جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهبريښنا شرکت: تېر کال شاوخوا ۹۰پايې الوزول شوي او ۲۴ميليارده عوايد راټول...

بريښنا شرکت: تېر کال شاوخوا ۹۰پايې الوزول شوي او ۲۴ميليارده عوايد راټول شوي

تاند( پنجشنبه ، د اسد ۱۳ مه) د افغانستان د برېښنا شرکت چارواکي وايي،چې له تېر کال راهيسې د روښنايۍ دښمنانو د هېواد په مختلفو سيمو کې د بریښنا تر ۹۰ دېرې پايې الوزولي،چې له دې ډلې ۳۸ پايې له منځه وړل شوي او ۵۴ نورې زيانمن شوي او بيرته رغول شوي دي.

 د دغه شرکت مسئولین دغه راز، وايي چې په تېر یو کال کې یې ۲۴،۸ میلیارده افغانۍ راټولې کړې دي چې له دې جملې شاوخوا دوه میلیارده يې هغه پیسې دي چې د تېرو کلونو پر پیرېدونکو پاتې وې.

 د برېښنا شرکت د سوداګریزو چارو رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني وویل چې په افغانستان کې د سیاسي بدلون، بانکي او اقتصادي ستونزو سره سره، بیا هم برېښنا شرکت وکولای شول چې په تېر یو کال کې (۲۴.۸) میلیارده افغانۍ عواید له خپلو پیرېدونکو راټول کړي او د کابل او ولایتونو په «بېلینګ سیستم» کې هغه ۵۰ زره پېرودونکي ثبت کړي چې مخکې ثبت نه وو.

رحماني زیاته کړه چې برېښنا شرکت د مخکېني حکومت له سیاسونو او زورواکو څخه د برېښنا لګښت پیسو د ترلاسه کولو په موخه یو میکانیزم جوړ کړی چې د طالبانو له مشرانو سره شریک شوی چې تر تایید وروسته به عملي شي.

د رحماني په وینا؛ دولتي ادارې او ملي تصدۍ په ټولیز ډول ۱۴،۳ میلیارده افغانۍ له برېښنا شرکت پوروړي دي چې مالیې وزرات یې د ۱،۱ میلیارده افغانیو د لېږد ژمنه کړې او اوس کار پرې روان دی.

د سوداګریزو چارو رئیس وايي چې برېښنا شرکت په یاده موده کې، د برېښنا صادروونکو هېوادونو ته د برېښنا پورونو له درکه ۱۳۸میلیونو ۲۰۱ زره ۷۹۳ امریکايي ډالره او د برېښنا تولید کورنیو شرکتونو ته د برېښنا لګښت له درکه ۱۷ میلیونه ۹۶۹ زره ۳۸۳ د امریکايي ډالره ورکړي دي.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان برېښنا شرکت په تېر یو کال کې، ۴۳ زره ۳۴ نوي مېټرونه وېشلي او اوس مهال دغه شرکت ۱.۸ میلیونه پیرېدونکو ته د برېښنا خدمات وړاندې کوي.

په همدې حال کې، د افغانستان برېښنا شرکت د عملیاتي چارو رئیس انجنیر صفي الله احمدزي، د دغه شرکت د پروژو، فعالیتونو او راتلونکي پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

هغه پر ډونرانو غږ وکړ چې را شي او په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړه کړي، له دې پرته به د افعانستان برېښنا شرکت د خپل توان مطابق دغه پروژې له خپلې بودجې یا بلې بدیلې لارې تمویل او بشپړې کړي.

احمدزي څرګنده کړه چې په کابل کې د پرچاویو د زیاتوالي یو دلیل د برېښنا د پېرېدونکو د تقاضا زیاتوالی دی او اوس مهال ۷۸ سلنه برېښنا وارداتي ده او هڅې روانې دي چې دغه ستونزه حل شي.

د غونډې په پای کې، د افغانستان برېښنا شرکت مالي او اداري رئیس اسدالله انعام، د ګاونډیو هېوادونو د برېښنا پورونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه شرکت د ګاونډیو هېوادونو او د برېښنا داخلي تولیدي شرکتونو ته تر اوسه ۱۵۱ میلیونه ډالره د برېښنا پورونه ورکړي چې ډېر یې د تېر حکومت پورونه دي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان برېښنا شرکت ۱۲۲ میلیونه ډالره پوروړی دی چې د بانکي سیسټمونو د وضعیت په عادي کېدو سره به دغه پیسې هم د وارداتي برېښنا اړوندو هېوادونو او د برېښنا داخلي تولیدي شرکتونو ته ورکړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب