Homeخبرونهکورنیو چارو وزارت د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته کاري فرصتونه برابروي

کورنیو چارو وزارت د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته کاري فرصتونه برابروي

تاند (یک شنبه، د دلوې ۱۹) د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د یوه خبري کنفرانس پرمهال ژمنه وکړه چې، دوی به د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته کاري زمینې برابرې کړي.

هغه وايي چې په ۱۴۰۰ کال کې د وژل شویو سرتېرو د وارثانو لپاره ۴ زره بورسیې هم په نظر کې نیول شوي دي.

طارق آرین زیاته کړه چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته یوه اندازه پیسې او یوه نمره ځمکه هم ورکول کیږي.

هغه زیاته کړه که د امنیتي ځواکونو لیکو کې د وژل شویو کسانو ستونزو ته په رسېدنه کې څوک بې پروايي وکړي له دندې به ګوښه شي.

کورنیو چارو وزارت داسې مهال په امنیتي لیکو کې د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته د پاملرنې ډاډ ورکوي چې له دې وړاندې پر دې وزارت له همدې امله سختې نيوکې وې.

عامو افغانانو ویلي حکومت د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته پام نه کوي.

خو تازه دې پرېکړې ټولنیز فعالین هم خوښ کړي دوی وايي، افغان سرتېري د هېواد او ولس ساتنه کوي او باید یې کورنیو ته هم پاملرنه ډېره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...