Homeخبرونهد ننګرهار پر ګوشتې ولسوالۍ د پاکستان د توپچي بریدونو دوام

د ننګرهار پر ګوشتې ولسوالۍ د پاکستان د توپچي بریدونو دوام

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۱۹) د ګوشتې ولسوالۍ ځایي اوسېدونکي وایي د پاکساني نظامیانو له توپچي بريدونو په تنګ راغلي.

دوی وایي پاکستاني نظامیانو یو ځل بیا پر دې ولسوالۍ توپچي بریدونه پیل کړي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې له نن سهار راهیسې پر خوږګاخېلو  او لکړۍ سیمو باندې نهه توپونه راغلي دي او عام خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

د عامو خلکو په خبره که حکومت په دې اړه اقدام ونه کړي نو ډېری خلک به سیمې پرېښودو ته اړ شي.

نږدې پنځه ورځې وړاندې هم پاکستان په همدې سیمه باندې شاوخوا ۵۰ میزایل توغولي وو.

خلک وایي تراوسه چاته مالي او ځاني زیان دی اوښتی.

د ننګرهار ولایتي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې پاکستاني پوځيانو تېره اونۍ د کونړ په سرحدي سیمو هم توغندي توغولي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...