سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهسپینغر د شپږیزې اتلولي وګټله

سپینغر د شپږیزې اتلولي وګټله

تاند ـ پنجشنبه، د اسد ۱۳مه) سپینغر لوبډله د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ یا شپږیزې د اتم پړاو د سیالیو اتله شوه.

سپینغر لوبډلې نن (پنجشنبه) بُست ساتونکو ته په ۶ منډو ماتې ورکړه.

دې لوبډلې پرون (چهارشنبه) کابل بازانو ته ماتې ورکړه او تر دې وړاندې یې هم کومه لوبه نه وه بایللې.

د سپین غر پړانګانو د لوبډلې مشر عثمان غني او د بوست ساتونکو د لوبډلې مشر حشمت الله شهیدي و.

دا سیالۍ د جولاۍ ۱۸ (چنګاښ ۲۷) د کابل د کرکټ په لوبغالي کې پیل شوې او ټولټال ۱۹ ورځې روانې وې.

په سږنۍ شپږیزه کې، چې سږ کال د ۸ لوبډلو ترمنځ وشوه، د ۵ پاکستاني لوبغاړو په ګډون ۳۲ لوبغاړو ګډون درلود. ټولې ۳۲ لوبې وشوې دي. ابل بازان، بوست ساتونکی، مس عینک اتلان، سپین غر پړانګان، امو نهنګان، بند امیر ښارمان، پامیر زلمي او د هندوکش ستوري هغه اته لوبډلې وې چې په سږنۍ شپږیزه کې له یو بل سره مخامخ شوې.

شپږیزه لیګ د ۲۰ اورونو لوبې دي چې هر کال یو ځل کېږي.

د تېرې جمعې په ورځ د مسابقې په ترڅ کې په لوبغالي کې چاودنه وشوه او د ځینو راپورونو له مخې، ۱۹ تنه نندارچیان پکې ووژل شول. له چاودنې وروسته پاکستاني لوبغاړي له افغانستانه ووتل.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب