دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهپه نړیوال مارکېټ کې د ډبرو سکرو قېمت ۳۹۳ ډالرو ته لوړ...

په نړیوال مارکېټ کې د ډبرو سکرو قېمت ۳۹۳ ډالرو ته لوړ شو

تاند(یکشنبه، د سرطان ۲۶ مه) په نړۍ وال مارکېټ کې د ډبرو سکرو قېمتونه په پرله پسې توګه مخ پورته روان دي، او نن دغه قېمت نورهم لوړ شو.

د بزنس انسایډر په نامه د نړۍ والې سوداګرۍ د چارو وېب سایټ لیکلي چې پرون /د جولای ۱۶مه/ په نړۍ وال مارکېټ کې د ډبرو سکرو د یوه ټن قیمت له ۳۹۳ ډالرو څخه پورته شو او دغه ګراف په چټکۍ سره مخ پورته روان دی.

د ورلډومېټرز معلوماتي وېب سایټ د ۲۰۱۶ د معلوماتو په اساس، د افغانستان د ډبرو سکرو کانونه ۷۳ میلیونه ټنه سکاره لري چې په نړۍ کې د دغه قېمتي کاڼي د لرلو په حساب په ۶۲م ځای کې قرار لري.

ورلډومېټرز لیکلي چې افغانستان په کال کې ۱ میلیون ۸۷۱ زره ټنه د ډبرو سکاره مصرفوي چې په دې حساب کېدی شي د دغه هېواد سکاره په ۳۹ کالونو کې خلاص شي، خو دا شمېرنې د مخکې کالونو دي او اوس چې ګاونډي هېواد پاکستان د افغانستان سکاره په ارزانه بیه رانیسي او په لوړ مقدار کې یې واردوي، ښایي یوازې څو کالونو کې خلاص شي.

همدغه وېب سایټ لیکلي چې پاکستان ۳۳۷۷ میلیونه ټنه (د افغانستان ۴۶ ځلې ډېر) د ډبرو سکاره لري او په دې حساب په نړۍ کې ۲۰م ځای لري.

دغه هېواد په کال کې ۱۰ میلیونه ۱۹۹ زره ۶۷۴ ټنه د ډبرو سکاره لګوي او د سکرو ذخایر یې کولی شي چې تر ۳۳۱ کالونو پورې هغوی ته د ډبرو سکاره برابر کړي، خو دا لا معلومه نه ده چې ولې د خپلو پرځای له افغانستان څخه سکاره اخلي او خپل یې ولې ساتلي دي.

ویل کیږي چې د پاکستان یو هیئت په نژدې راتلونکي کې افغانستان ته راځي څو د طالبانو حکومت سره د افغانستان د ډبرو سکرو لپاره یو ثابت قېمت وټاکي او د بیا بیا تغیر مخه یې ډب کړي.

پاکستان د افغانستان کانونو پورې په داسې حال کې نښتی، چې د دغه هېواد د پوځ یوه پخواني افسر زید حامد ویلي وو چې پاکستان د افغانستان په کانونو کې برخه لري او باید چې له ټولو امکاناتو څخه په استفادې سره دغه برخه ترلاسه کړي، خو دا یې نه دي ویلي چې د څه حق لري او د ترلاسه کولو لپاره یې له کومو طریقو څخه کار اخلي؟‌

کوم هیواد څومره سکاره لري او د نړۍ د ټولو سکرو څو سلنه یې په خاوره کې ده. 

1 COMMENT

  1. بلی
    په نړیوال مارکیټ ( د استعمار د دسیسو په مارکیټ ) کی د مظلوم افغان د زرغون مال او سپین عزت او سرو وینو او رُڼو اوښکو بیه ډیره ټیټه وه او ټیټه ده خو د تورو ډبرینو سکرو او تورو ډبرینو اجیرو عسکرو ( د لاهور او لندن او بیژن او واشنګټن د ترکیبی اشغال د اجناسو ) بیه ډیره لوړه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب