Homeخبرونهکندهار کې د سوداګرو په مرسته دوه بندونه جوړیږي

کندهار کې د سوداګرو په مرسته دوه بندونه جوړیږي

تاند( جمعه ، د اسد ۱۴ مه) ‏‏‏د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر مولوي عبدالطیف منصور کندهار ته په سفر کې د دغه ولایت له والي سره په کتنه کې ویلي چې له انجنیرانو او مسلکي ټیمونو سره یوځای ارغستان ولسوالۍ ته سفر کوي چې هلته د شنه نري او لوړې دوه مهم بندونه ژر تر ژره جوړ کړي.

‏د نوموړي خبره، د بندونو په جوړېدو کې ورسره سوداګر هم د توان تر کچې مالي همکاري کوي.

طالب وزير او خبري سرچينو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

طالبان په وروستيو کې د اوبو د مختلفو بندونو د جوړېدو په اړه د هڅو خبر ورکوي،خو خلک ېې د هڅو پایلو ته په دې خوشبين نه ښکاري،چې دوی اړونده ادارې له مسلکي کادرونو تخلیه کړي او پر ځای ېې خپل ملایان او جنګيالي ګومارلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...