام خبره کوو او تاسو داشخاصو.
    لیږ په خپلو خبرو فکر کول مهم دی.
    هغه چی طالبان یی بد ایسی هغوی ددوی د شریعت دنافذولو مخالف دی. که تاسو سند ولری هغه طالبانو ته ورکړی او که هغوی بیا هم ستا سند (خو چی سند وی) ونه مانه بیا مو حق ویلی او که هغوی لوطی مجازات کړ بیا نو تاسو باید توبه وباسی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب