ترجمه، تلخیص او څېړنه
شپږمه برخه
امریکایانو پر افغانستان باندي د حملې کولو څخه مخکي او تر حملې وروسته له زور څخه کار واخیست. دوی فکر کاوه چي طالبانو ته به د تلفاتو په اړولو سره د هغوی مقاومت کمزوری او بالاخره محو کړي. هغوی د بارک اوبا د جمهوری ریاست په دوهم کال په افغانستان کي د قواوو زیاتولو ته مخه کړه. د امریکایی قواوو زیاتېدلو، په لومړي سر کي، مطلوبه نتیجه ورکړه او د طالبانو ډېر مرکزونه یې یا له منځه یووړل او یا یې کمزوري کړل. خو څه موده وروسته خبره بیرته د پخوا په شان سوه.
دغه راز، لکه مخکي چي مو اشاره ورته کړې ده، د کندهار په سیمه کي، چي د طالبانو د فعالیت اصلي او لوی مرکز دی، د جمهورریس کرزي ورور احمد ولي کرزي او ګل اغا شیرزي د علیزیو، نورزیو، اسحق زیو او ځینو غلجیو قبایل له امتیازاتو څخه محروم کړل او هغوی د طالبانو خواته پناه یووړه. امریکایانو هم پر هغوی باندي داسي بمباری وکړې چي هغوی یې د تل لپاره د حکومت او امریکایانو غلیمان کړل.
ملکازیان د ارغنداب په سیمه کي د امریکایانو د بمباریو او حملو په باره کي لیکي چي د رود پر شمال لوېدیځه خوا باندي پرتو کلیو ډېر سخت مقاومت وکړ. په دغه علاقه کي د ترکو قبیلې د ترکو په کلاچه او دریو نورو کلیو کي طالبانو ته ځای ورکړی وو…. ډګرمن ډیويد فلین، خپلو عسکرو ته د تلفاتو د مخنیوي په منظور، د هغو کلیو د بمبارولو امر وکړ. جنرال پیټریوس شخصاً دغه بمباري منظوره کړه. اکثر کلیوال وتښتېتدل. امریکايی پوځیانو د ۲۰۱۰ل د ا کتوبر پر شپږمه پر دغو کلیو باندي ۲۵ دوه زره پونډه او ۵۰ پنځه سوه پونډه بمونه وغورځول. د امریکا یوه دګرمن رپوت ورکړ چي موږ هغه ښارګوټي له منځه یووړل. دی وايی هغه کلي بیخي نسته او یوازي خړ ډاګ پاته دی…. په دغو کلیو کي په سلهاوو غلجي چي هم ملکیان او هم طالبان پکښی شامل ول ووژل سول. ص ۴۳۷
په هغو کلیو کي د مقاومت کولو څوک پاته نه سو او نسبتاً کراري سوه خو طالبانو په کندهار کي تروریستی او ځان مرګو حملو ته لاس واچاوه. د ۲۰۱۱ کال د اپرېل په میاشت کي یې د کندهار د پولیسو قوماندان خان محمد په ځان مرګي حمله کي وواژه. او څه کم درې میاشتي وروسته د جولای د میاشتی پر دوولسمه د کرزي ورور احمدولي ووژل سو. کرزي د هغه پر ځای باندي خپل ورور شاه ولي مقرر کړ اود کندهار د وضع دکرارولو لپاره یې قوماندان عبدالرازق واستاوه. رازق د امنیت په ساتلو کي ډېر پهلوان وو خو چي هر څه ظلم یې له لاسه کېدی مخ یې نه ورڅخه اړاوه. رازق یوه ورځ په ډېر افتخار ژورنالیست مایکل هېستینګ ته ویلي وه چي زه او جنرال پیتریوس یوه عقیده لرو زه غواړم چي طالبان قتل کړم او پیټریوس هم غواړي چي طالبان قتل کړي. موږ څوک نه بندیانوو. که دوی کوښښ کوي چي ما ووژني زه هم غواړم چی دوی مړه کړم. ما خپلو ټولو افرادو ته دغه امر کړی دی. ص ۴۴۲
لکه مخکي چي مو وویل، امریکایانو د افغانستان په جګړه کي ډېر زیات اشتباهات وکړل خو د هغوی د ماتي اصلي علت د هغوی بېځایه غرور او پر خپل زور باندي اتکاء وه. هغه څه چي یې د یرغل په پیل کي تر لاسه کولای سوای لس کاله وروسته مشکل وه او هغه امتیازات چی یې د اوباما په وخت کي، له طالبانو څخه، تر لاسه کولای سوای د ټرمپ په وخت کي یې نه سوای ترلاسه کولای. کارټر ملکازیان لیکي:
کرزي د ۲۰۱۰ په مې کي واشنګټن ته سفر وکړ او د جنرال ډیويد پیټریوس، خارجه وزیری هیلری کلینټن او اوباما سره یې د سولي پر خبرو باندي بحث وکړ. دواړو خواوو موافقه وکړه چي له طالبانو سره دي تماسونه ټینګ کړي.کرزي لویه جرګه را وبلله او په جرګه کي د سولي خبري تصویب سوې. په همدغه وخت کي واشنګټن د طالبانو له مشرانو سره د تماس نیولو هغه بندیز لغو کړ چي د بوش د حکومت په وخت کي لګول سوی وو.
د ملاعمر پخوانی منشي طیب اغا په ۲۰۰۹ کال کي د طالبانو د سیاسي کمیسیون ریس ټاکل سوی وو. هغه یو ځوان مشر وو چي نه یې له القاعده او نه یې له پاکستان سره علاقه درلوده. هغه ملا عمر ته قناعت ورکړی وو چي کمیسیون ته د سولي د خبرو کولو اجازه ورکړي. عمر طیب اغا ته اجازه ورکړه او هغه ته یې وویل چي د هر څه احوال باید مستقیماً پخپله ده ته ورکړي؛ او د کوټي شورا ته احوال ورنه کړي ځکه چي هغوی د پوځي عملیاتو طرفدار دي. ده ښايی د مسلې د حساسیت له امله هم غوښتل چي یوازي ده ته رپوټ ورکړه سي.
ملکازیان لیکي چي د سولي د خبرو د تعقیبولو په باره کي د ملاعمر هدف چنداني نه معلومیږي خو ده په حقیقت کي غوښتل چي د متحده ایالاتو پوځیان په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووزي. طیب اغا وروسته ملا عمر ته ولیکل چي یوازي په ۲۰۱۴ کال کي وروسته له هغه چي ټولی امریکايی قواوي له افغانستان څخه ووزي زموږ قواوي حملې بندولای سي. د ده په عقیده د متحده ایالاتو له وتلو سره د جهاد فریضه ختمېدله او بیا نو د افغانانو ترمنځ د خبرو اجازه وه.
ملاعمر هیڅ وخت دا ونه ویل چی طالبان د امریکا د بشپړ وتلو څخه وروسته څه غواړي او دا یې نه وه مشخصه کړې چي د افغانستان له حکومت څخه په خبرو کي د څشي غوښتنه وکړي. د افغانستان د اوږده داخلي جنګ له ختمېدلو څخه وروسته د یوه حل را منځته کېدل اساسي سوال وو. د کوټي شورا غوښتل چي اسلامي اِمارت دي بیرته ټینګ سي او قدرت دي د دوی په انحصار کي وي. د دوی دریځ د مذاکراتو له لاري قدرت ته رسېدل وه نه دا چي د مذاکراتو له لاري یوه حل ته ورسیږي. طیب اغا فکر کاوه چي دا یوه ستونزه ده ځکه چي د امریکایانو له وتلو څخه وروسته به بیرته داخلي جنګ پیل کیږي او د شمال اتحاد به بیا د قدرت نیولو هڅي کوي؛ ځکه نو ده د یوې روغي جوړی تلاښ کاوه. ده ملا عمر ته مشوره ورکړه چي امر وکړي چي حکومت دي داسی کسانو ته وسپارل سي چي د یوې لويی جرګې یا له یوې بلي ارزښت مني لاري انتخاب سوي وي او هغوی د یوه اسلامي نظم د ټینګولو ژمنه وکړي. دغی مفکورې افغانانو ته د کښېنستلو او خبرو کولو لپاره لاره هواروله. اسلامي نظام تعریف سوی نه وو او هغه هر ډول تعبیرېدلای سوای. البته یوه خبره واضح وه. طالبان د ۲۰۰۴ کال له اساسی قانون سره مخالف ول او نه یې غوښتل چي له کرزي یا له هغه څخه وروسته د بل جمهورریس سره قدرت شریک کړي. طیب اغا وویل په هغه صورت کي به موږ ته سخت سپکاوی سوی وي.
د کوټي په شورا کي د ملا عمر مرستیال ملااخترمحمدمنصور، د نظامی کمېسیون مشر عبدالقیوم ذاکر او د ملا عمر باوري کسانو برخه درلوده او ټولو ویل چي که له امریکا سره د خبرو نتیجه له افغانستان څخه د هغوی بشپړ وتل وي نو له هغوی سره دي مستقیمی خبري وسي. د افغانستان د حکومت مسله بېله وه. دوی هغه د خارجیانو له خوا د بُن د جوړ سوي کنفرانس یو غیر مشروع محصول باله او له هغه سره یې خبری کول نه غوښتل. منصور، چي حتماً به یې د ملا عمر له خواهدایتونه ترلاسه کول، د عمل سړی وو. هغه د داسي خبرو طرفدار وو چی د طالبانو ګټي پکښی خوندي کېدلې مګر غوښتل یې چي په خبرو کي ډېر څه ترلاسه کړي او دا ځکه چي دی باوري وو چی حکومت به حتماً ماته خوري. کرار کرار داسي رپوټونه را ووتل چي منصور د مذاکراتو طرفداروو که څه هم چي په عامه یې له خبرو سره مخالفت کاوه.
ملاعمر، منصور او د کوټي شورا که د سولي خبري کولای نو باید چي د نورو کسانو خیال یې هم ساتلی وای. د دوی تصامیم باید د ځوانو جنګیالیو له خوا هم منل سوي وای؛ او کنه نو د خبرو ټول جریان به ناکام سوی او دوی به خپل اعتبار له لاسه ورکړی وای. له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۲ پوري د طالبانو ترمنځ عمومي توافق موجود نه وو. د علیزیو یوه درانه مشر رییس بغراني ویل « ځوانو طالبانو غوښتل چي جنګ وکړي. ډزی وکړي او دښمن ووژني. که زاړه طالبانو کوښښ وکړي دوی کولای سي چي ځوان طالبان کنټرول کړي. که دوی یوه ښه سوله ترلاسه کړي. که دوی سره متحد وي او هر عمل په ګډه وکړي او پاکستان د دوی په منځ کي له زیاتي مداخلې کولو څخه منع کړه سي. زه چي ځوان وم ما هم غوښتل چي جنګ وکړم او دښمنان قتل کړم. اوس چي زوړ یم نو د سولي طرفدار یم. له دایمي جنګ څخه هیڅ شی نه جوړیږي» ص ص ۴۶۷-۴۶۸
ملکازیان لیکي چي سپیني ماڼۍ په کابل کي د ملګرو ملتونو پخواني مقام لخدر براهیمی او د خارجه وزیر پخواني مرستیال ټام پیکرینګ ته وظیفه ورکړه چي د مذاکراتو له لاري د افغانستان د مسلې حل وپلټي. دوی د یوه بین المللی هیات سره افغانستان او پاکستان ته ولاړل او د طالبانو د پخوانیو او اوسنیو فعالو استنازو سره یې وکتل. دغي ډلي رپوت ورکړ چي طالبان له امریکا سره خبرو کولو ته تیار دي. د متحده ایالاتو ډیپلوماټانو او طالبانو، چي طیب اغا یې استازیتوب کاوه، د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۰ د سپتمبر په میاشت کي په جرمني کي سره وکتل. د متحده ایالاتو استازی هولبروک یوه میاشت وروسته د زړه د حملې په اثر مړ سو او خبري وځنډېدلې.
د ۲۰۱۱ کال د مارچ په میاشت کي خارجه وزیری کلینټن اعلان وکړ چي متحده ایالات د سولي خبرو ته تیاری لری. که څه هم چي دې د خبرو لپاره مخکني شرایط وضع نه کړل مګر پر دې یې ټینګار کاوه چي که حل تر لاسه کیږي نو طالبان به وسلې پر مځکه ایږدي، د افغانستان اساسی قانون به مني او له القاعده سره به ټول اړیکي شلوي. او باما ویل چي که ریښتونې سوله ټینګه سي نو تیار دی چي د متحده ایالاتو ټولی قواوی وباسي.
د امریکا او طالبانو استازو د ۲۰۱۱ کال له نیمايي څخه د ۲۰۱۲ کال تر پیل پوري د خبرو په باره کي خبري وکړې. طیب اغا د ۲۰۱۱ کال د مې د میاشتی په خبرو کي یو لیک، چي ګویا د ملاعمر له خوا وو ورسره راوړی وو او جمهورریس اوباما ته یې لیکلی وو. په هغه لیک کي ملا عمر لیکلي وه چي که متحده ایالات غواړي چي له افغانستان څخه خپلي قواوی وباسي نو دی خبرو ته تیار دی. په دغه لیک کي له اوباما څخه غوښتل سوی وه چي د اعتماد د ایجادولو په منظور دي، د خبرو له پیل کېدلو څخه مخکي، بندیان خوشي کړي او طالبانو ته دي اجازه ورکړي چي په قطر کي سیاسي دفتر پرانیزي.
د ۲۰۱۱ کال د مې د میاشتي په پای کي ملامنصور په کوټه کي د طالبانو د پوځي قوماندانانو او سیاسي مشرانو یوه غونډه را وبلله. په دې غونډه کي تر تولو مهمو طالبانو برخه درلوده. پوځي قوماندانانو د سیاسي مذاکراتو د پیل کېدلو لپاره سیاسي کوښښونه ومنل چي په هغو خبرو کي متحده ایالات او د افغانستان حکومت دواړه برخه لري. د ځینو اطلاعاتو له مخي، ملاعمر حکم کړی وو چي که متحده ایالات خپلي ټولي قواوي باسي نو د افغانستان له حکومت سره هم خبري کېدلای سي. د خارجه وزیری کلینټن پر دې شرایطو چي طالبان به وسلې پر مځکه ایږدي او اساسی قانون به مني له سره خبري ونه سوې او اصلاً طالبانو ته د منلو نه وه.
ملکازیان لیکي چي طیب اغا د همدغو بحثونو په اساس د متحده ایالاتو له ډیپلوماټانو سره، چي اوس یې مارک ګروسمېن رهبري کوله، خبري مخته وړلې. امریکا موافقه وکړه چي طالبانو ته به په قطر کي د دفتر د پرانستلو اجازه ورکوي او طالبان به اعلان کوي چي د سولي حمایه کوي او ټروریزم غندي. دغه راز متحده ایالاتو موافقه وکړه چي د ملګروملتونو له تور لیست څخه به د طالبانو د مشرانو نومونه لیري کوي او بنیدان به تبادله کوي چي له متحده ایالاتو او د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کښیني. طیب اغا وویل چي تر څو پوري د طالبانو مشران خوشی سوي نه وي تر هغه وخته پوري به نور مذاکرات ونه کړي.
ملکازیان لیکي چي دا دوه اړخیز ګامونه د افغانستان د جنګ په تاریخ کي د توجه وړ دي. طالبانو په هغه وخت کي تر وروسته وختونو لږي غوښتني درلودې. په دغه وخت کي طالبان له افغانستان څخه د امریکا د ټولو قواوو له وتلو څخه مخکي د افغانستان له حکومت سره خبرو کولو ته حاضر ول. دا چي دوی به تر کومه حده پر قول درېدلي وای سړی څه نه سي ویلای. په هر صورت، څو کاله وروسته طالبانو له القاعده سره د اړیکو د شلولو او د افغانستان له حکومت سره د خبرو تر پیل کولو مخکي د امریکا د ټولو قواوو د وتلو غوښتنه کوله. په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کي د جنګ د ختمولو او نسبتاً مناسبو شرایطو د منلو لپاره فرصت موجود وو چي له لاسه ووت. ص ص۴۶۸-۴۷۰
د سولي د مذاکراتو د دوام او په مذاکراتو کي د امریکا له لوري پر منل سویو شرایطو باندي د امریکا د دفاع وزارت، خارجه وزارت او کانګریس ترمنځ اختلافات موجود ول او هر یوه خپل دلایل ویل.
جمهورریس کرزي تر خپله وسه کوښښ کاوه چي دا خبری ځای ته ونه رسیږي ځکه ده فکر کاوه چي د خبرو په جریان کي به د ده رول ډېر کم سي. ده ویل چي تر څو پوري طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرو ته حاضر سوي نه وي په قطر کي دي هغوی ته دفتر نه ورکول کیږي.
د شمال اتحاد او په کابل کي مدني ټولنو او د ښځو د حقوقو فعالینو خپلي اندېښننې درلودلې. په هر صورت خبري کوم ځای ته ونه رسېدلې. ص ۴۷۱
سړی چي په ۲۰۲۱ کال کي، له تقریباً شل کلنو جنګونو څخه وروسته، د یوه کمزوري هیواد د خلکو په مقابل کي، د امریکا او ناټو شرمونکې ماته ګوري نو هم یې د خلکو پر اراده باندي یقین راځي او هم پوهیږي چي د لویو قدرتونو عقل یوازی د هغوی په زور کی دی. کنه نو طالبانو خو په لومړي سر کی هیڅ نه غوښتل او یوازي د سوله ایز ژوند کولو اجازه یې غوښته. خو چي امریکا هیڅ ورنه کړل هغوی بالاخره هر څه په زور تر لاسه کړل. که امریکا او متحدینو یې عقل لرلای نو فرصتونه به یې له لاسه نه ورکولای.
پاته لري
ډیر ښه معلومات دي جناب جهاني صاحب دي ژباړې نه دي يو جهان مننه