یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپه لغمان کې د ملايانو یوه دارالعلوم د ښځو د ډبولو په...

په لغمان کې د ملايانو یوه دارالعلوم د ښځو د ډبولو په اړه فتوا ورکړه

تاند:(شنبه، د حمل ۱۴ مه) په لغمان کې د رحيميه په نوم د ملایانو یوه دارالعلوم د ښځو د وهلو – ډبلو د جواز په اړه ۱۲ ماده يي فتوا صادره کړې ده.

د لغمان یوه لیکوال او ژورنالیست امېد اڅک پر خپلې فيسبوک پاڼې د دغه دارالعلوم یو  تصوير او د دې فتوا مادې په دې ډول خپرې کړي دي:

۱ – د ښځې د سینګار نه کولو په وخت کې چې کله خاوند ته خپل ځان نه ښایسته کوي، وهل ډبول جايز دي.

۲ – کله چې ښځه غسل نه کوي او جنوبه ګرځي او مسلمانه هم وي، نو دغه وخت یی وهل جایز دي.

۳ – کله چې ښځه د خاوند له اجازې پرته له کوره وځي او خاوند يې پرې خبر نه وي وهل یی جایز دي.

۴ – د ښځې انکار د جماع کولو نه، کله یې چې خاوند د کوروالي غږ وکړي او امر ونه مني وهل یې جایز دي.

۵ – کله چی ښځه د خاوند مخکې ماشوم وهي، په وخت د ژړا کې چی دا یوه نوعه بې ادبي ده وهل یې جایز دي.

۶- کله چې ښځه میړه ته کنځل کوي، چې: ای غټ سریه، ای غټ څټیه ای چینجنه!

۷- کله چې ښځه خاوند ته ښیرې کوي او خاوند یې دغه وخت ګیر کړي، نو وهل یې جایز دي.

۸ – کله چې ښځه د خاوند جامې وشکوی، هغه د خاوند په غاړه کې وي که نه وي.

۹ -کله چې ښځه په خپل کور کې په لوړ غږ خبرې کوي، چی داغږ د پردیو خلکو غوږونو ته رسیږي.

۱۰- کله چې ښځه مخ لوڅوي، د پردیو خلکو په مخکې یا خپلو خلکو ته مخ ښیي.

۱۱ – بې د خاوند له اجازې ګاونډی ملنګ وغیره ته څه ورکول چې دا مال د خاوند وي.

۱۳ – کله چې ښځه د خاوند مخکې بې ادبي کوي یا بې ادبه غږیږي چی په دې سره یې د خاوند عزت ته ضربه رسيږي، نو دغه وخت یې وهل تعزیراً جایز دي.

د طالبانو حکومت د لغمان د ملایانو یادې فتوا ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

له بېلابېلو ولايتونو څخه تاند ته رسیدلي راپورونه څرګندوي چې د طالبانو له واکمنیدو سره د خلکو پر وړاندې د ډېرو ملایانو چلند بدل شوی، تر دې چې خپل د زباتو کلونو مقتديان په جمهوري نظام کې د کار له کبله « کاپر، مرتد…» ګڼي.

د‌ طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله ته په منسوبه یوه اعلامیه کې طالب چارواکي مکلف شوي وو چې د خپلو چارو په سمبالولو کې د ملایانو مشوره واخلي.

له دې سره اصولآ د فتوا ورکولو واګی طالبانو د سترې محکمې تر چتر لاندې جوړې کړې دارالافتا ته ورکړي.

معلومه نه ده چې د طالبانو حکومت د ملایانو له دې ډول فتواوو سره موافق دی او که نه دی.

11 COMMENTS

  1. دا څه ډول اسلامی امارت دی چه په ۳۴ ولایتونو کی ۳۴ مختلفی فتوا ګانی کیږی. پدی ورځو کی د شځو او انجونو د فتواګانو بازار ډیر ګرم دی.

  2. دا فرمانونه ددې لپاره صادروی چی ددې خیرنو او سپږنو سره خو ښځه پریږده چی خر او سپی هم ورسره ګزاره نه شی کولی نو مجبور دی چی اوس د کرنل هیبت الله خان نه فرمانونه صادر کړی چی ددې وحشی ځناورو سره که ښځی ګزاره وکړی

    بله دا چی یو خرس او یګ ته به ښځه څه ځان جوړ کړی ځکه چی د انسانیت او شرافت نښه نښانه پدی وحشی ځناورو کی نشته

    تر ټولو مهمه خبره داده چی یو فرمان دا هم باید صادر کړی چی سپږن اول ځان پریمنځی چی د سپږو نه خلاص شی او بیا نورو ته نصیحتونه وکړی
    لعنت دی پدی جاهلانو هیبتی ځناورو وی او ددوۍ په دا کړنو او ددوۍ په دا حمارت دی لعنت وی

    زمونږ هغه میرمنو ته خواست دی کومی چی ددې وحشی ځناورو سره رابندی دی چی ځانونه تری خلاص کړی ځکه چی پدی ځناورو کی هیڅ تغیر نه راځی او د انسانانو سره ژوند وکړۍ او دا وحشیان پریږدي چی ټول ژوند د ځان په څیر وحشی ځناورو سره تیر کړی

    د وحشت او نفرتونو په تیارو کی
    د لیوانو شرمخانو پادشاهی ده
    د مظلوم غاړه په دار باندی ختلی
    د جاهل د قضاوت ذمامداری ده

  3. پاکستان لکه چې دا ځل ښه ځناور راته تربيه کړي. هلته خو څوک د هيرا منډي په تړاو غږ نه شي پورته کولی، خو افغانستان د فتواو له لاسه نور تېری پزې ته راغلی دی.

  4. ددې مسئلې د صدق او کذب ثابتول اړین کار دئ.
    د مدرسې د نوم څخه ښکاری چی دا باید یوه ښځینه مدرسه وی او د فتوا لیکونکی او لوستونکی هم باید ښځینه وی خو په پورتنی عکس کی دوه نران ښکاری کوم چی د پاکستانی پښتنو بړوه ګانو او مُرده ګوانو خولۍ ئې پر سر پرتې دی.

  5. هيڅ د تشویش خبره نه ده ولس هر څه په ځان خپله کړي او غوړاي يي. د‌جهالت مبارک دې وي په تاسو ټولو. تاسې نوي نسل ته ډير د شرم د وياړ تاريخ جوړوونکي يي او په ميراث پريږی چې بیا سر پورته نه کړي.

  6. پختانه چپ ناست دی.دوی دطالب هر قانون منی
    طالب که دوی ته ووایی سبا خپل خزی خرس کری دیر سواب لری دوی منی افسوس

  7. وروڼو دا هسی دنیایی مسایل دی او دنیایی ښځې دی جنت کی تاسی ته ۷۲حوری دی چی ښه زینت یی کړی بربنډی درته ناستی دی هیڅ سرغړونه نه کوی دغه پورته ټول شرایط مراعتوی باید ژر جنت ته بیړه وکړی تر دنیا د اخرت کار مهم دی

  8. ښځو دپاره هم باید فتوا صادره کړي.
    که میړه چرسي او بنګي وی باید په کونه ورته سوټی دننه کړي.
    که میړه یې په پوسته کې د هلک سره پروت وي باید تناسلی اله ترې پرې کړي او په میړه یې وخوري.
    که میړه یې بیرون پردو ښځو ته ګوري باید سترګې ترې وباسی.
    که میړه خیرن یې غټ ویښته پریښي وي باید سرته یې اور واچول شي.
    هههههه

  9. THE ONLY THING IF YOU UNDERSTAND EXACTLY YOUR WEIFE DOING SEX WITH ANOTHER ONE.
    YOU CAN GET DIVORCE HER.
    IF WE THINK POSITIVE.
    MAN&WOMAN ARE HUMAN.. NOT NEED FOR THIS FUNISHMENT,
    LOVE MAKE EVERY ONE FRIENDS.
    WOMAN IS MOTHER/SISTER/DOUGHTER.
    THINK FOR YOUR SISTER.
    WOMAN CAN CONNECT TWO FAMILY.
    WOMENS CAN BE TEACHER/DOCTORS.LEADERS AND BEST HELPER IN LIFE.
    HAPPY WOMENS BRING SUCCESS TO FAMILY/SOCIETY.
    THINK POSITIVE FOR HPPY LIFE
    RESPECT TO OTHER IS RESPECT TO SELF

  10. دين نه ريشخند جوړ شوی دی بلکې دين کې غين تللی دی او دا غين پکې د انګرېز جاسوسانو وهلی دی چې مونږ ورته ملايان وايو. تر څو چې افغانان له ملا، د ملا له فتواګانو، او د ملا له کنټرول څخه ځانونه او خپل دين و نه ژغوري دغه دين به هم دغسې زمونږ په خلاف کارول کېږي. دين زمونږ دی خو مزې پرې انګرېزانو، پنجاپيانو او ملايانو وکړې.

    فتوا څخ معنا لري؟ فتوا اصلاً د شرک يوه ډېره خطرناکه بڼه ده چې مونږ ورته د دين نوم ور کړی دی. فتوا ملا له قرآن څخه نه ور کوي بلکې د ملا د خېټې خبرې دي خو په مسلمان بېچاره يې د دين په نوم منلې دي. د اسلام دين چې شرک سره څومره مخالفت ښکاره کړی دی ملا دغه دين هغومره په شرک لړلی دی او مسلمان بېچاره خبر هم نه دی چې څه روان دي او افغان خو بېخي نه دی خبر.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب