جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهیونس خان د افغان کرکټ ټیم د بیټنګ روزونکی شو

یونس خان د افغان کرکټ ټیم د بیټنګ روزونکی شو

تاند (شنبه، د حمل ۱۳مه) د افغانستان کرکټ بورډ نن (شنبه) اعلان وکړ چې د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخوانی کیپتان یونس خان یې  د خپلې لوبډلې د بیټنګ روزونکی ګومارلی دی. یونس خان به په متحده عربي اماراتو کې له افغان ټیم سره د بیټنګ په برخه کې همکاري وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ دا پرېکړه څو ورځې وروسته له دې وکړه چې دې کرکټ بورډ د پاکستان د کرکټ پخوانی لوبغاړی عمرګل د باولینک روزونکی وګوماره.

ټاکل شوې ده چې یونس او عمرګل په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د روزنې په کمپ کې یوځای شي.

افغان لوبډله د مارچ په ۳۱ متحده عربي اماراتو ته لاړه او حاضردمه هلته په روزنه بوخته ده.

دا کمپ په بېلابېلو برخو کې د افغان لوبغاړو د روزنې لپاره یو ښه فرصت ګڼل کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ په وروستیو ورځو کې د انګلیستان پخوانی لوبغاړی ګراهام تورپ د سرروزونکي په توګه وټاکه. په پام کې ده چې نوموړی د اپریل په پای کې په متحده عربي اماراتو کې له افغان لوبغاړو سره تمرین پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...