دوشنبه, مې 20, 2024
Home+د پاکستانۍ زویا ناصر، الماني ملګری مسلمان شو

د پاکستانۍ زویا ناصر، الماني ملګری مسلمان شو

تاند(یکشنبه، د دلوې ۱۹) د پاکستان د تلویزیوني ډرامو د تکړه لوبغاړې، زویا ناصر یو نږدې ملګري، چې په جرمني هېواد کې یو مشهور یوټيوبر دی، د اسلام مبین دین یې قبول کړ او ایمان یې راوړ.

 دغه جرمنی یوټيوبر (کرسټین بیټزمین) نومېږي. هغه یوټيوب کې پر خپل چېنل یوه ويډيو خپره کړې ده او په هغې کې یې اسلام ته د داخلېدو خبر ورکړی دی.

کرسټين بيټزمین ته په ټوله نړۍ کې په پرېمانه کچه د مسلمانانو له لوري د مبارکۍ پیغامونه ورلېږل کېږي او خلک ورته د ښه ژوند دعاوې کوي.

پاکستانۍ فلمي لوبغاړې زویا ناصر، چې له کرسټین سره د ملګرتیا تار لري، هم په دې ډېره خوشحاله ده چې د هغې ملګري د اسلام مبارک دین قبول کړی او اوس یو کامل مسلمان جوړ شوی.

نوي مسلمان شوي ځوان دا هم ویلي دي چې په اروپا کې د اسلام په اړه خلک مختلف نظرونه لري او بېلابېل تعریفونه یې کوي، خو دا چې زه تر دې مخکې هېڅ یو مذهب ته قایل نه وم، نو بلاخره ورباندې وپوهیدم، چې اسلام هغه ډول دین نه دی، لکه اروپایان چې ورڅخه څه ډول برداشت لري.

زویا ناصر هم له کریسټن سره په پاکستان کې مخ شوې وه، بیا یې یو بل سره ډېرې لیدنې کتنې وکړې او دواړه اوس له یو بل سره نږدې ملکري دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب