یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهله هند څخه د کورونا واکسین لومړۍ جوپه کابل ته ورسېده

له هند څخه د کورونا واکسین لومړۍ جوپه کابل ته ورسېده

تاند (یکشنبه د دلوې ۱۹) لوړ پوړو هندي چارواکو کابل ته د کورونا ویروس د واکسین د لومړۍ جوپې د رسېدو خبر ورکړ.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبر جیشکر نن یکشنبه پر خپل ټوېټر لیکلي، له هندوستان څخه د کورونا واکسین لوړۍ محموله کابل ته ورسېده. نوموړي ویلي چې هند تل د خپلو ملګرو تر څنګ ولاړ دی.

د یادونې وړ ده چې افغانستان ته رسېدلی د کورونا واکسین خپله د هند له خوا جوړ شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تر اوسه په دې هکله معلومات نه دي ورکړي، خو تر دې مخکې یې ویلي و چې نن یکشنبه به له هند څخه د کورونا واکسین ۵۰۰ زره ډوزه کابل ته راورسېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري وايي، ترڅو چې دغه واکسین د روغتیا نړیوال سازمان له ‌خوا تایید شوې نه وي تر هغه به یې په افغانستان کې تطبیق نه کړي.

د نظري په وینا، دغه واکسین به په لومړیو کې روغتیایي کارکوونکو او له هغه وروسته ښوونکو او هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په زندانونو او لیلیو کې شپې سبا کوي، او همدا ډول به یې له ۵۰ کلونو پورته عمر لرونکو کسانو ته دغه واکسین ورکړل شي.

د چارواکو په وینا، دغه واکسین د استرازینیکا هندي څانګې له‌ خوا تولید شوي دي چې په دوو پړاوونو کې به ۲۵۰ زره افغانانو ته ورکړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب