دوشنبه, اکتوبر 14, 2024
Homeخبرونهد پولیسو د ارتقا د مرکز نوم« سټاف کالج» شو

د پولیسو د ارتقا د مرکز نوم« سټاف کالج» شو

تاند:(شنبه، د حمل ۱۳ مه) د طالبانو د کورنيو چارو وزارت په نا اعلان شوې بڼه د افغانستان د پولیسو د ارتقا لوړولو د مرکز نوم په « سټاف کالج» بدل کړی.

د دغه وزارت له لوري په يوه خپره کړې ويډیو کې هم د طالبانو د کورنيو چارو وزارت اداري مرستيال مولوي نور جلال جلال او د دغه وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري د یاد شوي مرکز نوم «سټاف کالج» یاد شوی.

په افغانستان کې د داسې نومونو سابقه نشته، خو اکثره هغه خلک چې په پاکستان کې یې ډېر ژوند کړی او ورڅخه اغېزمن شوي، دا ډول اصطلاحات کاروي.

په یاده ویډیو کې طالبانو د ۳۰۰ پولیس افسرانو د روزنې خبر ورکوي.

په ویډیو کې د کورنيو چارو وزارت د دې مرکز مرستيال یوازینی کس لیدل کیږي چې د پوليسو د روزنيز مرکز اړوند یونیفورم یې پر غاړه دی.

په ویډیو کې روزونکي او روزل کېدونکي ټول تقریبا طالبان ښکاري او په استازيتوب یې یو غږیدونکی کس هم د پاکستان تر واک لاندې پښتنو سيمو لهجه کاروي.

طالبانو د یاد  امنیتي مرکز د نوم بدلېدو په اړه رسماً څه نه دي ويلي.

د پاکستان ډېر پوځي او نور مرکزونه دې ته ورته نومونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په یوه حکم کې د افغانستان له ټولو قول اردوګانو څخه پښتو نومونه، چې ټول غیر سیاسي او پوځي مورال ورکوونکي وو، لغوه او عربي نومونه پرې کېښودل.

د هغې پریکړې لپاره د دوی استدلال دا و چې پوځي نومونه غواړي «اسلامي» کړي، خو د تازه پریکړې په اړه چې يو مشهور او غیر سیاسي نوم پکې انګلیسي ژبې ته اړول شوی، معلومات نه دي په ډاګه شوي.

 ویډیو دلته کتلای شئ:

 

4 COMMENTS

  1. هر څه به پنجابي او انګريزي کيږي افغان به کافر کيږي. طالب به په آسيا کې د پښتونو بېخ باسي… پنجاب به جای ناستي وي.

  2. دا موقع خو ستاسو پ لاس ورکړه لا لیه ! اوس لکه لوني سپی خپله خوله لکۍ ته اچوۍ !!

  3. او د لپړدین زامنو سټا ف کالج يانې څه ؟؟؟ دا کله خاص نوم دی !!! او د کنډې زامنو په افغانستان کې څومره جنګيالي او نومیالي تیر شوي دي !! ای احمقانو په ورځ کې پنځه وارې خپله غره مینځۍ خو یو ځلې خپل مازغه هم له چټیاتو پاک ومینځۍ !!!!

  4. دوه تابعته د افغانستان په درد نه دوا کیږي، متأسفانه تېر واکمنان مو هم دوه تابعته وه، اوسني هغې خو پرېږده، ټول د پنجاب له زانګو را پورته سوي دي.

    متأسفانه دا ځینې چې هر څومره ځان افغان افغان کوي، بیا هم د پنجابي چم ترې وشي.

    د الله تعالی په قهر دي دا دوه تابعته چې د افغان وطن پر ضد کار کوي، تباه او بر باد کړي.

    افغانستان دي ژوندی وي او تل به خپلواک پاتیيږي….او پنجاب او پنجاب پرسته به څېېړي خوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب