یکشنبه, مې 5, 2024
Home+امریکايي بوکسر لیون سپېنکس سرطان وواژه

امریکايي بوکسر لیون سپېنکس سرطان وواژه

تاند ( یک شنبه د دلوې ۱۹) امریکایي مشهور بوکسر لیون سپېنکس د سرطان یا کېنسر ناروغۍ له امله د ۶۷ کلونو په عمر ومړ.

سپینکس چې له اوږدې مودې راهیسې په سرطان ناروغۍ اخته و، پرون په داسې حال کې ومړ  چې مېرمن، د کورنۍ غړي او څو ملګري یې حاضر وو.

سپینکس د سوک لوبې یا بوکس په لوړ وزن کې د ۱۹۷۶ د مونتریال په المپیک کې هم د امریکا لپاره د سرو زرو میډال ګټلی و،.

هغه په ۱۹۷۸ کال کې  د نړۍ نامتو اتل محمد علي کلې ته هم ماته ورکړه.

محمدعلي کلې اووه میاشتې وروسته له سپېنکس څخه غچ واخیست.

محمدعلي د سپورټ په ډګر کې ۶۱ ځله سیالۍ کړې وې او ۵۶ ځله بریالی شوی وو.

هغه تر ټولو مشهور بوکسر پېژندل شوی وو او په ټوله نړۍ کې یې مینه وال درلودل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب