پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+د سویلي پښتونخوا ادب د تحقیقي مباحثو په رڼا کې

د سویلي پښتونخوا ادب د تحقیقي مباحثو په رڼا کې

لیکوال: پوهنیار ضیاءالاسلام شېراني

لنډیز

سویلي پښتونخوا د پښتنو او پښتو ژبې او ادب یو مهم او ستر ټاټوبی دی چې په غېږ کې یې سلګونه پښتانه شاعران، لیکوال او څېړونکي رالوی شوي دي. د دغې سیمې شاعرانو او لیکوالو د پښتو ادبیاتو په هره برخه کې خپل قلمونه چلولي او د پښتو ادب بڼ ته یې بېلابېل ارزښتمن آثار وړاندې کړي دي؛ خو د پښتو څېړنو د ادب او ژبې په برخه کې د سویلي پښتونخوا د شاعرانو او لیکوالو د کړي کار یادونه، څرنګه چې لازمه ده، هغسې نه ده شوې.

په عمومي توګه کله چې د پښتنو او پښتو ژبې، ادب او فرهنګ په اړه بحث او څېړنه کېږي، د سویلي پښتونخوا د ونډې له یادونې پرته دا بحث نیمګړی ګڼل کېږي؛ خو د پښتو ادبیاتو په اړه لیکل شوي تاریخونه چې ګورو، په ډېرو مهمو مهمو کې یې سویلي پښتونخوا اصلاً یاده شوې نه ده. له ادب‌تاریخونو ورهاخوا د پښتو په داستاني ادبیاتو، فولکلوریکو ادبیاتو، کره‌کتنې او نورو برخو کې چې کوم څېړنیز آثار کښل شوي دي، په هغو کې هم د افغانستان او شمالي پښتونخوا په پرتله د سویلي پښتونخوا یادونه ډېره کمه شوې ده.

له تېرو شاوخوا پنځوسو کلونو راهیسې په سویلي پښتونخوا کې د ادبي پرمختګ ګامونه ګړندي شوي، د کوټې پښتو اکاډمۍ جوړېدل، په دغه سیمه کې د مشاعرو او ادبي ناستو پیل، پر راډیو او تلوېزيونو پښتو خپرونې، صحافت، ژباړې او نور هغه موارد دي چې په سویلي پښتونخوا کې یې د پښتو ژبې او ادب په پرمختګ کې مهم رول ولوباوه او په دې موده کې د دې سیمې په غېږ کې داسې ځوان شاعران، کره‌کتونکي، څېړونکي او لیکوال وروزل شول چې کارونه او هڅې يې د شمالي پښتونخوا او افغانستان تر شاعرانو او لیکوالو کمزورې نه دي.

کلیدي کلمې: پښتو ادبیات، څېړنې، سویلي پښتونخوا، د سویلي پښتونخوا ادب.

پښتو ادبي څېړنې

څېړنه په خپل ذات کې یو لرغونی کار دی چې له بشري ژوند سره هممهاله راپیل شوې او لا هم روانه ده؛ خو معاصره څېړنه یو نوی علم دی. د دې نوي علم تیورۍ زموږ سیمې ته د شلمې پېړۍ په شاوخوا کې له لوېدیځه راغلې دي، یعنې په پښتو کې چې له شلمې پېړۍ وړاندې کومې څېړنې شوې دي، څېړونکي ورته دودیزې څېړنې وایي.

د پښتو د معاصرو څېړنو منظم پيل په افغانستان کې د کابل او نورو انجمنونو او وروسته د پښتو ټولنې او په پښتونخوا کې د پښتو اکاډمۍ په رامنځته کېدو سره شوى دى. پر دې سربېره په دې مرکزونو او له دې مرکزونو بهر د بېلابېلو مجلو او جريدو چاپ هم د معاصرې څېړنې په پيلامه کې مهم نقش ولوباوه. په دې مجلو او جريدو کې د نومياليو پوهانو څېړنيزې ليکنې خپرېدې او پښتو ټولنې، پښتو اکاډمۍ او نورو څېړنيزو مرکزونو د څېړونکو په زيار زاړه دېوانونه او نور آثار خپرول.

د معاصرې څېړنې په لومړي پړاو کې د څېړونکو پام تر ډېره د خپلې ژبې، ادب او فرهنګ د زړې پانګې موندلو او راټولولو ته و؛ لکه استاد عبدالحی حبيبي چې د خپل فرهنګي زنځير دوې ورکې کړۍ (تذکرۃ الاوليا / پټه خزانه) وموندلې؛ د خوشال دېوان يې چاپ کړ او بيا دا لړۍ پسې اوږده شوه. دا راز پښتو ټولنې او د هېواد نورو علمي مرکزونو د زړو دېوانونو او نثري آثارو نسخې چاپ کړې او له دې سره يې د معاصر پښتانه لوستونکي مخ ته خپل زوړ فرهنګ کېښود چې ويې‌لولي او ژوند ترې زده کړي.

د لومړي پړاو په څېړنو کې د ادبي متن پر ځاى پنځګر مهم و. د بېلګې په توګه د حميد د هنر پر ځاى پخپله دى ارزښتمن دى او په دې توګه متن بې له خپله پنځګره بې معنا دى. یعنی په دې پړاو کې څېړونکي پر دې بوخت وو چې پنځګر څوک دى؟ د چا زوى، د چا لمسى، د چا کړوسى، د کومې قبيلې دی؟ او د زوکړې او مړينې نېټې يې کومې دي؟ دا حالت موږ د هغه وخت په زياترو څېړنو کې ليداى شو.

د معاصرې څېړنې په دویم پړاو کې څېړونکو د متن د پنځګر په ګډون هغو ټولو شرایطو ته پام وکړ، چې متن پکې رامنځته شوی و. د شملې پېړۍ په لومړیو کې د فورمالېزم او رغښتوالې (سټرکچرلیزم) پر اساس د ادبي متن ارزښت او معنا په خپله د دې متونو د داخلي جوړښت او رغښت له مخې ټاکل کېده؛ خو د شملې پېړۍ په دویمه نیمایي کې د پسرغښتوالې (پوسټ سټرکچرلېزم) په راتګ سره د متن معنا د متن له جوړښته ووته او لوستونکي ته راورسېده.

زموږ هغه ځوانان چې لوېدیځ ته زده کړو ته تللي وو، پښتو څېړنې یې له دوديزې بڼې راوايستې او په افغانستان او پښتونخوا کې يې پښتو څېړنو ته نوى رنګ ورکړ. په افغانستان کې بهاءالدين مجروح، غلام غوث شجاعي، حبيب الله تږی، محمد صديق روهي، پوهاند عبدالرحیم الهام او استاد سعدالدين شپون او په پښتونخوا کې مرحوم کامل مومند، پروفیسور تقویم الحق کاکاخېل، پروفیسور عبدالقدوس قاسمي، قلندر مومند، پرېشان خټک، خيال بخاري، پروفیسور نواز طایر، همېش خلیل او نور د دې دورې استازي څېړونکي دي، چې پښتو څېړنه يې د بڼې او منځپانګې له مخې نوې کړه.

د پښتو د اوسنۍ څېړنې دويم پړاو د شلمې پېړۍ تر دويمې نيمايي وروسته په اوومه يا د څوارلسمې لمريزې پېړۍ په شپږمه لسيزه کې پيلېږي او ښايي موږ يې پر همدې دوو پړاوونو ووېشو؛ خو تر جګړو وروسته د پښتو څېړنو بڼه بېرته بدله شوه. دا بل پړاو ځکه نه نوموو، چې د پرمختګ پرځاى پکې شاتګ وشو. افغانستان د پښتو د معاصرې څېړنې مهم مرکز و. د دې مرکز د بېلابېلو څېړنيزو منځيو علمي کيفيت له جګړو سره اغېزمن شو، چې د پښتونخوا پر څېړنيز وضعيت يې هم اغېزه وکړه. څېړونکو هغه دود (روايت) چې د پښتو د معاصرې څېړنې د دويمې دورې نومياليو څېړونکو راپيل کړى و، ونه‌پاله او موږ اوس وينو چې د پښتو ډېر جدي څېړونکي هم د شلمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي دوديز څېړندود پالي او د متن پرځاى تر پنځګر تاوېږي.

د افغانستان او پښتونخوا په پوهنتونونو او تحقيقي مرکزونو کې څېړنې کېږي؛ استادان او د علمي مرکزونو غړي د ترفېعاتو او محصلين د فراغت د سند د ترلاسي لپاره څېړنيز آثار ليکي، خو بيا هم زموږ څېړنې ځاى نه نيسي. د دې څو لاملونه دي:

زموږ معاصرې څېړنې د ځينو بېلګو په استثناء د تحقيق علمي مېتود نه کاروي؛ شننه يې کمزورې وي يا څېړنيزه نه وي؛ نقد يې خام يا په نشت حساب وي او ان له ماخذونو څخه يې استفاده سمه نه وي. نو له داسې کمزورو څېړنو څخه د فرهنګي بدلون هيله شنډه ده.

پښتو څېړونکي تر ډېره د خپلې ټولنې ستونزې او تشې نه درک کوي؛ له ځينو څېړونکو پرته زموږ ډېری څېړونکي پر داسې موضوعاتو څېړنې کوي چې زموږ د ټولنې لومړنۍ اړتیاوې نه وي. موږ لا هم زاړه دېوانونو له نويو سريزو سره بیا بيا چاپوو! زموږ ځینې اوسني څېړنونکي د لوستونکي د اړتيا پر ځاى د لومړي پړاو دوديزو څېړنو ته ورګرځي او د منځپانګې پرځاى پاملرنه شاعر او ليکوال ته کوي.

موږ چې خپلې اړتياوې درک کړې نه دي، د څېړنو او فرهنګ ترمنځ مو واټن پيدا شوى. لوستونکي ته دا څېړنې هغه مړې کيسې ښکاري، چې له ده سره د اوسني ژوند په پېژندلو او د عملي ستونزو په حلولو کې مرسته نه کوي او همدا لامل دى، چې زموږ اوسنۍ ليکنې د استاد کامل، مجروح صاحب او استاد روهي د څېړنو پرخلاف داسې تخصصي جنبه نه لري، چې د يوه مسلک په زده کړه کې له يوه محصل سره يا په ورځني ژوند کې له يوه عام فرد سره مرسته وکړي.

د سویلي پښتونخوا ادب

سویلي پښتونخوا د پښتو ژبې او ادب په مرکزونو کې هغه مرکز دی چې د پښتو ادبیاتو د تاریخ په هر پړاو کې يې د ادیبانو او شاعرانو نومونه ياد دي. د بېلګې په توګه د پښتو ادب په لرغونې دوره کې بېټ نیکه، اسماعیل سړبنی، شیخ تیمن، ملک یار غرشین، زرغونه کاکړه، دوست محمد کاکړ؛ د منځنۍ دورې الله یار افریدی، عبدالطیف اڅکزی، فیض الله کاکړ، حمدالله کاکړ، جان محمد کاکړ او پېر محمد کاکړ؛ په درېيمه دوره کې عبدالرحمان کاکړ، عبدالصمد خان اڅکزی، ملا یعقوب غوث، عبدالخالق تارن او تر دوی وروسته د معاصرې دورې سلګونه ځوان څېړونکي، شاعران او لیکوال یادولی شو.(کاکړ، ۱۹۸۷ز:۲۴۰)

سره له دې چې د پښتو ژبې او ادب پورته یاد شوي شاعران او ادیبان د سویلي پښتونخوا د سیمې وو او پر دې اساس په یاده سیمه کې باید پښتو ژبې او ادبیاتو ډېره وده کړې وای؛ خو کله چې د پښتو ادبیاتو تاریخونه لولو نو ګورو چې له لرغونې دورې راوروسته په ځانګړې توګه منځنۍ دوره کې د پښتو ادب په میدان کې د سویلي پښتونخوا برخه ډېره پیکه کېږي.

د ډیورنډ فرضی کرښې له رامنځته کېدو او د لوی افغانستان د بدن د یوې برخې له جلا کېدو سره هم په سویلي پښتونخوا کې د ګوتو په شمېر ادیبان او لیکوال مخې ته راځي؛ خو د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته په دغه سیمه کې د ادبي پرمختګ ګامونه ګړندي شول. د کوټې پښتو اکاډمۍ جوړېدل او هلته د ادبي ناستو او کنفرانسونو پیل، په پښتو د راډیو او تلوېزیون د نشراتو پیل او پښتو خپرونې ورکول، صحافت او ژباړې هغه موارد یادولی شو، چې په سویلي پښتونخوا کې یې د پښتو ژبې او ادب په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.

د موضوع د لا ښه وضاحت لپاره لومړی غواړم، چې د دې سیمې د ادب اړوند ځینو برخو ته لنډه کتنه وکړم، په دویم قدم کې بیا د پښتو ادب په څېړنو کې د سویلي پښتونخوا د ادب د ځای په اړه بحث کوم:

ادبي څېړنې: د افغانستان په شان په سویلي پښتونخوا هم د ادب اړوند څېړنې په لومړیو کې دودیزې وې؛ له شلمې پېړۍ را وروسته معاصر پړاو ته دننه کېږي. په دې برخه کې صاحبزاده حمیدالله او عبدالکریم عامر هغه څوک دي، چې تر نورو یې نومونه مخکې یادېږي. عبدالکریم عامر په لومړي ځل د سویلي پښتونخوا د یوه شاعر جان محمد کاکړ دیوان ترتیب او چاپ کړ. پروفیسور ولي محمد سیال کاکړ، عبدالروف رفیقي، عبدالکریم بریالی، سید خیر محمد عارف، علي کميل قزلباش، دکتور لیاقت تابان او … هغه کسان دي چې په څېړنه کې یې د پام‌وړ کار کړی دی. د بېلګې په توګه: د میرعلي اندړ دیوان، د ملا قلندر ګلدسته، د ملا جانان د حج احکام، زین البیان، کلیات جانان قندهاري او ځینې ادبي تذکرې هغه بېلګې دي چې د سویلي پښتونخوا څېړونکو لیکلې دي.

تذکره لیکنه: د تذکره لیکنې په برخه کې هم د سویلي پښتونخوا څېړونکو او ادیبانو د پام وړ کار کړی دی. حافظ خان محمد کاکړ هغه څوک دی چې په ۱۹۵۸ز کال کې یې د «کسي ګلان» تر سرلیک لاندې د سویلي پښتونخوا د شاعرانو او ادبیاتو تذکره ولیکله. (انشاء ،۲۰۰۶ز: ۳۰۹)

له نوموړي وروسته د پروفیسور سیال کاکړ «پښتو او پښتانه په سویلي پښتونخوا کې»، «د کسي د لمنې پښتانه لیکوال»، د صاحبزاده حمیدالله د «پښتو ادب په سویلي پښتونخوا کې»، د کلیم الله صدام «په سویلي پښتونخوا کې نثر لیکونکي»، د بشرمل ناصر او اوېزان مندوخېل «ابشارونه د بهلول»، د خیر محمد عارف «زموږ غازیان»، د حافظ خان محمد تذکره، د میر حسن تذکره هغه یو شمېر ادبي تذکرې دي چې د سویلي پښتونخوا د شاعرانو او ادبیانو په اړه لیکل شوې دي.

فولکلور: پښتانه که لر دي او که بر، له بده‌مرغه له تعلیم او تحصیله لرې پاتې شوي او لا هم تر بل هر قوم په پښتنو کې د نالوستو شمېر ډېر دی؛ خو له دې حالت سره سره بیا هم پښتو ژبه په ښه وضعیت کې ده، په ځانګړې توګه له ۲۰۰۱ کال را وروسته د پرمختګ په حال کې ده. څېړونکي د دې وضعیت دوه ستر لاملونه یادوي، چې یو یې د پښتو ژبې غني فولکلوریک ادبیات دي او بل هم د پښتنو د نفوس زیاتوالی.

د پښتني فولکلور په برخه کې سویلي پښتونخوا یوه مهمه سیمه ده – له یوې خوا د پښتو فولکلور ډېري مواد له همدې سیمو راټول شوي او له بل پلوه د پښتو ژبې تکړه فولکلورټولوونکي او څېړونکي په دغه سیمه پورې اړه لري. په سویلي پښتونخوا کې د خپرو آثار و په لړ کې لومړی اثر د ګل محمد خان کاکړ «ګل ټپې» دی. تر نوموړي وروسته د فولکور په برخه کې پروفیسور سیال کاکړ هغه څوک دی چې په دې برخه کې یې تر بل هر چا ډېر او ارزښتناک کار کړی دی. سپېڅلي ګایونه، پښتني فولکلور، ملي ادب، کاکړۍ، چغیان، مزارات، انګۍ، پښتو کیسۍ او … هغه آثار دي چې پروفیسور سیال کاکړ لیکلي او خپاره شوي دي. د سویلي پښتونخوا په کچه د فولکلوریکو ادبیاتو په برخه کې صاحبزاده حمیدالله هم هغه څوک دی چې نوم یې باید یاد شي، کاکړۍ غاړې او د غرونو څوکې هغه آثار دي چې صاحبزاده حمیدالله لیکلي دي.

له پورته یادو شوو کسانو راوروسته ولي محمد ولي، ابوالخیر ځلاند، عبدالروف رفیقي، خیر محمد عارف، عابد شاه عابد، محمد صادق ژړک او زيات شمېر نور لیکوال یادولی شو، چې په سویلي پښتونخوا کې یې د فولکلور راټولونې په برخه کې ارزښتناک کارونه کړي دي. دوی د پښتو متلونه، انګۍ، غاړې، ولسي نکلونه، کاکړۍ، لنډۍ، نشرحې او نور فولکلوریک مواد راټول او خپاره کړي دي. (ناصر،۱۳۹۹ل:۸۹)

ادبي کره‌کتنه: کله چې په پښتو ادب کې د کره‌کتنې په برخه کې د سویلي پښتونخوا پر ونډ خبرې کوو، نو که د څومره‌والي له پلوه له نورې ټولې پښتونخوا سره برابره ده او که نه، خو د څرنګوالي(ماهيت) له پلوه تر نورې پښتونخوا کمه نه ده. پښتو په ټوله کې کره‌کتونکي کم لري او د پښتو ادب د ودې د ټکنیتوب يو لامل یې هم ګڼل شو، خو په دې کمو کره‌کتونکو کې د سويلي پښتونخوا داسې کره‌کتونکي راځي، چې د کره‌کتنې او ادب پر چارې او پوهې تر ډېرو برلاسي دي. په دې کره‌کتونکو کې د دروېش دراني، نصیب الله سيماب، برکت شاه، عبدالکریم بریالي، خلیل باور، خانزمان، لیاقت تابان او … هغه پوهان کره‌کتونکي دي چې کره‌کتنه يې عالمانه او جدي ده.

دا راز په سويلي پښتونخوا کې د کره‌کتنې پر تيوريو هم ارزښتناک کتابونه ليکل شوي، چې له هغې ډلې د پروفیسور ربنواز مایل «ادب، تنقيد او فکر»، د عارف تبسم «پښتو ادب او نړیوال کلی»، د شاهد اسرار «د قاري اساس تنقيد»، د دکتور نصیب الله سیماب د «پښتو ادب او تنقيدي نظريات» او د دروېش دراني «کره‌کتنه او د هغې زغمل» یادولی شو.

شاعري: د شعر او شاعرۍ په برخه کې سویلي پښتونخوا په خپله غېږ کې تکړه شاعران روزلي دي، چې په مختلفو فورمونو کې یې ارزښتناکه او خوږه شاعري کړې ده. ربنواز مایل د دې سیمې له لومړیو شاعرانو څخه و چې په ۱۹۶۲ز کال کې یې د «زړه غوټۍ» ترسرلیک لاندې خپله شعري ټولګه چاپ کړه.

دروېش درانی د سویلي پښتونخوا د معاصرې شاعرۍ سر لاری او ځلانده ستوری ګڼل کېږي، چې د «هوا او څراغونه»، «زخمي لاسونه»، «اغزنه لار»، «ناورین پسې ناورین» او … په نومونو شعري ټولګې یې چاپ شوې دي. دروېش درانی د دې سیمې هغه شاعر دی چې په اوسني عصر کې یې په لره او بره پښتونخوا کې ډېره مینه‌وال او لوستونکي شته دي. پر دروېش دراني سربېره راز محمد راز، سید رسول فریادي، عبدالباري اسیر، مقدس خان معصوم، عبدالکریم بریالی، نذیر درانی، دکتور لیاقت تابان، عابد شاه عابد او سلګونه نور هغه شاعران دي، چې خوږه او نوې پښتو شاعري کوي.

داستاني ادب: ښاغلی زرین انځور په خپل اثر د سویلي پښتونخوا ستوري (د سویلي پښتونخوا د داستاني ادبیاتو مخکښې څېرې) کې لیکي: «سره له دې چې په جنوبي پښتونخوا کې د نوي داستاني ادب نښې نښانې د ځینو عواملو له مخې د پښتونخوا (پېښور او شاوخوا) او افغانستان په نسبت راوروسته پیل شوې دي، خو دغه راوروسته پیلېدنه په هېڅ ډول د پښتنو ـ افغانانو د دغې مهمې فرهنګي او ادبي حوزې د داستاني آثارو د ارزښت په اړه د پوښتنې وړ نشي کېدای.»

په سویلي پښتونخوا کې له ۱۹۵۳ز کال راوروسته د داستاني ادبیاتو په برخه کې ځینې داسې څېرې مخې ته راځي چې آثار یې که د کمیت له پلوه له افغانستان او شمالي پښتونخوا سره برابر نه دي، خو د کیفیت له اړخه ترې کم هم نه دي. د معلوماتو پر بنسټ په سویلي پښتونخوا کې د داستاني ادبیاتو لومړنۍ هڅه فاروق شاه سمایلزي د «بدل» په نوم د یوې لنډې کیسې په فورم کې کړې ده چې هغه مهال په «پښتو» مجله کې خپره شوې ده. دغسې جان محمد زلمی، ابوالخیر ځلاند، رنبواز مایل، سلطان محمد صابر، عبدالخالق تارن، ابوالفتح پښتون او ځینې نور هغه کسان دي چې په دې برخه کې یې لومړنۍ هڅې کړې دي او لنډې کیسې یې په مختلفو مجلو کې خپرې شوې دي.

په همدې ډول نظر پاییزی، ولي محمد ولي او رحمت الله رحمت د سویلي پښتونخوا هغه لومړني کیسه لیکوال دي چې د لنډو کیسو ټولګې یې چاپ شوې دي. همدارنګه اوس په سویلي پښتونخوا کې د داستاني ادبیاتو په برخه کې محمدنعیم ازاد، درمحمد کاسي، عبدالخالق تارن، صادق ژړک، بارکوال میاخیل او … هغه کسان دي چې په دې برخه کې یې د پام‌وړ با ارزښته کار کړی دی.

د ناول لیکنې په برخه کې هم سویلي پښتونخوا تکړه لیکوال لري؛ د محمود خان اڅکزي د «کوټې د اووم اکتوبر رزم»، د ناظر صادق «وچه لښته» او د افضل شوق «پروني مخونه» په دې سیمه کې د ناول لیکنې لومړنۍ هڅې دي، چې زموږ مخې ته راځي.

له دغو لومړنیو هڅو چې راتېر شو، د سویلي پښتونخوا د ناول لیکنې په تاریخي بهیر کې موږ ته د رحمت الله رحمت «ناکامه مینه او زورور خلق»، «محبت ولې ورک شو؟»، «ایا محبت به خپل مطلب ته ورسېږي» او «امید»؛ د راز محمد راز «عاشو لمر او باران اوروي»، «کابل ړنګ دی مینې ژاړي»؛ د دکتور لیاقت تابان «ځورېدلي سره یو شول»؛ د عبدالقادر مجرم «لویه لار ده څوک به راشي»، «دوی هدیره نه لري»، «ورته ګوري به جانان»، «ټولنه لېونۍ ده» «زړونه کاږي»، «د ژوند لویه سزا ژوند دی» ؛ د در محمد کاسي «سورسانده»، د فاروق سرور «سګوان»، د دکتور نصیب الله سیماب «طالبه خدای که به ملا شې»، د محمد نعیم آزاد «نېکمرغه خاوره» او د نورو … ناولونه یادولی شو.

په تحقیقي مباحثو کې د سویلي پښتونخوا د ادب ځای

د سویلي پښتونخوا د ادب اړوند پر بېلابېلو برخو لنډ بحث وشو، موږ ولیدل چې د سویلي پښتونخوا د ادب په بڼ کې هر ډول ګلونه شته دي، له فولکلور او تذکره‌لیکنې رانیولې، تر ادبي کره‌کتنې، ناول‌لیکنې، شاعرۍ او د ادب نورو اړوندو برخو کې د پام‌وړ کار شوی دی. دا کار په ټوله کې د پښتو ژبې او پښتون قام د فرهنګ او ادب د غنامندۍ په برخه کې یوه غوښنه ونډه ګڼل کېږي؛ خو اوس پر دې خبرې کوو، چې د پښتو ادبیاتو په تحقیقي بحثونو کې د دغې غوښنې برخې یادونه په کومه پیمانه شوې ده؟

ادب‌تاریخونه: ادب‌تاریخونه د یوې ژبې د ادبیاتو د څېړنیزو آثارو په سر کې راځي. د پښتو ادبیاتو اړوند زيات ادب‌تاریخونه لیکل شوي دي، چې دلته پر ټولو باندې بحث کول د مقالې له حجم څخه وتلې خبره ده. ما د پښتو ادبیاتو لس مهم ادب‌تاریخونه مطالعه کړل، په دغو ادب‌تاریخونو کې ما وکتل چې آيا سویلي پښتونخوا یاده شوې او که نه؟ او که یاده شوې، په کومه پیمانه یاده شوې ده؟

  • د پښتو ادبیاتو تاریخ: دا اثر د پوهاند عبدالحی حبیبي دی چې په دوو ټوکونو کې لیکل شوی او د پښتو ادب له مهمو او لومړنیو ادب‌تاریخونو څخه دی. په دغه اثر کې د ژبپوهنې، ادبپوهنې او ادبیاتو د تاریخ بحثونه له وبله یو ځای راغلي دي، حبیبي صاحب د ژبو د کورنیو پر وېش او د پښتنو او پښتو ژبې پر تاریخ هم بحث کړی دی. دغه راز د پښتو ادب پر لرغونې دوره او روښانیانو هم غږېدلی دی، سره له دې چې په دې اثر کې د لرغونې دورې اړوند د کسي د غره د شاعرانو یاونه شوې، خو مشخصاً د سویلي پښتونخوا پر ادبي حوزه کوم څه نه لري.

  • د پښتو ادبیاتو تاریخ (لرغونې او منځنی دوره): دا اثر د سرمحقق زلمي هېوادمل دی چې په ۱۳۷۰ل کې چاپ شوی او د پښتو ادب له مهمو ادب‌تاریخونو څخه ګڼل کېږي. په دې اثر کې د لرغونې دورې اړوند د کسي د غره د شاعرانو له یادونې سربېره، د پښتو ادب په منځنۍ دوره کې د سویلي پښتونخوا اړوند د درېيو شاعرانو «فیض الله کاکړ، حمدالله کاکړ او جان محمد کاکړ» پېژندنې راغلې دي. (هېوادمل، ۱۳۹۳ل: ۲۵۳)
  • د پښتو ادبیاتو تاریخ: دا اثر د پوهاند دکتور زېورالدین زېور دی چې په ۱۳۹۴ل کال کې په درېیو ټوکونو کې چاپ شوی دی. په دې اثر کې د پښتو ادب پر لرغونې، منځنۍ او معاصره دوره بحث شوی دی. د اثر په لومړي او دویم ټوک کې د کوزې پښتونخوا په اړه کوم بحث نشته، خو په درېیم ټوک کې د پښتو ادب پر معاصره دوره په بحث کې بیا هم یوازې له شمالي پښتونخوا څخه قاضي رحیم الله، سید راحت زاخېلی، سمندرخان سمندر، امیرحمزه شینواری، ماسټر عبدالکریم، سیدرسول رسا، عبدالغني خان غني، اجمل خټک، الف جانه خټکه او زیتون بانو یادوي؛ د سویلي پښتونخوا د ادبیاتو یا هم شاعرانو یادونه پکې شوي نه ده.
  • د پښتو ادبیاتو تاریخ: دا د سرمحقق محمدصدیق روهي اثر دی، چې لومړی ځل په ۱۳۷۰ل کال کې او دویم ځل په ۱۳۸۴ل کال کې چاپ شوی دی. د روهي صاحب دغه اثر د پښتو ادبیاتو تاریخ د معاصرې دورې یو مهم اثر دی چې د افغانستان په پوهنتونونو کې د پښتو ادبیاتو محصلانو ته تدریسېږي. په دې اثر کې هم د سویلي پښتونخوا د هېڅ شاعر او لیکوال یادونه نه ده شوې، په داسې حال کې چې د شمالي پښتونخوا او افغانستان د اوښتون پړاو د شاعرانو او لیکوالو یادونه پکې شوې ده. په دې کتاب کې له شمالي پښتونخوا څخه د منشي احمد جان، راحت زاخېلي، حمزه شینوايی، اجمل خټک، غني خان، میر مهدي‌شاه مهدي، عبدالمالک فدا، سید رسول رسا، زیتون بانو، قلندر مومند، همیش خلیل، سعدالله جان برق، محمدنواز طایر او… یادونه شوې ده.
  • د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ (د روښانتیا پړاو): دا د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د استاد پوهاند دکتور بریالي باجوړي اثر دی، چې په ۱۴۰۰ل کال کې چاپ شوی دی. دا کتاب د پښتو څانګې له مهمو تدریسي کتابونو دی؛ په نهو څپرکیو کې لیکل شوی دی، په دې اثر کې هم د سویلي پښتونخوا په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې او یوازې په یوه څپرکي کې یې د شمالي پښتونخوا د ادبیاتو په اړه بحث شوی دی، په دې برخه کې د راحت زاخېلي، افغان اخبار، انجمن اصلاح افاغنه، ولسي ادبي جرګه، پښتون اخبار او د پښتونخوا د ادبیاتو پر ځانګړنو بحث شوی دی. (باجوړی، ۱۳۹۷ل: ۲۵۳)
  • د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ (د ویښتیا پړاو): دا اثر هم د پوهاند دکتور بریالي باجوړی دی، په نهو څپرکیو کې لیکل شوی او په ۱۳۹۷ل کال کې چاپ شوی دی. د دې کتاب په څلورم، پينځم او شپږم څپرکيو کې د پښتونخوا ادبي بهیر، د پښتونخوا د ادبي بهیر مخکښې نومیالۍ څېرې او د پښتونخوا د ادبي بهیر د منځني پیر نومیالۍ څېرې تر سرلیکونو لاندې د پښتونخوا د ادبیاتو، لیکوالو او شاعرانو په اړه بحث شوی دی؛ خو په دې بحثونو کې هم دکتور باجوړي د سویلي پښتونخوا د هېڅ مشر یا هم اوسنیو ځوانو شاعرانو او لیکوالو یادونه نه ده کړې او نه یې هم د پښتونخوا په ادبیاتو کې د سویلي پښتونخوا د شاعرانو، ادیبانو او لیکوالو پر ځای او رول خبره کړې ده.

(باجوړی، ۱۳۹۷ل: ۲۲۵)

  • د پښتو ادبیاتو تاریخ (لومړۍ، دویمه او درېیمه دوره): دا د څېړنپوه عبدالواجد واجد اثر دی، په یوولسو څپرکیو کې لیکل شوی او په ۱۳۹۵ل کال کې چاپ دی. نوموړي یوازې د پښتو معاصرو ادبیاتو د تاریخ په برخه کې له پښتونخوا څخه د راحت زاخېلي، اجمل خټک، حمزه شینواري، غني خان، سید رسول رسا، زیتون بانو او رحمت شاه سایل یادونه کړې… په دې اثر کې هم د سویلي پښتونخوا د ادب، شاعرانو او لیکوالو یادونه نه ده شوې.

(واجد، ۱۳۹۵ل: ۲۷۴)

  • د پښتو ژبې او ادب تاریخ: دا اثر د دکتور حنیف خلیل دی، چې په ۲۰۱۱ز کال کې چاپ شوی دی. په دې اثر کې لومړی د پښتو ژبې او ادب او پښتنو پر تهذیب باندې بحث شوی، بیا د پښتو ادب د لرغونې دورې شاعران پېژندل شوي دي، ورپسې د خوشحال خان، رحمن بابا، حمید بابا، علي او کاظم خان شیدا په اړه خبرې شوې دي، په درېیمه برخه کې د متفرقه موضوعاتو اړوند د روښانیانو د تحریک او پښتو صوفیانه شاعرۍ سربېره په پای کې د شمالي پښتونخوا پر ځینو شاعرانو لکه صنوبر حسین کاکاجي، مولانا عبدالقادر، حمزه شینواري، عبدالغني خان غني، سید رسول رسا، فضل حق شیدا او نورو باندې غږېدلی دی؛ خو دا اثر هم د سویلي پښتونخوا د ادبیاتو اړوند کوم بحث نه لري.
  • پشتو ادب: دا د پښتو ادب تاریخ یوه کوچنۍ رساله ده، چې اجمل خټک په ۱۳۲۶ لمریز کې په اردو ژبه کښلې ده. په دې رساله کې لومړی د پښتو او پښتنو په اړه لنډ بحث شوی او بیا د پښتو پر ادبیاتو له لومړۍ دورې څخه تر معاصرې دورې پورې لنډ بحث شوی دی؛ خو په معاصره دوره کې يې یوازې د پښتونخوا د سرحد صوبې ادیبان راوړي، د افغانستان او سویلي پښتونخوا د معاصرې دورې ادیبان یې پکې رااخیستي نه دي.
  • روهي ادب: روهي ادب د پروفیسور محمد نواز طایر اثر دی، چې په کوزه پښتونخوا کې د پښتو ادب‌تاریخ په برخه کې یو مهم اثر ګڼل کېږي. دا اثر په دوو جلدونو کې لیکل شوی او لومړی ځل پښتو اکېډمي پېښور یونیورسټي په ۱۹۷۷ ز کال کې چاپ کړی دی. په دې اثر کې د پښتنو د وطن او پښتو ژبې، د پښتو د قدامت، د پښتو لرغوني او کلاسیک ادب او د ختیځپوهانو پر خدماتو بحثونه شوي دي.

 د پورته یادو شوو لسو ادب‌تاریخونو په پام کې نیولو سره ویلی شو، چې د پښتو ادب‌تاریخ لیکونکو د پښتو ادبیاتو په تاریخ‌لیکنه کې سویلي پښتونخوا ته هغسې چې لازمه ده، پاملرنه نه ده کړې. دا منو چې د سویلي پښتونخوا ادبیات به په ځینو برخو کې د تاریخي شالید او کمیت له پلوه تر افغانستان او شمالي پښتونخوا کم وي؛ خو په پښتو ادب‌تاریخونو کې یې چې په کومه پیمانه یادونه شوې، دا یې حق نشي ادا کولای، بلکې اړتیا ده چې د سویلي پښتونخوا د ادبیاتو اړوند بحث زموږ د ادب تاریخونو په ځانګړې توګه د پښتو ادب‌تاریخ په معاصره دوره کې یو اساسي بحث او غوښنه برخه وي.

ادبي تذکرې: د دې لپاره چې پوه شم چې په پښتو ادبي تذکرو کې د سویلي پښتونخوا د شاعرانو او لیکوالو یادونه په کومه پیمانه شوې ده، ما لومړۍ د سویلي پښتونخوا له سلګونو شاعرانو، څېړونکو او لیکوالو څخه یوازې د پنځوسو کسانو نومونه انتخاب کړل، بیا مې همدا نومونه د پښتو ادب اړوند په ځینو مهمو ادبي‌تذکرو کې په پرتلیزه توګه وکتل، چې معلومه شي په کومه تذکره کې د دوی نومونه راغلي دي که نه؟

په «اوسني لیکوال» کې د سویلي پښتونخوا د دې پنځوسو شاعرانو او لیکوالو له جملې یوازې د دوو کسانو، فاروق شاه سمایلزي او ایوب اڅکزي پېژندنې رااخیستل شوي دي. دغه راز د پوهاند صدیق‌الله رښتین په «نوميالي پوهان او غازيان» کې یوازې عبدالصمد خان اڅکزی یاد شوی، د عبدالباري جهاني «د مشکو کاروان» په تذکره کې یوازې د دروېش درانی یاد راغلی، د صالح محمد صالح «د ارغند د څپو ژبه» ادبي تذکره کې یوازې محمدصادق ژړک یاد شوی، د همېش خلیل په «پښتانه لیکوال» کې د صاحبزاده حمیدالله، عبدالکریم بریالي، محمود ایاز، سعید ګوهر، عبدالخالق تارن، سیدعابدشاه عابد او جعفر اڅکزي یادونه شوې ده؛ د اخوندزاده فرمان مساپر «د پښتو ادب ځلانده ستوري» ادبي تذکره کې دروېش درانی، ربنواز مایل، سلطان محمد صابر، عبدالکریم بریالی، محمود ایاز او سعید ګوهر یاد شوي دي.

په همدې توګه د ادبي تذکرو په برخه کې د محمد داوود وفا «دپښتو اوسنۍ تذکرې» اثر چې د پښتو اکثریت ادبي تذکرې یې په یوه تذکره کې راټولې کړې دي، داسې اثر ګڼلی شو چې نيژدې د پښتو ټولې ادبي تذکرې پکې رااخیستل شوې دي او د نورو تذکرو تر څنګ یې د سویلي پښتونخوا د تذکرو یادونه هم کړې دي.

ادبي کره‌کتنه او ادب‌تیوري: په سویلي پښتونخوا کې د ادبي کره‌کتنې او ادب‌تیورۍ اړوند ځینو کسانو ارزښتناک آثار لیکلي دي. د کره‌کتنې اړوند د شعر او نثر په برخه کې عملي ليکنۍ او ګړنۍ کره‌کتنه او په دې برخه کې شوی کار د سویلي پښتونخوا د کره‌کتونکو خواري او وړتيا په ګوته کوي، چې بايد په نوره پښتونخوا کې ورته پاملرنه وشي او د دوى له آثارو څخه استفاده وشي؛ خو کله چې ما په افغانستان کې د ادبپوهنې د دې دوو څانګو په باب د پښتو لیکوالو او څېړونکو لیکل شوي آثار وکتل، داسې اثر مې تر سترګو نه‌شو، چې لیکوال دې د خپلې څېړنې په شالید یا لېټرېچر ریویو کې د سویلي پښتو نخوا د څېړونکو د کوم اثر یادونه کړې وي. (فیاض، ۱۳۹۳ل: ۸۳)

فولکلوري ادبیات: د پښتو ادب په څېړنیزو بحثونو کې فولکلور هغه برخه ده چې په ډېری آثارو کې یې د سویلي پښتونخوا یادونه په وضاحت سره شوې ده او ویلای شو، په کومه اندازه چې د سویلي پښتونخوا لیکوالو د فولکلور په برخه کې کار کړی، په هماغه پیمانه یې د پښتو ادب په فولکلوري آثارو کې یادونه هم شوې ده. تر کومه ځایه چې ما د فولکلوري ادبیاتو اړوندو کتابونو ته لاسرسی لاره او مختلف کتابونه مې په دې برخه کې وکتل، داسې کوم اثر ما پیدا نه‌کړ، چې په هغه کې د فولکلور په برخه کې د سویلي پښتونخوا د ونډې، یا هم لیکوالو یادونه شوې نه وي. زه د بېلګې په توګه د استاد حبیب‌الله رفیع د «خلکو سندرې»، «فولکلور د علم مور»، د کابل پوهنتون د استاد پوهاند دکتور  لعل پاچا ازمون د «پښتو فولکلوري ادبیات»، د ښاغلي محمد داوود وفا «د فولکلوري ادب بنسټونه» او د څېړنپوه نصرالله ناصر « د پښتني فولکلور د چاپي مجموعو څېړندود» آثار یادوم، چې په هر یوه کې د پښتو فولکلوري ادبیاتو اړوند د سویلي پښتونخوا پر ونډه، لیکوالو او د دوی پر ترسره کړي کار له اړتیا سره سمه یادونه شوې ده.

داستاني ادبیات: په عمومي توګه د پښتو داستاني ادبیاتو په اړه ډېر آثار ليکل شوي نه دي؛ په دې برخه کې زرین انځور، سرمحقق زلمی هېوادمل، پروفیسور محمداعظم اعظم، حبیب‌الله رفیع، حنیف خلیل، محمد ابراهیم عطایي، لطیف بهاند، پوهاند دکتور بریالی باجوړی، سیدنظیم سیدي او ځینې نور لیکوال یادولی شو، چې د پښتو داستاني ادبیاتو په برخه کې یې څېړنې کړې دي. همدارنګه په کابل مجله کې په تېره په ۱۳۶۰ کلونو کې د پښتونخوا د داستاني ادبیاتو په اړه د ښاغلي ابراهیم عطایي، زرین انځور، لطیف بهاند، بریالي باجوړي او… نورو لیکنې راغلې دي؛ خو دا لیکنې تر ډېره د شمالي پښتونخوا پر داستاني ادبیاتو راڅرخي.

د سویلي پښتونخوا د داستاني ادبیاتو په اړه په افغانستان کې زرین انځور (د سویلي پښتونخوا ستوري «د سویلي پښتونخوا د داستاني ادبیاتو مخکښې څېرې») او سید نظیم سیدي د «ناول او په پښتو ادب کې د هغه پرمختیایي بهیر» په نومونو ځانګړي آثار لیکلي دي، دغه راز په کوزه پښتونخوا کې د محمدیوسف ساحل «په سهیلي پښتونخوا کښې د پښتو ناول تحقیقي او تنقیدي جایزه» په نامه د اېم‌فېل مقاله چاپ شوې ده.

عمومي جاج

سویلي پښتونخوا د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ یوه مهمه حوزه ده. دې حوزې د پښتو ادب او ژبې د بډاينې لپاره مهم کارونه کړي دي. تر ۲۰۰۱م کال راوروسته په سویلي پښتونخوا کې د پښتو ژبې او ادب په برخه کې ګامونه ګړندي شوي دي. لسګونو لیکوالو د ادب په مختلفو څانګو کې د تخلیق او تحقیق په موخه خپل قلمونه ډېر ښه چلولي دي.

په تېرو څه باندې درېیو لسیزو کې په سویلي پښتونخوا کې، چې د ادب په برخه کې د دې سیمي لیکوالو، شاعرانو او څېړونکو کوم آثار لیکلي او خپاره کړي، ممکن د کمیت له اړخه له افغانستان او شمالي پښتونخوا سره برابر نه وي، خو د محتوا له اړخه ترې کم نه دي. په دې موده کې د سویلي پښتونخوا په غېږ کې د ماډرنې شاعرۍ، داستاني ادبیاتو، کره‌کتنې او ادبي څېړنو په برخه کې داسې کسان روزل شوي، چې آثار یې د معاصرو ادبي تیوریو پر محور راڅرخې او د معاصرې څېړنې په اصولو برابر لیکل شوي دي. همدارنګه په سویلي پښتونخوا کې د تکتو، لیکنې، خال، لمبه او حسنی په شان علمي او ادبي مجلې په ډېر ښه معیار چاپېږي، چې له نېکه مرغه د افغانستان او شمالي پښتونخوا په پرتله په سویلي پښتونخوا کې د مجلو د لوستونکو شمېر لا هم ډېر دی او خلک علمي مجلې خوښوي.

په افغانستان کې د عبدالروف بېنوا په «اوسني لیکوال» او ځینو نورو ادبي تذکرو کې د سویلي پښتونخوا یادونه شوې. دغه راز محمد ابراهیم عطایي هغه څوک دی، چې په کابل مجله کې یې په ۱۳۶۰ کلونو کې د سویلي پښتونخوا اړوندې مقالې چاپ شوې دي، په ۱۳۷۰ل کال کې «د خان شهید یاد» چاپ شوی، د سیمه‌ییزو مطالعاتو د مرکز له خوا د «ننګ او فرهنګ اتل» او «د پوهې او خپلواکۍ لاروی» په نامه د کتابونو چاپ او د زرین انځور د سویلي پښتونخوا ستوري «د سویلي پښتونخوا د داستاني ادبیاتو مخکښې څېرې» په نامه اثر هغه مهم آثار یادولی شو، چې د سویلي پښتونخوا په اړه لیکل شوي دي.

خو له دې ټولو سره سره څرنګه چې پکار ده، هغسې د سویلي پښتونخوا ادب ته د پښتو په څېړنو کې ځای ورکړل شوی نه دی؛ د پښتو ژبې اړوند چې کومې مهمې ادبي څېړنې شوې، په ځینو کې اصلاً د سویلي پښتونخوا یادونه نه ده شوې او په ځینو کې که شوې هم ده، ډېره پیکه ده؛ څېړونکي هڅه نه کوې، چې د پښتو ادب اړوند د سویلي پښتونخوا د ونډې په باب څېړنه وکړي او معلومه کړي چې په دغه سیمه کې د پښتو ژبې او ادب اړوند کوم څه ترسره شوي او اوس پکې څه روان دي؟

دا وضعیت لاندې څو مهم لاملونه لري:

  1. سویلي پښتونخوا د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ یوه مهمه حوزه ده؛ خو دا حوزه د مختلفو لاملونو له کبله د افغانستان او شمالي پښتونخوا په پرتله د ادبیاتو اړوند د آثارو، شاعرانو او لیکوالو د کمیت له اړخه نسبتاً کمزورې حوزې ده.
  2. په سویلي پښتونخوا کې د افغانستان او شمالي پښتونخوا په پرتله د صحافت او کتابونو د چاپ پروسه هم وروسته راپیل شوې او هم ټکنۍ ده، په کومه اندازه چې په افغانستان او شمالي پښتونخوا کې کتابونه چاپېږي په سویلي پښتونخوا کې دا تناسب د پام‌وړ کم دی.
  3. له سویلي پښتونخوا سره د پښتو د نورو ادبي او فرهنګي حوزو په ځانګړې توګه د افغانستان د لیکوالو، شاعرانو او څېړونکو راشه درشه کمه ده.
  4. د پښتو ژبې او ادب څېړونکي چې کله هم د پښتو ادبیاتو اړوند کومه څېړنه کوي، هڅه یې نه ده کړې، چې سویلي پښتونخوا هم د پښتو ادبیاتو د یوې مهمې ادبي او فرهنګي حوزې په توګه په خپله څېړنه کې په پام کې ونیسي.
  5. د پښتون قام او پښتو ژبې تاریخ یو دی؛ خو له بده مرغه لکه څنګه چې پښتانه په جغرافیایي لحاظ په درېیو برخو وېشل شوي دي، ځینې لیکوال او څېړونکي د دې قام او ژبې تاریخ هم یوازې په هماغه خپله جغرافیه پورې را محدودوي او هڅه نه کوي، چې له خپلې سیمې بهر هم د پښتون قام او پښتو ژبې په اړه څېړنه وکړي.
  6. د افغانستان څېړونکي په ټوله کې د پښتونخوا، خو په ځانګړې توګه د سویلي پښتونخوا آثارو ته لارسی نه لري، او همدغسې په پښتونخوا کې د افغانستان د لیکوالو او څېړونکو آثارو ته هم لاسرسی اسانه نه دی، له همدې امله څېړونکي د مختلفو موضوعاتو د څېړلو پر مهال د یو بل په سیمو کې پر ترسره شوي ادبي او څېړنیز کار نه خبرېږي. ما چې حاضره لیکنه کوله، له همدې ستونزې سره مخ وم او په ډېرو ستونزو مې ځینې کتابونه د کابل پوهنتون د پښتوڅانګې له کتابتون، د افغانستان د علومو اکاډمۍ له کتابون او د ځینو مشرانو لیکوالو او څېړونکو له شخصي کتابتونونو څخه ترلاسه کړل. 

وړاندیزونه

  1. د پښتو ادبیاتو د عمومي تاریخي تر څنګ اړتیا ده، چې د سویلي پښتونخوا، شمالي پښتونخوا او افغانستان د پښتو ادبیاتو په اړه جلا جلا ادب تاریخونه ولیکل شي، چې د پښتو ژبې د ټولو لویو ادبي حوزو د ادبیاتو او ژبې اړوند ټول موارد په پوره توګه پکې راټول او خوندي وي. که موږ د هرې حوزې جلا ادب تاریخ ولرو، دا به زموږ له څېړونکو سره د پښتو ژبې د عمومي تاریخي لیکلو په برخه کې مرسته وکړي.
  2. د دې لپاره چې د پښتو د لویو ادبي حوزو ترمنځ اړیکې لا ښې او ټېنګې شي، اړتیا ده چې د سویلي پښتونخوا، شمالي پښتونخوا او افغانستان د علمي، اکاډمیکو او فرهنګي مرکزونو ترمنځ د ګډې او تلپاتې همکارۍ په موخه د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شي.
  3. د افغانستان، سویلي پښتونخوا او شمالي پښتونخوا د پوهنتونونو او اکاډمیو د پښتو څانګو ترمنځ ګډ ادبي او فرهنګي کنفرانسونه او سیمینارونه جوړ او د علمي او فرهنګي ډېسکورس زمينه برابره شي.
  4. د افغانستان، سویلي پښتونخوا او شمالي پښتونخوا د شاعرانو او لیکوالو اړوند د هرې حوزې جلا جلا تازه تذکرې ولیکل شي، چې د درېواړو حوزو له څېړونکو سره د پښتو ژبې او ادبیاتو په برخه کې مرسته وکړي.
  5. د افغانستان او شمالي پښتونخوا د پوهنتونونو او علومو اکاډمۍ علمي غړي د خپلو علمي ترفیعاتو لپاره د سویلي پښتونخوا د ادبیاتو اړوند په مختلفو برخو کې د ځان لپاره څېړنیزې پروژې انتخاب کړي؛ دا راز برعکس په سویلي پښتونخوا کې د افغانستان او شمالي پښتونخوا په اړه وشي.
  6. د افغانستان او شمالي پښتونخوا په پوهنتونونو کې د پښتو څانګې د لیسانس او ماسټرۍ دورې محصلانو ته د تحصیلي پایلیکونو لپاره د سویلي پښتونخوا د ادبیاتو او فرهنګ اړوندې څېړنیزې پروژې ورکړل شي؛ همدارنګه برعکس په سویلي پښتونخوا کې د افغانستان په اړه وشي.
  7. همدارنګه په درېواړو حوزو کې د ټولو حوزو ليکل شويو منابعو، آثارو او کارونو ته د لاسرسي په برخه کې پر مهمو ټکو غور وشي او امکان يې برابر شي.

ماخذونه

  1. ازاد، محمد نعیم. (۲۰۱۲ز)، د پښتونخوا داستاني ادبیات، د مقالو ټولګه، کوټه: پښتو ادبي غورځنګ.
  2. ازمون، لعل پاچا. (۱۳۹۹ل)، پښتو فولکلوري ادبیات، کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.
  3. انځور، زرین. (۱۳۹۹ل)، د سویلي پښتونخوا ستوري «د سویلي پښتونخوا د داستاني ادبیاتو مخکښې څېرې»، ننګرهار: هاشمي خپرندویه ټولنه.
  4. باجوړی، بریالی. ( ۱۳۹۷ل)، د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ (د ویښتیا پړاو)، کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.
  5. باجوړی، بریالی. (۱۴۰۰ل)، د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ (روښانتیا پړاو)، کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.
  6. خلیل، حنیف. (۲۰۰۰ز)، پښتو ناول ـ تحقیقي او تنقیدي جایزه، پېښور: باګرام پښتو ادبي جرګه.
  7. ساحل، محمد یوسف. (۲۰۱۸ز)، په سهیلي پښتونخوا کښې د پښتو ناول تحقیقي او تنقیدي جایزه، کوټه: پښتو ادبي غورځنګ.
  8. شینواری، دوست محمد. (۱۳۹۹ل)، د ادب د تیورۍ اساسونه، (درېیم چاپ)، جلال اباد: یار خپرندویه ټولنه.
  9. طائر، محمد نواز. (۲۰۲۰ز)، روهي ادب (اول او دویم جلد)، پېښور: پښتو اکېډیمي ـ پېښور پوهنتون.
  10. فیاض، فیض محمد. (۱۳۹۳ل)، ادبي کره کتنه، ننګرهار: ختیځ خپرندویه ټولنه.
  11. کاکړ، سیال.(۱۹۷۶ز)، پښتو او پښتانه په سهیلي پښتونخوا کې، کوټه: پاکستان پرېس کوټه.
  12. کاکړ، سیال. (۱۹۸۷ز)، ادبي انځور، کوټه: پښتو پبلېکشنز کوټه.
  13. منګل، اسیر او بنګښ، سلیم .(۲۰۰۶ز)، پښتو پرون، نن او سبا، پېښور،(پښتو ادب کې د جنوبي پښتونخوا برخه، ډاکټر میا سهېل انشاء) د مقالو ټولګه: دانش خپرندویه ټولنه.
  14. ناصر، نصرالله .(۱۳۹۹ل)، د پښتني فولکلور د چاپي مجموعو څېړندود، کابل: د افغانستان د علومو اکادمي.
  15. واجد، عبدالواجد. (۱۳۹۵ل)، د پښتو ادبیاتو تاریخ (لومړۍ، دویمه او درېیمه دوره)، جلال آباد: میهن خپرندویه ټولنه.
  16. وفا، محمد داوود.(۱۳۹۸ل)، د فولکلوري ادب بنسټونه، جلال آباد: مومند خپرندویه ټولنه.
  17. وفا، محمد داود. (۱۳۹۳ل)، د پښتو اوسنۍ تذکرې، ننګرهار: مومند خپرندويه ټولنه.
  18. هېوادمل، زلمی. (۱۳۹۳ل)، د پښتو ادبیاتو تاریخ (لرغونې او منځنۍ دوره)، کابل: دانش خپرندویه ټولنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب