کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه
لیکوال: هنري هنډرسن
ژباړه: رحمت شاه فراز
لسمه برخه
د برېښنايي ټاکنو سیسټم
په برېښنايي ډول د رایو د ثبت، زېرمې او پروسېس لپاره بېلا بېلې لارې شتون لري. په وروستیو کلونو کې زاړه لاسي سیسټمونه (لکه د ټاکنیزو پاڼو او یا میخانیکي ټاکنو سیسټمونه) له منځه ولاړل او خپل ځای يې سوچه ډیجیټل (ټچ سکرینونو) او هایبریډ سیسټمونو ته پرېښود چې په یادو سیسټمونو کې ټاکنیزې پاڼې سکین او د ماشین په واسطه لوستل کېږي. خو په دې سربېره هم، د ټاکنو سیسټمونه له پراخو لانجو سره مخ شوي او په تېره بیا د ۲۰۰۰ز کال د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د فلوریډا تر ناکامۍ وروسته لانجې د یادونې وړ دي. هغه معیارونه چې له مخې يې د ټاکنو سیسټمونه ارزول کېږي، په لاندې ډول دي:
- د رایه اچوونکي لپاره پر دې سیسټم پوهېدنه او کارونه څومره اسانه ده.
- د معلولو کسانو لپاره دې سیسټم ته د لاسرسي قابلیت (اکسیسبیلیټي).
- دا چې د رایه اچوونکي هدف په دقیق ډول ثبتېږي.
- د رایې د یوه دایمي ریکاډ جوړولو قابلیت.
- د (برېښنايي یا فزیکي) لاسوهنې مخنیوی.
- د لانجو په صورت کې د خپلواکې بیاشمېرنې لپاره د رایو برابرول.
د برېښنايي ټاکنو ګڼ سیسټمونه شتون لري، چې له هغو نه یو دغه بکس ډوله ماشین دی چې په اتومات ډول د رایو نښه شوي کاغذونه ترتیبوي. په یاد سیسټم کې عمومي اندېنښې د لاسوهنې د امکان او د پایلو لپاره د خپلواکې ارزونې د اړتیا په تړاو دي.
د ټاکنیزو سیسټمونو په ابتدايي حالت کې ټاکنیزې پاڼې وې چې په ټوله کې به په لاس په نښه او جدول بندي کېدلې. د «اتوماتو» ټاکنیزو سیسټمونو په اولني نسل کې د ټاکنو داسې میخانیکي ماشینونه رامنځته شول چې رایې به د رافعو په کشولو ثبتېدلې. ورپسې د هایبریډ سیسټمونو دوه ډولونه راغلل. په دې سیسټمونو کې به رایې په میخانیکي ډول اچول کېدې خو جدول بندي يې بیا اتومات ترسره کېده. په یادو سیسټمونو کې پنچ کارتونه، «marksense» او یا دې ته ورته سیسټمونه کارول شوي وو چې دلته به رایه اچوونکي لومړی وړې خانې تورولې او ورپسې به دغه کاغذونه سکین کېدل او اتومات به جدول بندي کېدل.
د ۲۰۰۰ کال د امریکې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټاکنو هغه سیسټمونه ډېر زیات لانجمن وو چې پخوا خلکو باور درلوده چې تر ډېره بریده دقیق دي. په دغو سیسټمونو کې اساسي پرابلمونه د هغو پنچ کارتونو په ترجمه کېدو کې وو چې په سمه توګه به نه وو غار شوي او د دې ترڅنګ د ځینو ټاکنیزو پاڼو جوړښت به ډېر زیات جنجالمن او مبهم وو. د دغې ابتدايي لانجمنې ټکنالوژۍ په ځای اوس د ټاکنو دوه ډوله سیسټمونه وړاندیز شوي:
ټچ سکرین (Touch Screen)
دغه سیسټم له یوه داسې سکرینه استفاده کوي چې رایه اچوونکی په مستقیم ډول پکې کار کولی شي. د نوموړي سیسټم تر ټولو مشهور ډول DRE یا مستقیمه برېښننايي ثبتونه بلل کېږي؛ په یاد سیسټم کې چې څنګه چې رایه ولوېږي شي، نو کمپیوټري پروګرام یاده رایه تفسیروي او جدول ته يې سپاري، ورپسې د میموري په واحد کې د نوموړې رایې یو انځور زېرمه کېږي او د احتیاط لپاره یې (معمولاً) یو نقل هم ساتل کېږي. رایه اچونه چې ختمه شي، یاد واحد د رایو شمېرنو مرکزي دفتر ته وړل کېږي او یا ممکن د ورځې په جریان کې لا د کمپیوټري شبکې له لارې هماغه شېبه انتقال شي. په یو څو حالتونو کې رایه اچونه د ځینو خوندي انټرنټي ویبپاڼو له لارې هم ترسره شوې ده.
نوري (اوپټیکل) سکین
د کمپیوټرونو په مرسته د بالقوه لاسوهنې اندېښنې اکثره قضايي حوزې دې ته اړ کړې دي چې د ټچ سیسټمونو ځای د نوري سکین سیسټمونو ته ورکړي، چې په یاد سیسټم کې رایه اچوونکی یوازې پر کلکې ټاکنیزې پاڼې نښه کوي. د امریکې شاوخوا نیمی ښارونه د نوري سکین له سیسټمونو نه ګټه اخلي. د نوري سیسټمونو ګټه دا ده چې رایه اچوونکی په فزیکي ډول ټاکنیزه پاڼه په نښه کوي او دا ویني چې رایه يې په څه ډول اچولې او له جدول بندۍ وروسته همدا فزیکي ټاکنیزې پاڼې د لانجې په صورت کې د بیاکتنې لپاره موجودې وي. خو د نوري سکین ټاکنیزې پاڼې باید په پوره احتیاط د ټاکلي پنسل په استفاده په نښه شي، که نه نو سمې نه لوستل کېږي. د ټچ سکرین برعکس، په دغه سیسټم کې د دې امکان نشته چې رایه اچوونکی دې سملاسي غبرګون ترلاسه کړي او غلطي دې هماغه وخت اصلاح کړي. د نوري ټاکنیزو پاڼو سیسټمونه د ټاکنیزو پاڼو د کاغذ او چاپ د مصارفو له کبله ممکن ګرانه پرېوځي، ځکه یادې پاڼې باید په بېلا بېلو ژبو چمتو شي. خو دغه لګښت کولی شو په دې ډول تعدیل کړو چې د بشپړ-برقي سیسټمونو لپاره د اړتیا وړ پېچلي پوستغالي قانوني نه کړو او یا يې د ودې لپاره لګښت پرې ونه کړو.
که له هر ډول سیسټم نه کار اخیستل کېږي، فرق نه کوي، خو فدرالي قوانین دا لازمه ګڼي چې په عیني یا یو بل هر ډول چې وي معلولو کسانو ته هم باید د رایه اچونې فرصت برابر شي، تر څو وکولی شي چې په محرم ډول خپله رایه وکاروي. د نوري سکین له ټاکنیزو پاڼو سره یوه خاصه دستګاه ورکول کېږي چې یو غږیز فایل غږوي او د ټولو نوماندانو لسټ ورته لولي او د دې لپاره چې رایه اچوونکی خپله ټاکنه انتخاب کړي، یوه بټنه کېکاږي. خو د معلولینو د حقونو مدافعین بیا له دې خبرې سر ټکوي چې شته سیسټمونه لا هم دې ته اړتیا لري چې یو بل کس هم په فزیکي ډول هلته شتون ولري چې په نښه شوې ټاکنیزه پاڼه سکینر ته ورکړي. بل خوا، له ټچ سیسټمونو څخه نابینا اشخاص د غږیزو نښو په مرسته د بل نفر له شتون پرته هم ګټه اخیستلی شي، نو ځکه ځینې مدافعین تر نوري سکین یاد سیسټم ته ډېره ترجیح ورکوي.
اصلاحات او ربړې
د ۲۰۰۰ کال ټاکنیزو پرابلمونو ته په غبرګون کې د امریکا کنګرې په ۲۰۰۲ کال کې د امریکا د رایه اچونې مقرره تایید کړه او له هماغه وخته، یاد فدرالي حکومت د زړو ټاکنیزو سیسټمونو د تبدیلۍ – او په ګڼو ځایونو کې د ټچ سیسټمونو راوړلو – لپاره له ګڼو ایالتونو سره تر درې بیلیونو ډالرو ډېر کومکونه وکړل.
د برقي ټاکنیزو سیسټمونو په تړاو تر ټولو لویه اندېښنه دا راپورته کېږي چې د نورو کمپیوټري سیسټمونو په څېر ممکن یاد سیسټمونه هم د خاینو چارواکو په واسطه هیک او یا لاسوهنه پکې ووهل شي. په ۲۰۰۷ کال کې د کالیفورنیا پوهنتون د څېړونکو یوه ډله په دې موخه وغوښتل شوه چې د نوموړي ایالت د ټاکنیز سیسټم د هیک کولو کوشش وکړي. د یاد ازمایښت لپاره څېړونکو ته سورس کوډ (اصلي کوډ)، ډاکومنټیشن (سیسټمي/پروګرامي لارښود) او له فزیکي پلوه بشپړ لاسرسی ورکول شو. هیک کوونکي ټیم وکولی شوی چې هر ډول ټاکنیز سیسټم ته لاره ومومي او له خپلې خوښې سره یې سم عیار کړي. دوی په خپل راپور کې وښودله چې نوموړي سیسټمونه د برېښنايي او فزیکي امنیت له پلوه خورا کمزوري دي او داسې عیبونه هم لري چې له مخې يې هیک کوونکي کمپیوټر ته نوي وایروسونه انتقالولی او په سیسټمونو باندې پوره واک ترلاسه کولی شي.
د یادې ټکنالوژۍ تولیدوونکي او نور مدافعین بیا استدلال کوي چې یاد ازمایښت غیرواقعي وو او د واقعي نړۍ هیک کوونکي به نه کله معلوماتو ته دومره لاسرسی ولري او نه به هم دغو سیسټمونو ته. (ممکن په دې خبرې سره به مو د هیکرانو سرچینو ته په ټیټه سترګه کتلي وي، ځکه د نورو سیسټمونو مثلاً ټلیفون او کمپیوټرې شبکو په اړه هم قضیه په همدې ډول ده.)
بله مساله دا ده چې دا مسؤلیت به د چا په غاړه وي چې په خپلواک ډول د هر سیسټم پروګرامي (سورس) کوډ تر بیاکتنې لاندې ونیسي، تر څو دا په ډاګه کړي چې کومې خامیانې خو به نه لري. د سیسټمونو تولیدوونکي عموماً له دا ډول بیاکتنې سره جوړ نه وي او په دې اند وي چې سورس کوډ باید په شخصي ملکیت کې خوندي وي. د دې یو ممکنه بدیل اوپن سورس ټاکنیز سیسټم کېدای شي. د اوپن سورس پوستغالو مدافعین استدلال کوي چې دغه پوستغالي ډېر زیات خوندي وي او لامل یې دا دی چې د هر ډول ازمایښت او کنجکاوۍ لپاره د لاسرسي وړ وي.
د خوندیتوب په تړاو دې ټولو اندېښنو ته یو عمومي ځواب دا دی چې ټول سیسټمونه باید داسې کاغذي ریکاډونه تولید کړي چې تصدیق او شمېرنه يې په اسانه وشي. مګر د اوسنۍ ټکنالوژۍ ځینې مدافعین بیا وايي چې د یوه موازي کاغذي سیسټم ور اضافه کول یو بې ځایه مصرف او بله دا چې له اضافي ستونزو مثلاً د پرنټر خرابتیا او داسې نورو سره هم مخ وي. دوی زیاتوي چې د انکرپشن په مرسته مثلاً بشپړ- برقي سیسټمونه لا زیات امنیتي او خوندي جوړولی شو او په دې برخه کې د یوه داسې ماشین وړاندیز کوي چې رایه په یوه ساده کاغذ چاپ کړي او یو کوډ هم ولري. داسې چې رایه اچوونکی دغه کوډ د انلاین تصدیق لپاره وکاروي څو وګوري چې رایه یې په جدول کې ثبت شوې ده او که نه.
تر ۲۰۰۷ کاله پورې په امریکا کې شاوخوا ۲۸ ایالتونو داسې قوانین تایید کړل چې دا یې لازموله چې داسې ټاکنیز سیسټمونه دې جوړ شي چې یو ډول کاغذي سند یا ریکاډ تولید کړي چې رایه اچوونکي ته خپله رایه هم وښيي او وروسته بیا همدا سند د خپلواکې شمېرنې یا بیاشمېرنې لپاره هم استفاده شي.
که څه هم د ټاکنو کنټرول په خپل بنیاد کې محلي یا ایالتي مسؤلیت دی، خو فدرالي حکومت د فدرالي ادارې لپاره د ټاکنو پر سر یو شمېر قانوني صلاحیتونه هم لري او که له عملي اړخه ورته وګورو، نو په ټاکنیزه ټکنالوژي یا پروسو کې هر هغه بدلون چې د فدرالي ټاکنو لپاره د کنګرې له خوا تاییدېږي، نو په پای کې به په سیمه ییزو ټاکنو کې هم له هماغه بدلون څخه استفاده کېږي.
په ۲۰۰۷ کال کې د کنګرې مشرانو تصمیم ونیوه چې لږ تر لږه تر ۲۰۱۲ کاله پورې د هېواد په ټاکنیز سیسټم کې هېڅ لوی تغیر او بدلون ته اړتیا نشته، خو د ۲۰۰۸ کال د ټاکنو لپاره يې د یو ډول کاغذي ریکارډ شتون تایید کړ. د ټچ سیسټمونو د ګټه اخیستونکو لپاره تر ټولو اسانه لاره دا ده چې له دې سیسټم سره د کوچنیو کاغذونو پرنټرونه هم یو ځای کړي، مګر په ځینو ایالتونه کې داسې شکایتونه هم اورېدل شوي چې د دوی سیسټمونه تر دې هم ګرانه بدلونونه ته اړتیا لري.
په ورته وخت کې په ګڼو ایالتونو او نورو قضايي حوزو کې په دې هکله دا بحثونه هم ښه تاوده روان دي چې څنګه کولی شو چې د بودیجې له ټاکلي حد څخه له تجاوز پرته د لاسرسي وړ خو د خوندي ټاکنیزو سیسټمونو ضرورت پوره کړو.
اضافي لوستونه
1- Drew, Christopher. “Accessibility Isn’t Only Hurdle in Voting System Overhaul.” New York Times, July 21, 2007. Available online. URL: http://www.nytimes.com/2007/07/21/washington/21vote.html. Accessed September 20, 2007.
2- Open Voting Consortium. Available online. URL: http://www.openvotingconsortium.org/. Accessed September 20, 2007.
3- Rubin, Aviel. Brave New Ballot: The Battle to Safeguard Democracy in the Age of Electronic Voting. New York: Morgan Road Books, 2006.
4- Saltman, Roy G. The History and Politics of Voting Technology: In Quest of Integrity and Public Confidence. New York: Palgrave Macmillan, 2006.
5- United States Election Assistance Commission. “2005 Voluntary Voting System Guidelines.” Available online. URL: http://www.eac.gov/voting%20systems/voting-system-certification/2005-vvsg. Accessed September 20, 2007.
7-“Verified Voting: Mandatory Manual Audits of Voter-Verified Paper Records.” Available online. URL: http://www.verifiedvoting.org/. Accessed September 20, 2007.
8- Wildemuth, John. “State Vote Machines Lose Test to Hackers.” San Francisco Chronicle, July 28, 2007, p. A-1. Available online. URL: http://www.sfgate.com/cgi-bin/article.cgi?f=/c/a/2007/07/28/MNGP6R8TJO1.DTL. Accessed September 20,
2007