سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونه۲ماشومان له تښتونکو ژغورل شوي او يو تن داعش سره د تړاو...

۲ماشومان له تښتونکو ژغورل شوي او يو تن داعش سره د تړاو په تور نیول شوی

تاند( پنجشنبه ، د اسد ۱۳ مه) ‏د طالبانو امنیتي چارواکو د انسان تښتونکو له منګولو د دوه ماشومانو د ژغورنې او د داعش ډلې د يوه مهم غړي د نیولو خبر ورکړی.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې،په ‎لوګر کې د دوی ۲۰۳ منصوري قول اردو د څلورمې پلې لوا منسوبينو بېګاه د دغه ولایت په التمور سیمه کې دوه ماشومان د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد کړي دي.

د سرچينې په خبره، انسان تښتوونکي په تېښته بریالي شوي، خو د نیولو هڅې یې روانې دي.

بل لور ته:‏په ‎کابل کې د طالبانو د استخباراتو ریاست وايي، چې د داعش یو مهم غړی یې نیولی دی.

سرچینه زیاتوي چې نیول شوي شخص به خپلې ډلې ته د استوګنې، وسلو د پېر او نورې اسانتیاوې برابرولې.

په وروستيو کې د افغانستان له مختلفو سيمو څخه د اقتصادي ناورين او وزګارتیا له کبله د تښتونې او نورو جنايي پېښو د زیاتېدو خبر ورکړل شوی.

له دې سره، د داعش ډلې فعالیتونه که څه هم طالبان ېې ردوي، خو زيات شوي او همدا پرون يې پر يوه مرکز د کابل په کارته سخي سیمه کې د طالبانو عمليات شوي،چې داعشیانو تر مازیګر ناوخته مقاومت کړی او دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب