شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې یو بل سلفي عالم ووژل شو

ننګرهار کې یو بل سلفي عالم ووژل شو

تاند(پنجشنبه، د اسد ۱۳ مه) ‏‏‎د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د شیخ ابو احمد سلفي په نوم یو سلفي دیني عالم د ناڅرګندو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

ویل شوي چې دغه دیني عالم تېره شپه له کوره ایستل شوی او نن ېې جسد موندل شوی.

د اهل حدیثو یا سلفي مذهبي نظريې يو شمېر پلویانو په دې او نورو داسې پېښو کې واکمن طالب چارواکي پړه ګڼلي او تورن کړي یې دي چې د سلفیانو د وژلو لپاره یې خپلو جنګياليو ته ځانګړې دنده ورکړی ده.

طالب وياندويانو د نوې پېښې په اړه څه نه دي ويلي،خو مخکې ېې داسې ادعاوې يې بنسټه ګڼلي دي.

طالبان شک لري،چې ټول سلفیان له داعش ډلې سره د مذهبي نظريې د یووالي له مخی داعش ډلې ته کار کوي، خو د دغې نظريې اړوندو کسانو په دې اړه تورونه رد کړي دي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته د سلفي عالمانو وژنې ډېرې شوي او زرګونه نور ېې له خپلو ارادتمندانو سره هېواد پريښودو ته اړ شوي دي.

څه موده مخکې د ننګرهار مشهور سلفي عالم شېخ سردار ولي ثاقب په کابل کې په خپل کور کې ووژل شو.

نوموړی د افغانستان د اهل حدیثو دیني عالمانو د شورا رييس و، چې له وژل کيدو وروسته ېې طالبانو د عاملانو د نیولو ډاډ ورکړی و، خو لا په دې کار نه دي توانيدلي.

که څه هم ویل کېږي چې داعش ډله هم سلفي عقاید لري خو طالبان او ځینې نور تور پورې کوي چې شیخ سردارولي ثاقب د داعش له لوري وزل شوی دی.

1 COMMENT

  1. who play with fire/they will burn.
    tablighy Jamaat are terrorist too.
    every one must come to the right way/don,t kill others.
    every one is responsible for what they doing.
    al lah is merciful but we not
    thank you

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب