Home+دهنه| حبیب الرحمن رحیمي

دهنه| حبیب الرحمن رحیمي

دهنه د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ  یو له هغه کلیو دی چې د شنو غرونو په لمن کې د نوموړې ولسوالۍ څخه شمال لويديځ لورته پروت دی، د سباڅنګ،  لوړ دېوال، سنځلې، شابوتکې کلیو او نهراهو غره ته نږدې د هسکو شنو غرونو په لمن کې خپل شتون راښیي او دې تر څنګ د زرو تنو په شاو خوا کې وګړي لري .

شنه غرونه چې د دې کلي اړونده برخو کې یې لوړوالی زیات شوی دی ، نېغې څوکې یې هسکې شوې دي ،د غره اړخونه یې توند شوي دي کو م څه چې وخت ناوخت د زړه بوږنونکو پېښو لامل کیږي خو پر دې برسېره د همدې غره له اوږو د وغجم د غاښي په نوم لومړنۍ لار تېره شوې ده چې د کږلېچونو، پېچومو او نورو په لرلو سره د ګاډو د تللو وړ نه ده خو افغان مېنه او چک (څک)ولسوالۍ اړوند د عربانو د درې کلي لکه ابکزار، کنجغتو، شالی او نورو سره نښلوي، دا چې شنه غرونه په شنه لمن ښه ښکاري څو کاله د مخه د نوموړي موخې د پلي کېدو په پار اوبه درونکی کوچنی بند جوړ شو .

د سیمې په مروجه بزګري اصطلاح کې دهنه هغه ځړوبي ته ویل کیږي چې له لوړې ځمکې څخه ښکته ځمکې ته په عمودي ډول د خړوبونې په موخه تویږي خو د (دهخدا قاموس ) په ژبه دې (دنه) لفظ کوم چې ولسي لهجه ده د خوښۍ شور ته ویل کیږي ځګه د خوښیو شور معمولا په لوړو ځایونو کې کیږي چې بېلګه یې د غرونو په څوکو لکه د اخترونو په شپه اور لوبې یا هم هغه څوک چې د غره لوړې برخې ته وخیژي د خوښۍ احساس کوي نو ارزونه یې لوړ ځای راښیي.

بلخوا کیدای شي چې د تاریخ هنداره (د رحمت اریا ژباړه اوڅېړنه) له لیکنې په ګټې اخستنې دا د سانسکریت ژبې (اورډست -هانه Urdasthána )کلیمه وي کوم چې د لوړ او پرتمین ځای په مانا راغلې ده چې د دې لاسوند د موندلو په موخه مخکني متن ته په کتو د شنو غرونو لوړوالی د دې کلي اړونده برخو کې نسبت نورو برخو ته  زیات دی شک دا کیږي چې ممکن دهنې نوم هم له اورډست هانې څخه راوتی وي او د هنې په بڼه عام شوی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...