Homeخبرونهد خوړو نړیوال سازمان:له هرو ۱۰ افغانانو څخه ۹ يې کافي خواړه...

د خوړو نړیوال سازمان:له هرو ۱۰ افغانانو څخه ۹ يې کافي خواړه نه لري

تاند( پنجشنبه ، د اسد ۱۳ مه) ‏د خوړو نړيوال سازمان وایي،چې له هرو ۱۰ افغانانو څخه ۹ تنه ېې د خوراک لپاره کافي خواړه نه لري.

دغه سازمان د افغانستان په اړه په خپل یوه تازه راپور کې ویلي،چې د روان ميلادي کال له پیله تراوسه یې له ۱۹ ميليونه افغانانو سره مرسته کړې ده.

د‌ سرچينې د معلوماتو له مخې، سږ کال ۵ميليونه ماشومان او حامله او شيدې ورکوونکې ښځې د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.

ویل شوي،چې دمګړۍ ۳،۹ میلیونه افغان ماشومان له خوار ځواکۍ ځوريږي.

په افغانستان کې اقتصادي ستونزې او د خوړو کمښت د جمهوري نظام په موده کې هم وې،خو د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط سره اقتصادي او بشري ناورين اوج ته رسېدلی.

د خوړو نړيوال سازمان ويلي، چې د افغانستان د ټول نفوس شاوخوا نیمايي برخه (۲۴ميليونه) وګړي خوراکي خونديتوب او څه باندې ۹۰ سلنه نور کافي خواړه نه لري، چې دغو ټولو ارقامو په دغه هېواد کې د بشري فاجعې د رامنځته کيدو خطر زيږولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...