Homeخبرونهطالبانو د پکتیکا ځوان شاعر فاتح جان پښتین تښتولی دی

طالبانو د پکتیکا ځوان شاعر فاتح جان پښتین تښتولی دی

تاند(جمعه، د اسد ۱۴مه) د پکتیکا ځوان فعالان وایي چې په افغانستان واکمنو طالبانو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکی افغان مبارز فاتح جان پښتین تښتولی او نامعلوم لوري ته یې ورسره وړی دی.‌

په ښاغلي پښتین تور لګېدلی چې د کرکټ د سیالیو په ترڅ کې یې د افغانستان ملي بیرغ پورته کړی او ملي سرود یې غږولی وو.‌

تر اوسه پورې، د طالبانو د هغه د ځای ځایګي په هکله څه نه دي ویلي.

د طالبانو ډله چې ځانونه د افغانستان حکومت بولي خو تر اوسه پورې یې حکومت هېڅ بهرني هېواد په رسمیت نه پېژندلی، د تېر جمهوري نظام په راپرځولو سره د افغانستان ملي بیرغ او اساسي قانون تر پښولاندې کړل او د ملي اردو او ملي پولیسو په شمول ګڼ‌ شمېر بنسټونه یې منحل اعلان کړل.

په طالبانو باندې تور دی چې یوازې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو یا د هغوی له مامورو ملایانو سره ښې اړیکې لري او د هر هغه افغان پر ضد په تشدد سره اقدام کوي چې د افغانستان د ملي ګټو لپاره کار کوي.

د رسنیو راپورونه ښیي چې تر دې مخکې هم، واکمنو طالبانو د عظیم او عماد په نومونو دوه قلموال او ځوان سیاستوال چې په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې پر ضد یې غږ پورته کړی وو، نیولي وو چې تر اوسه پورې یې د مړو او ژوندیو درک نه لګیږي.‌

کارپوهان وایي چې د یوه هېواد ملي بیرغ یوازې هغه وخت راغورځول کیږي او په کارولو یې بندیز لګول کیږي چې هېواد د بهرنیو له خوا اشغال کړای شي، خو طالبانو تر اوسه پورې د افغانستان په ملي بیرغ چې په مقدسه کلمه ښکلی شوی دی، د بندیز وضاحت نه دی ورکړی.‌

1 COMMENT

  1. کله چی سپی لیونی شی نو بیا هرڅوک داړی او د روغ اورنځور او خپل او پردی فرق نه شی کولی. نو خلک پوه شی چی سپی لیونی شوی او د ختمولو پرته بله لار نه لری.

    د تالب نه هم لیونی سپی جوړ شوی دی او پرته له ختمولو بله هیڅ لار نه لری.
    افغانانو ددې لیونی سپی نه د ځان خلاصولو لاری چاری ولټوۍ ګنی تاسو ټول لوی واړه، نر او ښځی به خامخوا یوه ورځ وداړی. لیونی سپی بل هیڅ علاج نه لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...