Homeخبرونهازادۍ جبهه: طالبان مو د وژل شویو جنګیالیو جسدونه نه سپاري

ازادۍ جبهه: طالبان مو د وژل شویو جنګیالیو جسدونه نه سپاري

تاند:( یکشنبه ، د حمل ۲۷ )  د طالبانو پر ضد یوه جنګیدونکې ډله( د افغانستان د ازادۍ جبهه) ادعا کوي، چې طالبانو یې په جنوبي سالنګ کې د وروستۍ جګړې پر مهال د وژل شویو جنګیالیو جسدونه نه دي ور سپارلي.

دغې جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له وروستیو وژل شویو کسانو څخه یې یوازې د یوه تن جسد د هغه کورنۍ ته سپارل شوی.

سرچینې په مشخص ډول په دغه جګړه کې د خپلو وژل شویو جنګیالیو شمېر نه دی ښودلی.

طالبانو ویلي وو، چې جنوبي سالنګ کې د عملیاتو پر مهال یې د قومندان اکمل امیري په ګډون خپل ۸ وسله وال مخالفان وژلي دي.

ازادۍ جبهې ویلي، چې طالبانو د دوی د جنګیالیو د جسدونو د سپارلو په برخه کې د نړیوال سره صلیب ادارې له هڅو سره هم همکاري نه ده کړې.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. څو وارې مو درولیږل را مسترد یې کړی.
    وایې پته غلطه ده.
    چېرې یې درولیږو؟؟؟
    کولاب ته که خر اسان ته؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...