شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeداسې هم شتهپه دوکه پاکستان ته بیول شوې ښځه ۲۰ کاله وروسته خپل هیواد...

په دوکه پاکستان ته بیول شوې ښځه ۲۰ کاله وروسته خپل هیواد ته ځي

یوه هندۍ ښځه چې په دوکه پاکستان ته بیول شوې وه، له شلو کلونو وروسته وتوانېده چې له خپلې کورنۍ سره اړیکه ونیسي.
دا هندۍ مېرمن له ۲۰ کلونو وروسته په کرزاچۍ کې د یوه ځوان په هڅو توانېدلې له خپلو خپلوانو سره تماس ونیسي او بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو په لټه کې ده.
هندۍ تبعه حمیده بانو شل کاله وړاندې د ایجنټ له لوري دوبۍ ته د روزګار لپاره وګومارل شوه خو ورسره چل وشو او د دوبۍ پر ځای پاکستان ته یووړل شوه.
د کراچۍ د منګوپير سيمې يوه ټولنيز فعال ولي الله په خپل يوټيوب چينل کې د حميده بانو يو ويډيويي بيان شريک کړی چې پکې دا په دې اړه خبرې کوي چې څنګه له هند څخه دوبۍ ته تللې او بيا په درغلۍ  پاکستان ته بېول شوې ده.
د دې ویدیو له خپریدو ډېره موده وروسته په ټولنیزو رسنیو کې یو کمپاین پیل شو چې له خپلو عزیزانو سره یې د ورکې شوې حمیدې د یو ځای کېدو غوښتنه کوله او بالاخره د ولي الله هڅې نتیجه ورکړه او حمیده بانو په هند کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شوه.
له اردو نیوز سره په خبرو کې ولي الله وویل: «له حیدراباد څخه د حمیدې په نوم یوه ښځه زما کور ته راغله او ویې ویل چې شل کاله وړاندې یې غوښتل چې له دوبۍ څخه خپل هېواد ته ولاړه شي، خو د یوه اجنټ له خوا دوکه شوه او پر ځای یې پاکستان ته ولېږل شوه، اوس په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي.»
هغه وويل چې د حميدې بي بي د دردناکې کيسې له اورېدو وروسته یې په خپل يوټيوب چينل کې يوه ويډيو اپلوډ کړه چې په هغې کې یې د هغې ټوله کيسه او عکسونه خپاره کړل او يو کمپاين یې پيل کړ چې که په هند کې یې څوک پېژني، ورسره اړيکه ونيسي.
د ولي الله په وینا، په یوټیوب باندې د ویډیو له اپلوډ کولو وروسته د هند د ممبۍ ښار یو یوټیوبر له ده سره اړیکه ونیوله او د ښځې د کورنۍ په اړه یې معلومات ورکړل، چې وروسته یې د حمیدې بانو لور او د هغې لور د ویډیو کال له لارې له نورو خپلوانو سره خبرې وکړې.
ده زیاته کړه:«دا یوه تاریخي شېبه وه ځکه چې له شلو کلونو وروسته مور له خپلې لور سره خبرې کولې او دواړو خواوو ته عجیبه حالات وو. حميده بانو د خپلې كورنۍ په ليدلو ډيره حيرانه شوه او له هغوى سره ليدو ته زړه نازړه ده.»
د ولي الله په وينا، اوس هڅه کوي چې حميده بانو ژر تر ژره خپلو عزيزانو ته ولېږدوي. په دې لړ كې د دواړو هېوادونو ترمنځ كار پېل شوے۔
په اسلام اباد کې د هند له عالي کمېشنرۍ (سفارت) سره هم تماس نیول شوی دی. تمه ده چې ژر به یوه لاره پیدا شي او هغه به وکولی شي خپلو عزیزانو ته وګرځي.
په خواله رسنیو (سوشل ميډيا) کې د حميده بانو يوه ويډيو روانه ده، چې په هغې کې نوموړې وايي:«دا شل کاله ډېر سخت تېر شوي،  اولادونه مې بیا بیا په ذهن کې ګرځي، نه پوهېږم په کوم حالت کې به وي؟ ایا زه به کله هم له دوی سره لیدلی شم که نه؟ په دې سختو حالاتو کې مې په ۲۰۱۰ کال کې دلته (پاکستان) واده وکړ او ارام ژوند مې پیل کړ.»
هغې وويل چې له کوم ځايه خبره شوه چې په کراچۍ ښار کې يو ځوان شته چې خيريه کارونه کوي او د دې په څېر له خپلو وطن او خپلوانو څخه جلا شويو خلکو سره مرسته کوي چې له خپلو عزيزانو سره يو ځاى شي. د خپلو عزیزانو د لیدو په هیله یې له ولی الله سره وکتل او تېره میاشت یې له خپلې کورنۍ سره خبری وکړې.
حميده بانو د پاکستان له حکومته غوښتي چې هند ته د هغې د بېرته لېږلو لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب