یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبلخ کې قهرېدلو لاريون کوونکو د ښار مرکزي برخې وتړلې

بلخ کې قهرېدلو لاريون کوونکو د ښار مرکزي برخې وتړلې

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۱۹) د بلخ په مرکز مزارشریف ښارکې سلګونه کسانو د نهه کلن عبدالرووف د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

لاریون کوونکو له ډېرې غوصې د مزار ښار مرکزي برخې وتړلې چې له همدې امله د لسګونه دولتي ادارو چارې هم ځنډېدلې دي.

دا قهرېدلي لاریونونه داسې مهال پيلېږي چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې نهه کلن عبدالرووف تښتول شوی خو لا نه دی خوشې شوی او نه یې هم تښتوونکي معلوم دي.

دوی وایي حکومت د یاد ماشوم په پيدا کولو کې پاتې راغلی دی.

د تښتول شوي عبدالرووف پلار رسنيو ته وويل حکومت ته يې د زوی تښتوونکي معلوم دي خو دا چې هغه خلک زورور دي نو پر وړاندې يې اقدام نشي کولی.

هغه زياته کړه، چې د تښتوونکو  په پېژندنه کې طالبانو هم ورسره ډېره مرسته کړې او د طالبانو له لوري يو تن مهم اختطاف کوونکی نيول شوی هم دی.

لاريون کوونکو حکومت ته درې ورځې ضرب الاجل وټاکه.

دوی وايي  که حکومت تر راتلونکو درې ورځو پورې عبدالرووف راخلاص نکړي نو خپل اعتراضونه به نورو شمالي ولايتونو ته هم وغځوي.

1 COMMENT

  1. له غلو د غلو نیونه ځان غولول دي خو بیا هم اعتراض باید جدي وي او نور هم جدي شي، په مزار کې د جمعیت بانډ لنډه غر په ټولو تښتونو کې لاس لري او هره بده پېښه چې کېږي که سمه څېړنه وشي نو د هر غله شاته به د جمعیت بانډ والي، قومندان، ولسوال او داسې نور وي.
    طالبان باید د نیول شوي غله څخه پوره اعتراف واخلي او هر څوک چې دغه پېښه کې لاس لري ټولې نړۍ ته افشاء کړی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب