پوهاند محمد بشیر دودیال
(اقتصادی پرمختیااو پیاوړی اقتصاد، په واقعی توګه خپلواکی ده: Amarty sen)
(پینځمه برخه)
د طبيعي منابعو خصوصيات (Characteristics of Natural Recourse)
د طبيعي منابعو د مطالعې په بهیر کې د اقتصادپوهانو، سیاستوالو او آن دا چې د ټولې بشری کورنۍ اندیښنه هغه وخت زیاته شوه چې په دې کې ځینی یې له لاسه وتونکي دي. له دی پلوه منابع دخپلو خصوصياتو له مخې په لاندې توګه دي:
A : ذخيروي خاصيت لرونکي طبيعي منابع Stock resources
B : جرياني خاصيت لرونکي طبيعي منابع Flow resources
C : ترکيبي خاصيت لرونکي طبيعي منابع Composite group
چه هره کټګوري يي په لنډه توګه تشريح کيږي.
ذخيروي خاصيت لرونکي طبيعي منابع Stock resources
هغه منابع دي چې د ذخيره کيدو وړ دي او صرف د استعمال او استفادي په اثر استهلاک کيږي، پرته د هغي څخه به په مودو مودو د زيرمو په شکل پرتې وي. مثلا معدني مواد، د ډبرو سکاره، فلزي ډبرې او داسې نور. ذخيروي خاصيت لرونکي طبيعي منابع بيا په خپل وار سره په دوه نورو برخو ويشل کیږي.
- يو ځل استعماليدونکي mono period
- څو ځله استعماليدونکي poly period
يو ځل استعماليدونکي منابع
هغه طبيعي منابع دي چې د يو ځل استعمال څخه وروسته بيا نه استعماليږي اوپه بشړه ډول استهلاک کيږي. لکه: نفتي مواد، د ډبرو سکاره اوداسې نور.
څو ځله استعماليدونکي منابع
هغه طبيعي منابع دي چې تر فزيکي عملياتو اويا يو ځل استعمال څخه وروسته، دوهم ځل بيا هم استعماليږي. لکه فلزات چي بیا دوباره ذوب کیږي، د تورق او قالب کولو استعداد لري, يا ځمکه چی د يو ځل فصل اخيستلو وروسته بياځلی هم د استعمال وړده .
جرياني خاصيت لرونکي طبيعي منابع Flow resources
هغه منابع دي چې دهغوي جريان دوامداره وي؛ يا دا هغه منابع دي که استعمال شي او که نشي هرومرو له لاسه وتونکي دي. لکه سيندونه، د لمر وړانګې، کاملې نمو (بشپړې ودې) ته رسيدلي نباتات او داسي نور. زياتره دغه خصوصيت لرونکي منابع زراعتي استعمال لري. افغانستان یو کرنیز هیواد دی، یعنی اوس هم (چې نړۍ په څلورم صنعت متمرکزه ده) زموږ مسلط اقتصادی سکتور کرنه ده او کرنیز تولیدات مو دملی تولید برخه ده.
دغه شکل زموږ ورسته پاتیوالی ښکاره کوی، چی لا هم په سیده توګه له زمکې د خپلو اړتیاوو ترلاسه کولو ته اړ یاستو او آن د دغو محصولاتو ابتدایی پروسس نشو کولای، خواشینوونکی دا ده چی د دغو لومړنیو فعالیتونو او کرنیز محصول په ترلاسه کولو کی د اوبو او زمکی د مدیریت پوهه، وس او توان نه لرو او نه یې په اهمیت خبر یاستو. اوس یې وخت دی چې ورباندې وپوهیږو. په دې خاطر دغه له لاسه وتونکی او جریانی منابع موږ ته مهم دي، د هرې ورځې په تیریدو هغه اوبه چې زموږ له استفادی پرته، له لاسه وځي، بیا یی د ترلاسه کولو او جبران امکان له لاسه ورکوو، دلمر رڼا او د باد جریان هم هم داسې دی. دخپګان خبره دا ده چی په دې برخه کی موږ افغانان تر ټولو بی خبره او بی توپیره یاستو.
ترکيبي منابع resources Composite group
هغه منابع دي چي هم جرياني او هم ذخيروي خاصيت لري. د دوي له جملې څخه ځينې یې په عين وخت کې هم جرياني او هم ذخيروي خاصيت لري او ځينې يې بيا په يو خاص وخت کي جرياني خاصيت لري په بل وخت کې ذخيروي خاصيت پيداکوي. دا منابع نظر خپل دغه خصوصيت ته په دريو برخو باندې ويشل شوي دي.
- بيولوژيکي منابع Biological resources
- خاوره ييزې منابع soil resources
- د انسان په لاس جوړې شو ي منابع Manmade improvement resources
په لنډ ډول به یو یو وګورو:
بيولوژيکي منابع
لکه دماهيانو روزنه. که چيرې ماهيان د نسلګيري لپاره وساتل شي، نو ذخيروي او که چيرې د تجارت، خرڅلاو او خوراک لپاره راونیول شي، نو جرياني شکل پيداکوي.
خاور ه ييزې منابع
په دې ډله کې هغه منا بع راځي چې منشا یې په خاوره کې ده، لکه، طبيعي او مصنوعي (د انسان په واسطه جوړ شوي) ځنګلونه. کيداي شي چې يو وخت د نباتاتو د ساتلو لپاره استعمال شي او په بل وخت کي يې د لرګيو څخه تجارت وشي او په صنعت کې پروسس شي، طبی او صنعتي بوټي یې بل مثال دی.
د انسان په لاس جوړ شوي طبيعي منابع
دلته “دانسان په لاس جوړ شوي” څخه مطلب د انسان آګاهانه فعا ليت دی. مثلا د اوبوبند يوه طبيعي منبع ده، د هغه په سر دبريښنا جوړول د انسان يو آګاهانه فعاليت دی چې د اوبو جرياني منبع په ذخيروي منبع بدلوي.
اوس ګڼ شمیر عامه ادرات او تخصصي مستقل اداري واحدونه د طبییعی منابعو اوچاپیریال په برخه کی دنده ترسره کوي او په دې برخه کی په مدیریت، پلان او پالیسی جوړونه بوخت دی لکه د کرنی، اوبو لګولو او مالداری وزارت چې د هیواد د کرنیزوځمکو، سیندونو، وحشی ژویو چارو کې عامه خدمات وړاندې کوي او د هغو تنظیم ورپه غاړه دی، د کانونواو يټرولیم وزارت د هیواد د زمکی لاندې شتمنیو او منایعو مدیریت کوي، د چاپیریال ساتنې اداره د چاپیریال د پرابلمونو لپاره پالیسی جوړوی او هغه تطبیقوی، د کادستر اداره، د زمکو اداره، د اوبو او بريښنا وزارت چې یو مهال ولسمشر ډاکتر غنی د اوبو جلا کمیټه تشکیل کړه، تر څو ډیر تمرکز د اوبو په جریاني منبع باندې وشي او داسې نور ادرات او موسسات.
د طبیعی منابعو یواځې خصوصیات پیژندل کافی نه دی، غوره به وي چې د هغو په دوامداره ساتنه، مدیریت، اقتصادی سیستم ته یی د مفیدیت داخلولو، ملی ستراتیژی کې یې راوستلو، د هغو حقوقی اړخ باندی کار کولو، له علمی پلوه د هغو مطالعات پوره کولو او داسې نورو مهمو برخو باندې کار وکړو.