تاند( پنجشنبه ، د اسد ۱۳ مه) په کابل کې د طالبانو د واکمنې ادارې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی تر کنټرول لاندې ارګ ماڼۍ په څو سوه مترۍ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید پر مهال د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کیدل تایید،خو په افغانستان کې ېې د نوموړي پر موجوديت د طالب مشرانو د نا خبرۍ ادعا وکړه
د الظواهري له وژل کيدو يوه اونۍ وروسته دا لومړی ځل دی،چې طالبان په مشخص ډول د نوموړي د وژل کیدو خبره تاييدوي او غبرګون پرې څرګندوي.
د طالبانو په اعلامیه کې ادعا شوې،چې دوی افغانستان ته د الظواهري په راتګ او د استوګنې په ځای د سره خبر نه ول.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي،چې د دوی مشرتابه خپلو استخباراتو ته د يادې پېښې د مختلفو اړخونو په اړه د پلټنو امر کړی.
طالبانو ټینګار کړی،چې د افغانستان خاوره د امریکا په ګډون د هیچا خلاف نه کارول کېږي او هیچا ته په خطر نه تمامیږي.
مخکې د امريکا د ملي امنیت شورا ویاند په يوه خبري ناسته کې ويلي وو:«موږ طالبانو ته په ښکاره ويلي،چې پوهیږو دوی څه وکړل او کومو کسانو ته ېې پناوې ورکړې.»
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن څو ورځې مخکې اعلان وکړ،چې د القاعدې شبکې مشر ېې د بې پيلوټه الوتکې د برید پر مهال د تېرې شنبې په ورځ وژلی دی.
طالبان د دغه برید په اړه نه غږيدل،چې له کبله ېې د خلکو توندو پوښتنو سره مخامخ شوي.
د طالبانو اوسني دريځ ته په ځواب کې د دوی منتقدینو ویلي،چې طالبان که ریښتیا د کابل ښار تر ټولو خوندي سیمې او د حکومتولۍ اساسي ځای (وزیر اکبرخان سیمې ته) د القاعدې شبکې د مشر په راتلو نه دي خبر شوي، پر ټول هېواد ته څنګه د حکومتولۍ د حق او ظرفيت ادعا کوي ؟
غلام درواغجن قدیانی طالبان اوس په لرزا کښی دی او ددی ترس لری چی دوی به دوباره پنجابی ټاټوبی ته ولیږل شی او په عوض ئی نوره په هدایت تښتیدلی غلامان بیرته ارګ ته راوستل شی ، بلی بادارانو خپل تربیه شوی تنظیمونه ، تش په نامه دیموکراتان او طالبان غلامان همداسی خائینو لوبو ته محکم په غیږو کښی نیولی دی او د خپلو شومو پلانو لپاره منظمه استفاده ورڅخه کوی اما افغان ملت به خپله خاوره دداسی غلامانو څخه پاکوی او د تاسو بادار د افغانستان عصری مستعمری کیدو ته به ونه شی رسیدای !!!!!
Gharwall Sahib:The US did want to help and rebuild Afghanistan after the Soviet Invasion, but any group of afghans or political group the US selected turned out to be corrupt and non trustworthy people.
ولي دوۍ خو وایی سي زموږ جاسوسي اداره دومره وړتیا لري سي تر ځمکې لاندي هم د هر څه پلټنه کوي ! دا به د پنجاب ملایانو د چوپاني په لستوڼي کې راتیر کړی وي.ښکلی متل ده وایی مړی سي خدای شرموي په کفن کې یې غول راووزي.طالب جانه! پنجابی بیا وږی سوی اوس د بیا د لیلام په بیه پلوري کاشکي تاسي افغاني غرور لرلای!☹️ ملا او غرور ! په خیټه سوغۍ ورکوي 😡 الله جلاالله مو تباه کړه 🤲
حسن م ایوب صاحب : د تا سو ادعا چی امریکا د أفغان ملت ګروپونو ( سیاسی او غیری سیاسی ) سره د شورویانو یرغل وخت
کښی او هم وروسته کومکونه کړیدی اما دا ګروپونه رشوتخوران او بی اعتباره ښکاره شول یعنی د تاسو له نوشتی ټول باسواده
افغانان رشوتخوران او بی اعتماده دی !!!!!
لپاره ددی چی وښودلۍ شی چی د تاسو ادعا بی بنسټه دی نود تاسو پام لاندنیو ټکیو ته متوجه کوم : په ۱۹۸۱ کال کښی د سی آي أي
جاسوس زلمی خلیلزاد مسلسل سفرونه پنجابی پاکستان ته شروع کړل او هلته ئی د پنجابی پاکستان جاسوسی د ستګاه سره اړیکی
محکم کړل او لږه موده وروسته د پنجابی پاکستان په کومک د مهاجرینو لپاره د ژبی ، قومیت او مذهب په أساس د پنجابی پاکستان
جاسوسی دستګاه له خوا روزل شوو کسانو تر مشرۍ تنظیمونه جوړکړل او سمدستی ئی د طالبانو تر نامه قدیانی مدرسی جوړی کړی
او د مجاهدینو تنکی اولادی ئی پکښی شاملی کړی او د امریکا ډالر تنظیمونو او مدرسونو ته جاری شول ، همداسی خائین فعالی ئی
ایران کښی ئی هم شروع کړل او اوس دا د أفغان ملت او د امریکا ملت خائین خلیلزاد سیاستمدار او ملیونرهم شوۍ دی!!!
د دی خائینه اقدامونو پر ضد اعتراضونه وشول اما د امریکا سی آی أي جاسوس زلمی خلیلزاد په خندا سره ویل چی شوروی کوم
مملکت باندی یرغل وکړی نو بیا له هغه مملکت څخه نه ووزی لدی کبله داسی افراطی ګروپونه او افراطی مدرسی حتمی او ضروری
دی تر څو شوروی ته دوامداره سردردی موجوده وی !!!!
ورته وویل شول چی د أفغان په حیث باید درته څرګنده وی چی أفغان ملت په هیڅ صورت سره نه اجنبیان او نه ددوی لاسپوڅی په
خپله خاوره کښی پریږدی او بالخصوص کمونیستی رژیم نو په اخیر کښی واقعیت ورڅخه راووت او وئی ویل چی کله ډالر امریکا
مصرفوی نو تصمیم نیول هم د امریکا په لاس کښی دی !!!!!
کله چی شورویان د أفغان ملت په ستره قربانی له خاوری وشړل شول نو دا ساختګی تربیه شوی تنظیمونه په کابل ورخوشی کړۍ شول
او دی وحشیانو د کابل اوسیدونکیو وژ لو او چور کولو شروع وکړه او میرمنی ئی بی عزته کړی او امریکا ئی تماشا کوله ، با الاخیره
مجبور شوو د دی وحشیانو څخه د سلاح جمع کولو لپاره پروګرام جوړ او دا باید د افغانانو په وسیله صورت ومومی دا پروګرام په ۱۹۹۵
کال کښی تکمیل او شپږ میاشتی ډیر مثبت وو وروسته بیا سی آی أي جاسوس خلیلزاد د پنجابی پاکستان په کومک د سلاح جمع کولو ګروپ
په عوض د طالبانو تر شعار لاندی د ړوند طالب محمد عمر تر رهبری تبلیغ کړۍ شو او د سلاح جمع کولو پروګرام ئی سبوتاج کړ او دی
وحشیانو زیاتره وحشت رامینځ ته کړ او د میرمنو حقوقو ته هیڅ قائل نه وو لکه چی دا حالت اوس هم روان دی !
بن الا دین په پنجابی پاکستان کښی هغه وخت عرب شیخان د أفغانستان لپاره تشویقول او امریکا ورسره توافق درلود او همد ا وهابی
بن الادین د ربانی په وخت کښی کابل ته راوست شو وروسته د بن الادین تروریستی اقدام په امریکا کښی صورت وموند چی ددی له
کبله طالبان بی له ادنا مقاومت پنجابی پاکستان ټاټوبی ته وتښتیدل او لږ څه وروسته د پنجابیانو په کومک بیا راژوندی کړۍ شول
لکه دوهم ځل لپاره تنظیمونو او ساختګی دیموکراتانو کابل طالبانو ته بی له ادنا مقاومته خوشۍ کړ !!!!
دافغانانو ترمینځ بحث وو چی ایا سیاست علمی پایو باندی صورت مومی که په چالاکی او زیرنګی سره صورت مومی
ایا سیاست علمی بڼه باندی صورت مومی که په چالاکی او زیرنګی سره صورت مومی ؟
امریکا د شورویانو په شان ثابته کړه چی د زیرنګی او چالاکی سیاست په وسیله خپلو هدفونو ته مؤقتی ژر رسیدای شی او چین هم
همدا سی لار تعقیبوی اما چین د روسیی او امریکا خطاګانو څخه نوره هم زیا تره چالاکه شوۍ دی !!!!!
هیله مند یم چی د أفغانستان موضوع راتلوونکی کښی لږ څه ښه تره وڅیړی ، أفغان غیرتی ملت همیش غولول شوۍ دی او د اجنبیانو
له خوا د خپلو لاسپوڅو په وسیله د تباهی سره مخامخ شوی وو او دی او دا باید ژر خاتمه پیداکړی!!!!!!!!!!!!!!!!
ذبیهولا مجایید او نور طالب مشران باید داسي شعر او شعار د ځانو سره زمزمه کړى:
” موږ خبر نه ؤ چى انګریز او امریکا موږ د واک پر ګډۍ کېنوى”.