جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د ۱۳۵۲ ل کال د چنګاښ ۲۶ مه نیټه| دولت وزیري

د ۱۳۵۲ ل کال د چنګاښ ۲۶ مه نیټه| دولت وزیري

د محمد ظاهر شاه واکمني په بشپړ امن او سوله کې تېره شوه. د شاه او د شاه د ترونو سردار شاه ولي خان، سردار شاه محمود خان، سردارر محمد هاشم خان او د سردار محمد داود خان د پلار محمد عزیز خان د وړتیا تر څنګ، نړیوالو سترو خواوو هم د افغانستان په سوله او امن کې رول درلود، ځکه چې انګریزانو او شوروي اتحاد افغانستان د یوه حايل په توګه قبول کړی و.
د پاکستان له جوړېدو ۱۹۴۷ م کال څخه را وروسته هر څه په بل ډول شول. د سردار شاه محمود خان پر ځای سردار محمد خان د افغانستان صدراعظم شو. داود خان غوښتل چې د امریکا له متحده ایالتونو سره اړیکې ټینګې او د هغوی په مرسته یوه غښتلې اردو رامنځ ته کړي. خو امریکا پاکستان ته مخه او د اردو په جوړولو کې يې ورسره مرستې پیل کړي.
له دې سره سردار محمد داود خان شوروي اتحاد ته مخه کړه او د اردو په جوړولو کې یې د شوروي اتحاد مرستې را جلب کړي.
له پاکستان سره د امریکا، له افغانستان سره د شوروي مرستو او پاکستان ته د پښتونخوا سپارل د دې باعث شول چې د افغانستان او پاکستان اړیکې تر دې حده پورې خړې پرې شي، چې دواړه هیوادونه د جګړې په درشل کې ودریږي.

همغه و چې شاه سردار محمد داود خان له لسو کلونو څخه وروسته په ۱۹۶۳ م کال له صدارت څخه ګوښه کړ او په ۱۹۶۵ م کال يې په اساسي قانون کې په لوړو څوکیو کې د شاهي کورنۍ د غړو ټاکل منع کړل. دا ټول هغه څه و، چې داود خان ته د منلو وړ نه و.
سردار محمد داود خان سره له دې چې یو ښه مسلمان، ښه افغان، فعال، اکتیف، پر ځان باوري، پر هیواد ميین او له هر ډول فساد څخه پاک انسان و، خو د دې تر څنګ کینه کښ، پر ځان میین، مغروره او عقده مند کس هم و.
داود خان د شاه له خوا په اساسي قانون کې تغییرات د ځان پر ضد عمل باله او د شاه تر څنګ يې د سردار شاه ولي خان د زوی او د شاه د لور بلقيس میړه جنرال سردار عبدالولي خان شتون زغملی نه شو. همغه و چې د انتقام په لټه کې شو.

له صدارت څخه وروسته يې د لسو کلونو په موده کې د شاه پر ضد په ښکاره او په پټه مبارزه جارې وساتله، د اردو افسران يې د ځان ملګري او د ۱۳۵۲ ل کال د چنګاښ پر ۲۶ مه نیټه يې د هغوی په مرسته د شاه واکمنۍ ته د پای ټکی کیښود او د شاهي نظام پر ځای يې جمهوري نظام اعلان کړ. ښکاره ده چې له شاهي نظام څخه جمهوریت ښه و، خو کوم جمهوریت؟
هغه جمهوریت چې د نظامي کودتا له مخې را منځ ته شو،
هغه جمهوریت چې د شخصي عقدې پر اساس پایه ګذاری شو،
هغه جمهوریت چې د جنرال سردار عبدالولي سره د تربګنۍ له مخې جوړ شو،
هغه جمهوریت چې د اردو افسرانو ته يې د راتلونکي لپاره د نظام د بدلیدو اسانه لار وښوده،
هغه جمهوریت چې پر یوه ګوند او هغه هم د سردار داود خان پر خپل ګوند غورځنګ ملي ولاړ و،
هغه جمهوریت چې د شوروي اتحاد سره دوستي يې چې داود خان يې په خپله موسس و، په یوه ورځ د میز په ډبولو پای ته ورسوله،
هغه جمهوریت چې خپلو مخالفینو پاکستان او ایران ته يې په وازو تڼیو سفرونه وکړل،
هغه جمهوریت چې د پاکستان او ایران په لمسون يې بې له دې چې د وخت شرایط په پام کې وساتي، د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند مشران زندان ته واچول او یا هغه جمهوریت چې وزیران يې فاسد، لټ او په عیاشیو کې ډوب وو.
که جمهوریت دې ته وايې بیا خو هر څه ښه وه او که نه خو د ټولو بدبختیو مور د عقدې له مخې د جمهوریت جوړول او د شاهي نظام ړنګول و.

1 COMMENT

  1. خلقیه انصاف:
    دارواښاد پوهاند حسن کاکړ تاریخ پوه کتاب ولوله:
    د افغانستان د ملي اردو یو شمېر با ایمانه ، وفادار ، مسلکی تکړه او تجربه کار افسران تصفیه شول او پر ځای یې خره ضابطان د خلق او پرچم وطن پلرونکی فاسد او د ټیټې رتبې منفور افسرانو ته لوړې رتبې ورکړل شوې چې بالاخره په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د شهید محمد داوود خان رژیم اوبی کفایته اداری ته دهمدې هورا پلویانو لخوا په اټکل زمینه برابره شوه.
    دجمهوریت تعریف : دوه مخې،تېښته، بیرته راتګ، ږیره پرېښودل، او دامپریالیزم دالروته غلامی نه ده زه نه پوهېږم چې ته څه ډول دولت او وزیر یی؟کاشکې ستا دزې مې چېرې اوریدلی وی یو افسر خو باید حداقل یوصفت او سړیتوب ولری
    په دنیا دننګیالی دی دادوه کاره
    یابه وخوری ککری یابه کامران شی
    دیوې کورنۍ اولس غړی قربانی کېدنه ساده کار نه دی دایمان اوشهامت غریزه ده !دادعزت فرهنګ دی داشهید ولس دغه دول تاریخی او حماسی واقعې ډیرې لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب