جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهفارياب: مېلمه ملا د کوربه پر ۱۲کلنې لور له تېري وروسته خپل...

فارياب: مېلمه ملا د کوربه پر ۱۲کلنې لور له تېري وروسته خپل خر پريښی او لوڅې پښې تښتیدلی

تاند( يکشنبه ، د سرطان ۲۶ ) د طالبانو ځايي چارواکو تاييد کړې، چې د فارياب په قیصار ولسوالۍ کې یوه مېلمه ملا د خپل کوربه پر ۱۲کلنې لور جنسي تېری کړی دی.

د ځایي سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه ملا په شل‌کتوی کلي کې مېلمه و، چې د شپې ناوخته له حجرې څخه د کوربه د لور کوټې ته ورغلی او تېری ېې پرې کړی.

د دغه ملا نوم نه دی اخيستل شوی، خو ويل شوي چې د یوه جومات ملا امام و او په خره د کوربه کور ته ورغلی و.

سرچینې زیاتوي، چې د ملا په جنسي تیري د نجلۍ له چیغو وروسته د نجلۍ پلار ویښ شوی او ملا سره ېې نښته شوې، خو ملا خپل خر او بوټان پريښي او لوڅې پښې تښتیدلی دی.

له دې سره، ځايي طالب چارواکو ويلي، چې دغه ملا یې د استخباراتو د ادارې له لوري نیول شوی او پلټنې ورڅخه پیل شوي دي.

3 COMMENTS

  1. هی دلېوني زامنو دا څه تبصرې دي : د ملا په کونه دلر ګۍ ور ومنډي په عام محضر کې د اعدام کړي چې نور ترې عبرت واخلي! دا څرنګه کوربه وو چې میلمه ته یې د خوب کوټې مالومې وي ! دا څرنګ پلار وو چې لور یې له ځانه لرې ویدوله ؟؟دا خبره شکمنه او تور جهالت او پرو پاګندې ته نږدې ده !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب