یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامريکا: انديښمن یوو،چې افغان خاورې نه به بريدونه را باندې وشي

امريکا: انديښمن یوو،چې افغان خاورې نه به بريدونه را باندې وشي

تاند( جمعه ، د اسد ۱۴ مه) د کابل په دیپلوماتیکه سیمه (وزير اکبرخان)کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید پر مهال د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کيدو وروسته امريکايي چارواکو د افغانستان له خاورې د امریکا پر ضد د احتمالي بریدونو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

د امریکا د فډرالي پولیسو مشر کریستوفر رای د دغه هېواد د مشرانو جرګې په يوه استجوابیه غونډه کې ویلي:«موږ د افغانستان په اړه انديښمن یوو، په خاص ډول له دې کبله چې له هغه ځايه اوس لیرې یوو، زه هلته د سرچينو د یوې احتمالي مجموعې(اطلاعاتو) په له لاسه ورکولو انديښمن يم.»

 ‏‏‏‏یاد شوي امريکايي مقام په عین حال کې،‌انديښنه ښودلې چې په افغانستان کې به القاعده او داعش ډله دواړه له خرابيدونکي وضعيت څخه په استفادې بیرته فعال او سر راپورته کړي.

امریکايي چارواکو مخکې په افغانستان کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري موجوديت او وژل کیدو ته په اشارې ویلي وو،چې دوی په دې اړه حیران شوي نه؛بلکې نهيلي شوي دي.

طالبانو بیا ویلي،چې دوی په کابل کې د الظواهري له موجوديت څخه نه وو خبر.

دوی دغه راز ډاډ ورکړی،چې د افغانستان خاوره به د هیڅ کوم هېواد خلاف نه کارول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب