Homeخبرونه«پخوانی امنيتي سرتېری د خپل ماشوم زوی په مخکې اعدام شوی»

«پخوانی امنيتي سرتېری د خپل ماشوم زوی په مخکې اعدام شوی»

تاند( جمعه ، د اسد ۱۴ مه) ‏‏‏‏د طالبانو په لاس د افغانستان د پرزول شوي نظام د امنيتي او دفاعي ځواکونو د وژنو او ربړونو په لړ کې له دایکندي ولایت څخه د خپل ماشوم زوی مخکې د يوه امنيتي سرتيري د اعدامېدو خبر ورکړل شوی.

خبري سرچينو ويلي،چې دغه اعدام شوی امنيتي سرتېری محمد زابلی نوميږي او اوړمه شپه د طالبانو زندان کې اعدام شوی.

د ۸ صبح ورځپاڼې د سرچينو د معلوماتو په اساس، یاد شوی سرتېری د افغانستان له سقوط څخه وروسته ايران ته تللی و،خو طالبانو ېې ۱۰کلن زوی بندي کړی او دغه سرتېری یې مجبور کړی و،چې بیرته هېواد ته ستون شي.

خبري سرچينو د نوموړي سرتېري د اوسیدو سیمه د دایکندي ولایت ناوه مېش ولسوالي ښودلې او ويلي،چې سرتېری د طالبانو زندان ته له حاضریدو سره د خپل زوی مخکې اعدام شوی.

د طالبانو سرچينو بیا د نوموړي د مرګ دلیل ځان وژنه ګڼلې ده.

د طالبانو وياندويانو رسما په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبان په ښکاره داسې پېښې نه تاييدوي،خو خبري سرچېنې ټینګار کوي،چې د هېواد په نیږدې ټولو سیمو کې د طالبانو له لوري ورته وژنې دوام لري او سانسور شوې رسنۍ او وېرول شوي خبریالان ېې د خبري پوښښ اجازه او جرئت نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...