Home+بارک اوباما د پاکستاني ناول لیکونکي په ناول فلم جوړوي

بارک اوباما د پاکستاني ناول لیکونکي په ناول فلم جوړوي

تاند (یکشنبه، د دلوې ۱۹) د امریکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر بارک اوباما او د هغه د مېرمنې میشل اوباما پروډکشن کمپني (هائر ګرايونډ پروډکشنز) د پاکستاني الاصله برتانیايي ناول لیکونکي محسن حامد په ناول باندې فلم جوړوي.

د راپورونو په حواله، د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما او د هغه د مېرمنې فلمي پروډکشن به د نېټ فلېکس نړیوالې شبکې لپاره فلمونه، وېب سیریزونه او فرمايشي فلمونه جوړ کړي.

د اوباما او د هغه د مېرمنې فلمي پروډکشن تر دې مخکې هم د نېټ فلېکس لپاره فلمونه جوړ کړي دي او د دې پروډکشن له لوري جوړې شوې یوې ډاکومینټري یا مستند فلم تېر کال د آسکار جایزه هم ګټلې وه.

د بارک اوباما دغه فلمي پروډکش په ۲۰۲۰ کال کې، په امریکا کې د موټرو د یوه چینايي شرکت په اړه وه، چې د آسکار جایزه یې هم وګټله، اوس دغه پروډکشن د محسن حامد په ناول باندې پر فلم جوړولو سربېره، نېټ فلېکس ته پر وېب سیریزونو باندې هم کار کوي.

د (هائر ګرايونډ پروډکشنز) چې دا ځل کومه ستره پروژه په مخ کې لري، هغه د پاکستاني الاصله برتانوي ناول لیکونکي محسن حامد په ناول (ایګزېټ وېسټ)، چې په ۲۰۱۷ کال کې چاپ شوی دی، د فلم جوړول دي، خو تراوسه دا نه دي ویل شوي، چې یاد فلم به کله بشپړ او خپور شي.

د محسن حامد یاد ناول په لویدیځو هېوادونو کې د پناه اخیستونکو کډوالو په اړه لیکل شوی دی، له همدې امله دا کتاب د نړۍ ګڼو سترو شخصیتونو او نوموتو کسانو خوښ کړی دی.

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما هم د محسن حامد ناول (ایګزېټ وېسټ) ډير خوښ کړی دی او اوس چې د اوباما پروډکشن په یاد ناول باندې فلم جوړوي، هم دا ښيي چې د یاد ناول مطالعې په بارک اوباما باندې ډېره اغېزه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...