جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهخپل حکومت ته د عمران خان سپارښتنه؛د کابل اوسنۍ اداره زموږ خپله...

خپل حکومت ته د عمران خان سپارښتنه؛د کابل اوسنۍ اداره زموږ خپله اداره ده،درنه خپه نه شي

تاند( جمعه ، د اسد ۱۴ مه) د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان،چې د واکمنۍ پر مهال یې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنيدو لپاره په نړيواله کچه ډېره لابي کوله، په کابل کې د دوی حاکمه اداره د پاکستان خپله اداره ګڼلې ده.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي:«که امریکا ته پاکستان له خپلې خاورې د کابل د وروستي برید اجازه ورکړې وي، نو دا ښه کار نه دی شوی.»

عمران خان زياته کړې:«د غني حکومت زموږ ډېره بدنامي کړې وه او ډېرې ملامتۍ یې راباندې اچولې وې، مګر د کابل اوسنی رژیم زموږ خپل دی او باید ناراضه یې نه کړو.»

په کابل کې د طالبانو حاکمې ادارې د عمران خان څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو ډېر منتقدین هم د دوی اداره د پاکستان تابع او لاسپوڅې بولي،خو طالبان ېې په کلکه ردوي او بې ځايه تبلیغات یې ګڼي.

د افغانستان ډېرو خلکو له طالبانو غوښتي،چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې،چې د کابل په وزير اکبرخان سیمه کې یې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري وواژه، خلکو ته پوره توضیحات ورکړي.

ډېری پاکستان ضد افغانان باور لري،چې امریکا ته د الظواهري په ادرس ورکولو او په ضد يې د برید ترسره کولو کې پاکستان له امریکا سره معامله کړې ده.

د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح پرون په دې اړه وویل:«د الظواهري د مرګ اسقاط کې امریکا پاکستان ته د ۲میليارده ډالرو د له سود پرته قرضې اخیستو زمینه برابره او د الظواهري په اړه د معلوماتو ورکولو په سر د کندهاري طالبانو مشر ته ۱۵میلیونه ډالره ورکړل.»

پاکستان، طالبانو او امریکا متحده ایالاتو یوه هم نه دي ويلي،چې د الظواهري د ادرس موندلو اطلاعات له کومه او برید پرې د چا په همکارۍ تر سره شوی.

دا لومړی ځل دی،چې د طالبانو د بيا واکمنيدو پر مهال د پاکستان صدراعظم پاکستان ته د طالبانو د حاکمې ادارې د لاسپوڅي توب اعتراف کوي.

2 COMMENTS

  1. ښاغلی عمرانخان،
    دا ښه شوه چې خپل حکومت ته دې د افغان طالبانو په تړاو سپارښتنه کړې ده او دا سپارښتنه دې دا په زغرده جوتوي چې په کابل کې واکمنه اداره چې څانونه خپلواک ګڼي، خو د نورو چارواکو په څېر تاسې هم ومنله چې په کابل کې واکمنه اداره د پنجاب لاسپوڅې اداره ده.
    ښاغلی خان،
    تاسې ولې دا ډول لوبې له کشميريانو سره ولې نه شئ کولی؟
    ايا پاکستان ته به دا اسانه نه وه چې ايمن الظواهري مو په کشمير کې پټ کړی وی؟
    دا طالبان ولې په کشمير کې نه پيدا کيږي؟
    ښاغلی خان،
    خپلې لور ته دې څنګه ژوند پيرزو دی او زموږ نجونو ته څنګه؟
    Former wife of Imran Khan Jemima Goldsmith shares picture of his abandoned love child Tyrian White on Father’s Day, deletes it later
    According to Alfred, Sita White’s attorney, Khan was disappointed at the time of Tyrian White’s birth since she was a girl, and rued that the child would ‘not be able to play cricket’. He also urged White to have an abortion, to which she refused. After Sita was diagnosed with cancer, she appointed Goldsmith as Tyrian White’s ‘sole guardian’.
    https://www.opindia.com/2022/06/former-wife-of-imran-khan-jemima-goldsmith-shares-picture-of-his-abandoned-love-child-tyrian-white/
    ته خو دې دا خپله لور هم وګوره چې څنګه ژوند لري او طالب دې پر موږ راتپلی چې د نجونو ښوونځي هم زده کړې ته نه پرېږدي.

  2. څو ویشت کلنی نحلۍ سره واده کړیدئ. ما ته چی د عمران خان او کریکټ نوم نوئ خو جالب نه ؤ نو دا خبر می په ذهن کی ډیر دوام ونکړ. څو میاشتی بعد په یو مجلس کی چی څو کسه پیښوری پښتانه هم ناست وه د طالب چارواکی باید دا شعار او شعر زمزمه کړی:
    ” موږ خبر نه ؤ چی امریکائیان او انګریزان مو د واک پر تخت کېنوی او ممکن بیا مو په چول ووهی “. خان نوم د یو سیاستمدار پتوګه واورید ( هغه ورځی کوم چی عمران خان د تحریک انصاف د ګوند د تشکیل اعلان وکړ ) د ځان سره می وویل چی دا کس ( عمران ) د خپلی میرمنی په لمسون او لوړو دستګاوو په ملاتړ د سیاست ډګر ته را ودانګل او د انګریزی – یهودی پلانونو د پلی کولو ماموریت ور سپارل سویدئ. دا ګومان می هغه وخت په یقین بدل سو کله چی عمران خان تسپې پلاس کی ونیولې او بې اودسه د تصوف او د مرشد – پیر کُسمادرۍ ته ئې لاس ور واچاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب