شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهله لیکوالو او شاعرانو د ط-انو غوښتنه؛د‌«اشغالګرو» خلاف زموږ قربانۍ وستايئ

له لیکوالو او شاعرانو د ط-انو غوښتنه؛د‌«اشغالګرو» خلاف زموږ قربانۍ وستايئ

تاند( جمعه ، د اسد ۱۴ مه) ‏‏‏‏د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي په لوګر کې د (مخکښو لیکوالانو او شاعرانو د مشورې او همغږۍ) تر عنوان لاندې جوړه شوې غونډه کې ویلي:«اوس مسوولیت دشاعرانو، لیکوالانو او د قلم د خاوندانو پر غاړه دی،چې هر یو د اشغالګرو پر وړاندې د ولس او زموږ د ‏قربانیو او زحمتونو څخه په ښه توګه یادونه وکړي او را تلونکو نسلونو ته یې ورسوي.»

هغه له شاعرانو او لیکوالانو غوښتنه کړې، چې دغرور، تکبر اوسپکاوي کلمو له استعمال څخه په کلکه ډډه وکړي اوپر ځای یې داتحاد کلمې وکاروي او د ولس او اوسني حکومت ترمنځ د همکارۍ روحیه لا زیاته پیاوړې کړي.

له ليکوالو او شاعرانو څخه د طالبانو دا غوښتنه په داسې حال کې ده،چې د طالبانو منتقدین بيا د طالبانو له واکمنيدو وروسته پر افغانستان د پاکستان د هوايي بمبارۍ او ځمکنيو بریدونو او د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د پرله پسې ګزمو او په یوه برید کې ېې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کیدو ته په اشارې طالبان د«اشغال ختمولو» او« هېواد ازادولو» د شعارونو په اړه ننګوي.

طالبانو او مبلغينو یې د دغو بریدونو او خلکو ته د ډېرو نورو وعدو د نه پوره کیدو په اړه قناعت نه دی ورکړی.

3 COMMENTS

  1. د دې په ځواب کې به همدومرسه بس وي چې :
    د موزيګي شکېدليه کټه
    چې سر دې راټينګوم لنګه دې ځينه

    خبره ترې خرابه شوه.

  2. د دوی په ځواب کې به همدومره بس وي چې :
    د موزيګي شکېدليه کټه
    چې سر دې راټينګوم لنګه دې ځينه

    خبره ترې خرابه شوه.

  3. ای ملا کلونه ، کلونه به ستاسو شاته ولاړ وم لمونځ به مي کاوه خو دتاسوله ٰ”جهاده” را په د خوا د هيڅ ملا شاته نه دريګم چي لمونځ وکړم.
    زما لمونځ خدای ﷻ بي له تاسو شان ته ملايانو هم قبلوي، اوته دوره بي شرمه يي چي خپلي خر مرګي په ما ستايي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب