Homeخبرونهد ملي دفاع وزارت: د طالب جنګیالیو رهبري کوونکی ووژل شو

د ملي دفاع وزارت: د طالب جنګیالیو رهبري کوونکی ووژل شو

تاند (یکشنبه د دلوې ۱۹) د افغانستان د ملي دفاع وزرات وايي، هغه طالب قوماندان چې په کندهار او هلمند ولایتونو کې یې طالب جنګیالي رهبري کول، په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، ملا احمد چې د طالبانو د لایزري قطعې قوماندان و دوه ورځې مخکې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې په یوه هوايي حمله کې ټپي شوی و چې تېره ورځ یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې او مړ شوی دی.

سرچینه زیاتوي، ملا احمد د طالبانو هغه مشهور قوماندان و چې په کندهار او هلمند ولایتونو کې یې طالب جنګیاليو ته روزنه ورکوله.

طالبانو تر اوسه په دې هکله تبصره نه ده کړې.

په دې وروستیو کې کندهار کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې زیاتې شوي چې ډېر کله ترې د درنې د مرګ ژوبلې راپوورنه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...