شنبه, اپریل 27, 2024
Home+ته(!)/اجمل پسرلی

ته(!)/اجمل پسرلی

د مجسمې  له چوترې تر راګرځیدلي زنځیر لاندې په زحف و پروت تیر شو. د چوترې په ژۍ یې لاس تکیه کړ، ورپورته شو. د سپینې مجسمې مخې ته ودرید. د مجسمې سر جګ و. ګوته یې ورته ونیوله:

« خپه یې»

«نه یې، زه خپه یم»

شاته یې د پارک خواته مخ واړاوه:

«دلته څوک نه شته په دې کونج کې بیغمه یې»

هڅه یې وکړه چې د مسجمې ګوتې پرانیزي:

«ته هم لاس نه راکوي»

د مجسمې پښو ته پر چوتره له کښیناستو سره ټنګ ټونګ شو د دوکا بوتل ترې ولوید. د شرابو څاڅکي له مرمرینو ډبرو لاندې څک څک وڅڅیدل. ده لاس تکیه کړ، پاڅیده. د مجسمې نس یې په څپیړه وواهه. سریې وګرځید. لاس یې له مجسمې لرې کړ، مجسمه د ده د لاس په وینو سره شوه، لاندې یې ټوپ کړل که یې زنځیر نه وای نیولی سر به یې له دیوال سره لګیدلی و.

د زنځیر له سره په زحمت واوښت. رغوي یې سوی وکړ، د بوتل درې ماتې ټوټې یې له لاسه وایستې. لاس یې د خولې خواته پورته کړ، ویې خندل:

«کومه ده بوتل چې څښې یې»

مجسمې ته یې لاس وڅانډه:

«بوتل دې هم رامات کړ»

د ونو ترمنځ نری ماښام د سپینو مرمرو مجسمه د بلاغوندې توره ورته وایسیده، هڅه یې وکړه چې له پارکه ژر ژر ووځي خو پښې یې مخامخ نه تلې دورې هورې کږیدې او له رغوي یې وینې څڅیدې.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب