چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهحنیف اتمر: د پاکستان له لوري توغندویي بریدونه د منلو نه دي

حنیف اتمر: د پاکستان له لوري توغندویي بریدونه د منلو نه دي

تاند (یکشنبه د دلوې ۱۹) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په لیدنه کې له نوموړي غوښتي چې پر افغان خاوره د پاکستاني پوځیانو له لوري د راتوغول کېدونکو توغندیو په هکله د کابل جدي اندیښنه پاکستاني چارواکو ته ورسوي.

د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، اتمر منصور احمد خان ته ویلي چې دا توغندویي بریدونه د ټولو اصولو خلاف او په هیڅ صورت د منلو نه دي.

په بیان کې راغلي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د خبرو له لارې د مسائلو پر حل ټینګار شوی دی.

د یادونې وړ ده چې پاکستاني پوځیانو تېره اونۍ هم د کونړ په شلتن او د ننګرهار په ګوشتې ولسوالیو لسګونه راکټي بریدونه کړي چې له امله یې خلکو ته سخت مالي زیانونه اوښتي دي.

له تیرو شاوخوا لسو کالونو راهیسې، پاکستاني پوځیان د ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته پرتې سیمي په راکټونو ولي، چې ډېر کله افغان ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.

پر ډیورنډ فرضي کرښه پراته افغان سرحدي ځواکونه بیا وایي، چې دوی د پاکستاني پوځیانو د هر ډول برید پر وړاندې تیاری لري، خو په وینا یې له مرکز څخه ورته د ځوابي حملو اجازه نه ورکول کیږي.

که څه هم پاکستاني چارواکي، د کرښې له هغې غاړې د راکټونو د را توغولو پوښتنې ته هیڅ ډول ځواب نه لري، خو له افغان چارواکو سره په خبرو کې یې د درېدو پخوانۍ خبره تکراروي، هغه څه چې په کور د ننه هیڅکله د باور وړ نه ده.

1 COMMENT

  1. دا پنجابیان د خريمې خرې عادت لري . د دوی تر شاه که څوک تېرشي ، سړی په لغتې وهي ، خو د دوی شوق راغلی وي چې کوم نر پرې وخیژي .
    یوځل خو هندوستان پرې وخوت او بنګلدیش یې وزېږاوو. که افغانستان پرې وخوت ، څلور پنځه به ترې وزېږوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب