جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهمیر رحمان رحماني: نړيوال مو په رسميت پېژني، د ولسي جرګې انلاين...

میر رحمان رحماني: نړيوال مو په رسميت پېژني، د ولسي جرګې انلاين غونډې ژر پیلوو

تاند( يکشنبه ، د سرطان ۲۶ ) د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري د ولسي جرګې د اداري هئیت لومړنۍ آنلاین غونډه جوړه شوې ده.

د دغې جرګې دارالانشا په يوه اعلاميه کې ويلي، چې دا غونډه د ولسي جرګې د رئیس

 میر رحمن رحماني، منشي، نایب منشي او د دارالانشاء د عمومي رئیس په ګډون ترسره شوې ده.

سرچينه د مير رحمان رحماني په حواله وايي

، تر اوسه ولسي جرګه د IPU لخوا په رسمیت پېژندل کېږي او په هغو مجالسو کې چې د ولسي جرګې هئیت ګډون کړی و، د IPU لخوا پردې ټینګار کیده ترڅو چې د ولسي جرګې ټاکنې نه وي ترسره شوې، د افغانستان ولسي جرګه د تېر په څېر د IPU غړېتوب لري او باید ولسي جرګه خپلې آنلاین جلسې ولري.

د ولسي جرګې دارالانشا ويلي، یو شمېر وکیلانو سره یې اړېکه نیولې او ډېر شمېر وکیلانو د آنلاین غونډو د جوړېدو هرکلی کړی.

 د ړنګې شوې ولسي جرګې ددارالانشاء رييس عبدالقادر ځاځي ويلي، تخنیکي ټیم يې د آنلاین غونډو د ترسره کېدو لپاره پوره چمتووالی لري.

نوموړی زیاتوي،چې د اداري هئیت راتلونکې جلسه به د دوشنبې په ورځ د جولای میاشتې ۲۲ نیټه ۲۰۲۲ کال ترسره شي، ترڅو د ولسي جرګې لومړنۍ آنلاین ازمایښتي جلسه په کوم تاریخ ترسره شي.

د ولسي جرګې وکیلانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

خلکو د جمهوري نظام پر مهال د ملي شورا د دواړو مجلسونو ( ولسي او مشرانو جرګې) غړي له دندو په ناوړه استفادې تورنول او اوس هم تر ډېره د فعاليتونو بيرته پيليدو ته ېې په ښه سترګه نه ګوري.

3 COMMENTS

  1. غله پوچ مغزه حرامیان منطق هم نلري ! وخت مو تللی دی خو طالب جان د خدای هوښیار کړي او له جهالته یې خلاص کړي !

  2. رامانی زویه!
    د ننګرهاریانو خبره:
    ……..کی ګوته.
    د کندهاریانو خبره:
    خوله ئې څنګه ده؟
    د چِلم کښو بوډاګانو خبره:
    د ناست ناسته دی څنګه ده؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب