یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافغان دولت د طالبانو او القاعده شبکې د اړیکو په هکله د...

افغان دولت د طالبانو او القاعده شبکې د اړیکو په هکله د م.م د امنیت شورا د راپور هرکلی وکړ

تاند (یکشنبه د دلوې ۱۹) د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو د تحلیل او بندیزونو ډلې د هغه راپور هرکلی وکړ چې ویلي یې دي طالبان لا هم له القاعده ډلې سره اړیکې لري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحلیل او تعزیراتو ډلې د روانې فبرورۍ میاشتې په درېیمه د طالبانو او القاعده شبکې د اړیکو په هکله ه یوه راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې راغلي، په فراه او غزني کې د القاعده شبکې د دوو مشرانو حسام الدین عبدالروف مشهور په ابو محسن المصري او محمد حنیف مشهور په عبدالله وژل کېدو وښوده، چې د طالبانو او القاعده شبکې اړیکې پر خپل ځای پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي، اوسمهال په افغانستان کې له ۲۰۰ تر ۵۰۰ د القاعده شبکې غړي شته.

د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغه راپور هرکلی کړی دی او نن یکشنبه د یوه بیان په خپرولو سره یې ویلي چې افغان دولت د طالبانو لخوا د ژمنو نه عملي کېدو په اړه په خپل برحقه دریځ ټینګار کوي.

د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې ټولنې په ګډون له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې طالبان او ملاتړ کوونکي یې د اوربند ټینګولو، د هدفي وژنو مخنیوي او د القاعده شبکې په ګډون له نورو ډلو سره د اړیکو پرېکولو ته وهڅوي.

یاد وزارت له خپلو نړیوالو شریکانو غوښتي چې طالبان د تاوتریخوالي درولو او سراسري اوربند ته مجبور کړي څو د خبرو له لارې په هېواد کې تلپاتې سولې ته لار هواره شي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو څه موده وړاندې یې ویلي و چې په افغانستان کې د القاعده شبکې جنګیالي نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب