شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهاورپټلۍ اداره: تېر کال مو ۲،۵ میلیارده عاید ترلاسه کړی

اورپټلۍ اداره: تېر کال مو ۲،۵ میلیارده عاید ترلاسه کړی

تاند( پنجشنبه ، د اسد ۱۳ مه) ‏‏‎ په کابل کې د طالبانو د حاکمې ادارې چارواکي وايي،په تېر یوه کال کې، د اوسپنې پټلۍ ادارې د نږدې ۳.۵ میلیون میټریک ټنه سوداګریزو او غیر سوداګریزو توکو د لېږد له لارې، څه باندې ۲.۵ میلیارده عواید راټول کړي دي.

د‌ دغې ادارې لپاره د طالبانو چارواکو نن په یوه خبري غونډه کې د اوسپنې پټلۍ د پروژو امنیت ساتل، اوزبیکستان او ایران هېوادونو ته د اوسپنې پټلۍ ادارې د رهبري پلاوي سفرونه، د ادارې د تشکیل بیاکتنه او بشپړېدل، د اوسپنې پټلیو لارې د ‏انتقالاتو دوام، د نیمګرو پروژو د چارو بیا پیل، اوزبیکستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کېدل؛ د دغې ادارې د مهمو لاسته راوړنو په توګه یاد کړي دي.

، د اوسپنې پټلۍ ادارې لپاره د طالبانو سرپرست ‏ملا بخت الرحمن شرافت چې په مطبوعاتي ناسته کې یې خبرې کولې وویل:« په تېر یوه کال کې یاده اداره په دې وتوانېده چې مختلفو هېوادونو ته د ۳ میلیونه ۴۵۶ زره ۸۴۲ مټریک ټنه سوداګریزو او غیر سوداګریزو توکو د ‏لېږد زمینه برابره کړي او له دې لارې ۲ میلیارده ۵۸۱ میلیونه ۵۸۹ زره ۴۸۲ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې ولېږي.»

‏د حاکمو مسئولینو په وینا، د اوسپنې پټلۍ اداره، په تېر یوه کال کې تاجرانو ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو، د توکو د لېږد لپاره د اړینو شرایطو برابرولو او همداراز د هېواد د اقتصادي ودې ترڅنګ هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره جدي هڅې کړې دي.

‏د یادې ادارې د مسئولینو په وینا، افغانستان ۲۳۰ کیلومتره د اوسپنې پټلۍ لري او اوسمهال د حیرتان او آقینې د اوسپنې په پټلیو کې شاوخوا ۴ زره هېوادوال په مستقیم ډول د بارګیرۍ، تخلیې او خدماتي برخو کې کار کوي.

‏د دغې ادارې په وینا، موجوده اړتیاو ته په کتو، په چارو کې د شفافیت او حساب ورکونې او د ښو خدماتو د وړاندې کولو په موخه، د یادې ادارې تشکیلاتي جوړښت اصلاح او دغه تشکیل د طالبانو د مشرتابه له لوري منظور شوی دی.

‏د مسئولینو په وینا، په تېر یوه کال کې د ایران هېواد د لارې او ښارجوړولو د وزارت له مسئولینو سره د افغان محصلینو د جذب او د نیمګړو پروژو د بېرته پیل په اړه همغږي ترسره شوې او هڅې روانې دي چې د ‏خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د درېم فاز چارې بشپړې او دغه مهمه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

‏د یادې ادارې د مسئولینو په وینا، په تېر یوه کال کې د اوزبیکستان او پاکستان هېوادونو سره همغږي پیاوړې شوې او په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو پلاوي د ‏افغان ټرانس پروژې په تړاو چې د اوسپنې پټلې له لارې د افغانستان له خاورې مرکزي او سویلي آسیا سره نښلوي، تخنیکي بحثونه پیل کړي.

څه موده مخکې په یوه راپور کې وويل شول،چې د طالبانو د فواید عامې وزیر او د دې ډلې د بنسټګر ملا محمد عمر ورور ملا عبدالمنان نیازي له یاد شوي وزارت څخه د اورپټلۍ ادارې له بېلیدو څخه مخکې د یادې ادارې شاوخوا يو ميليون ډالر حیف و میل کړي او اوس ېې بیرته نه سپاري.

د‌ طالبانو یادې ادارې او د ملا عمر ورور دغه موضوع نه ده رد کړې.

3 COMMENTS

  1. اورپتلی دکارولو له ليد نه غلته ده ، د اور پتلی نشته
    په پښتو کي د ګاډي پتلی د ترانسپورت له ليد نه درسته مانا ورکولای شي .

  2. دغه دومره پيسې دوۍ څه کوي سي تقاعدي خلکو ته حق تقاعد نه ورکوي؟ ایا دغه روپۍ هم پنجابی وړي سي خپل پورونه ورباندي خلاص کړي ☹️

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب